بې سروروه بې شعوره دى زړګى

چا ويل ډک له رنګ او نوره دى زړګى ؟
بس د هر وطن ښکلا ته يې سر ايښى
بې فرهنګه بې کلتوره دى زړګى
کله ، کله دې په ځان پورې حيران کړي
څومره بد څومره مغروره دى زړګى
چې ښايست ګوري لمبې کوي درزيږي
ته وا ، وتى له تنوره دى زړګى

پړ يې مه ګڼه ساحله ! لېونى يې
يار ته ووايه ! مجبوره دى زړګى