د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي
اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي
ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي
چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي
چې موزي کله له ښکلي سره ګورم
خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي
ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي
چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي
ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته
( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي
٢٠١٠ _ ١١ _ ٤
09.11.2010
- احمد بختيارساحل
بې سروروه بې شعوره دى زړګى
چا ويل ډک له رنګ او نوره دى زړګى ؟بس د هر وطن ښکلا ته يې سر ايښى بې فرهنګه بې کلتوره دى زړګى کله ، کله دې په ځان پورې حيران کړي څومره بد څومره مغروره دى زړګى چې ښايست ګوري لمبې کوي درزيږي ته وا ، وتى له تنوره دى زړګى
پړ يې مه ګڼه ساحله ! لېونى يې يار ته ووايه ! مجبوره دى زړګى...
10.11.2010
- احمد بختيارساحل
ښکلى يې ښکلى راپسې راځه
زړه يې منلى راپسې راځه
لکه پاللى مينه نه غواړمه
لکه ساتلى راپسې راځه
دانه وانه يې ټولوه راپسې
زړه مې شيندلى راپسې راځه
بيا به د ژوند په لارنه نه ودرېږي
مرګ مې ګنډلى راپسې راځه
نور به اغزي چېرې چېړل ونه کړي
ګل مې سېزلى راپسې راځه
ساحله ! چېرته به مې زړه پرېوځي
عشق م...