غزل د چا له وجې کوم کرکه له نامې د مینې زما تر مخ به نورې نه کوئ کیسې د مینې ژوند به مې څو بې مانا کرښې شي په سر د اوبو که ترې نه لري شي دا څو ورځې او شپې د مینې له ډېره درده مې زړه اور واخیست،لمبه لمبه شو لکه نغمې خورې ورې شوې ترې شغلې د مینې د چا له لاسه چې مې ژوند له ښې ښمري ووت تر ټولو زیات مې سپکاوی وکړ هغې،د مینې ستا که دا نېت و چې پرې ږدې به مې په نیمه لار کې ولې دې وکړې بیا له ما سره وعدې د مینې ګوهره مینه دلته جرم دی ډېر پام به کوې په ټول ګاوڼډ کې دي خپرې دي اوازې د مینې