شغلې....
زرګونه کاله وړاندې
چې کاینات ګرده تیاره،تیاره و
په دغه وخت کې خدای پاک
د مینې لمر پیدا کړ
د لمر زرینو شغلو
دنیا رڼا،رڼا کړه
یوه شغله یې د کوم
مین په زړه ښخه شوه
له زړه لمبې پورته شوې
سوې نارې پورتې شوې
نورې شغلې پورته شوې
له دې شغلو سره سم
مینه پیدا شوله،
خندا پیدا شوه
دردونه وزېږېدل
غمونه وزېږېدل
دلته ژړا پیدا شوه
فرهاد،مجنون پيدا شول
یو ځای شېرین پيدا شوه
بل ځای لیلا پیدا شوه
اوس دا دې له هغه راسي
زر نور کلونه تېر دي
هغه شغله لا هغه زړه سوځوي
ترېنه شغلې سازیږي
په ټول عالم لکه نغمې خوریږي
ترېنه مجنون جوړیږي
ترېنه لیلا جوړیږي
خو ته پوهېږې کنه !؟
چې هغه وریت زړګی زما و ګرانې
هغه شغله زما د زړه شغله وه
دغه شغله او زما زړه به دواړه
یو ځای،ځای ایره،ایره شي..