زه او ته
ـــــــــــ
موږ که خفه یو نو خفه دې یو بس
مونږ که غصه یو نو غصه دې یو بس
موږ مینان یو ګلې
موږ شاعران یو ګلې
موږ مسافر یو ګلې
موږ د غمو او دردو
اوس سوداګر یو ګلې
موږ عادت شوي یو اوس
له دې غمونو سره
ستا له خیالونو سره
له ژړاګانو سره
له بلاګانو سره
له تنهایو سره
له مایوسویو سره
خو
ستا دا دنګه ځواني
ستا غنمرنګه ځواني
ستا دغه تورې سترګې
له مستۍ ډکې ډکې
دغه مخمورې سترګې
خو ستا ګلان ګلان لبان ګلالۍ
چې له سروره ډک وو له خندا نه ډک وو
دغه خندان خندان لبان ګلالۍ
باور دې کیږي که نه
دا مې په غم باندې هیڅ نه دې پیرزو
زه تا لکه ستا زلفې ,داسې
لکه بې ځالې مرغۍ دغسې
لکه زخمي هوسۍ دغسې
د رژېدلې پاڼې په څېر
د خزان وهلې پاڼې په څېر
پرېشانه نه شم لیدی
نو اې د خدای لپاره
زما تر مخ بیا داسې
پرېشانه مه تېرېږه
کنه نو مړ به شم
لمبه به شمه
ــــ
انعام الله ګوهر