د نورمحمد سعيد لخوا خپرې شوې لیکنې


دا رښتيا هم په كتو ارزي

په سريلانكا كې د سيلانيانو د ليدو لپاره ډېر څه شته. غرونه، ځنګلونه  بحر او د هغه د غاړو پاكې سړې شګې. يوه بله ځانګړنه، چې ډېرى نړۍ وال سيلانيان يي سريلانكا ته متوجه كړي دي په دې هېواد كې د تاريخي ابداتو پريمانه شتون دى.   سريلانكا به پخوا وختونو كې سيلون بلل كيده.  اوس يې هم نژدې اويا سلنه وګړي د بده ايزم منو

28.06.2011 نورمحمد سعيد

د بانك ماشين كارولو سمه طريقه

د يوه بانك په دروازه لوحه ځوړنده وه، چې پرې ليكلي و. بانك غواړي دخپلو محترمو مشتريانو د اسانۍ لپاره د لارې پر سر اې  ټي ايم( د كارت په وسيله د يو مقدرا پېسو وركولو ماشين) ولګوي، چې  په دې توګه به زموږ محترم مشتريان وكولاى شي له خپل موټر نه له كوزيدو پرته ماشين ته لاس ور اوږد كړي او د اړتيا وړ نغدې پيسې له ماشينه وباسي. د نارين

23.06.2011 نورمحمد سعيد

د پاچاهانو تر منځ توپير

د جاپان په سفر تللې استراليايي لومړۍ وزيره جوليا ګيلارډ  هغه وخت سخته حيرانه شوه، چې جاپاني پاچا اكي هېټو ورته د شاهي ماڼۍ په ځاى په خپل  كوچني كور كې ښه راغلاست ووايه. ويل كيږي، چې جاپاني باچا په شاهي ماڼۍ كې  د برېښنا  د زيات لګښت له امله لومړۍ وزيره خپل كوچني  استوګنځي ته د ميلمستيا لپاره  وبلله. په جاپان كې د څونامي طوفان او سختي زلزلې  له راتګه راهيسې په ټول هېواد كې برېښنا نشته او يا لږ ده. په جاپان كې اتو

22.06.2011 نورمحمد سعيد

دا نړۍ ده

د نړۍ د ۸۶ هېوادونو له ۹۱ زره او ۵۰۰ تنو څخه يوه پوښتنه وشوه، چې د اداري فساد په اړه څه  فكر كوي؟ دغه پوښتنه  د غير دولتي موسسې  ټرانسپرنسې انټرنېشنل د ۲۰۱۰ م كال  د رپوټ چمتو كولو لپاره وشوه. په ځواب كې له هرو لسو تنو څخه شپږو تنو  په ټينګار سره وويل، چې په تېرو دريو كلنو كې اداري فساد ډېر شوى دى. رپوټ وايي له

21.06.2011 نورمحمد سعيد

دوه مېرمنې

ليكوال: نورمحمد سعيد   د جون د مياشتې نولسمه نيټه د دوو ښځو په ژوند كې ډېره مهمه ورځ ده. مهمه څه ، چې د دواړو د مړينې ورځ ده. دوى دواړو له يوې بلې ډېر لرې ژوند تېر كړ، خو د مړيني د نيټې د يوالي تر څنګ يې په يوه ځاى د يادولو ځينې نور سببونه هم شته. يوه وجه، چ

20.06.2011 نورمحمد سعيد

مرسته

  مرسته نورمحمد سعيد   يوچا دروازه وډبوله، د كور څښتن ورغى، ور خلاصه يې  كړه. دروازې ته يوه ډله خلك ولاړ وو. د كور څښتن پوښتنه ځينې وكړه، خير خو به وي ؟ - څه غواړئ ؟ د خلكو له ډلي نه يوه ور غبرګه كړه، هو ! - خير دى موږ په خپل ښارګوټي كې د لامبو ډنډ جوړوو. د دې لپاره ستاسو مرستي ته اړتيا ده. د كور څښتن كوټې ته ننوت او چ

09.06.2011 نورمحمد سعيد

غريب سړى

  نورمحمد سعيد     ځينې خبرې رښتيا

02.06.2011 نورمحمد سعيد

عجيبه سكه

نورمحمد سعيد د هغي  سيكې كېسه، چې له امله يې د ناور  پر غاړه اباد كلى له يوې عجپبه پېښې سره مخ شو داسې ده،  چې وايي يوه نابلده سړي يوه ورځ دې  كلي ته ورغى. دسړي په لاس كې يوه ګرده  اوسپنيزه ټوټه وه، چې د باچا ښاېسته انځور پرې توږ

01.06.2011 نورمحمد سعيد

څلور ښاپېرۍ

څلور ښاپيرۍ   ژباړه : نورمحمد سعيد   د پخوا وختونو خبره ده، چې په يوه كلي كې يو ډېر لټ سړى اوسيدۀ. ده كار او روزګار كول نه غوښتل. دغه وجه وه، چې دا سړى به تل د پېسو لپاره  نورو ته اړ  و.

31.05.2011 نورمحمد سعيد

علم ګل سحر دخپل چاپيريال انځور ګر

نورمحمد سعيد     دانساني فكر په جوړښت  كې يو ډېر مهم عنصر د  ټولني د تفكر عمومي څرنګوالى دى. هر انسان له خپل شاو خوا چاپيريال نه متاثر كيږي  او د ليك لوست او ليدو اوريدو په مټ

30.05.2011 نورمحمد سعيد

د طلاق پايلې او تاريخچه

د طلاق پايلې او تاريخچه نورمحمد سعيد   كه څه هم په لرغوني يونان كې د مصري، چينايي، رومي  او نورو مدنيتونو په څېر طلاق وركول دود و، خو په لسمه ميلادي پيړۍ كې عيسوي كليسا په طلاق وركولو بنديز ولګاوه. ويل كيږي، چې اتم هنري لومړى وار له انګليس كلېسا وغوښتل، چې واده يې فسخ كړي. له دې وروسته سوكه، سوكه په ار

28.05.2011 نورمحمد سعيد

د ډيلي تخت هېرومه............

د ډهيلي تخت هېرومه يو ژور او هنري نظر نورمحمد سعيد     د رپورتاژ كلمه له فرانسوي ژبي نه اخستل شوې ده، چې مفهوم ي

24.05.2011 نورمحمد سعيد

دا هنر نه دى

د نورو په څېر دا پښتو متل، چې وايي: خپله خوله هم كلا ده او هم بلا، ډېر ارزښتناك دى. له خولې وتلي تورې رښتيا هم كله  د سړي په مخ تړلې لارې خلاصوي او كله بيا سړى په لانجو اړوي.  ځنې زورور داسې هم شته، چې د خاموشۍ په ګټورتيا باندې په ساعتونو ساعتونو غږيږي. بده يي لا دا، چې د نورو بيا له سره نه اوري. په ليكوالۍ كې هم ورته حالت دى. ځنې دوستان هر هغه څه ليكي، چې په سر كې يي  ور ګرځي. پايله دا شوه، چې اوس ډېر ياران زموږ ادبي ليكنې تشې دلفاظۍ ټولګې بولي

07.05.2011 نورمحمد سعيد

سادګي يعنى ؟؟؟؟؟؟

ځينې دوستان داسې فكر كوي، چې ساده شعر هغه وي، چې  سمدستي پرې د هرچا سر خلاص شي. د دې نظر مخالفين بيا وايي، چې د عادي ذوق په څښتنانو اثر كونكى شعر ساده نه وي، بلكې عاميانه وي. دوى داسې دليل وايي، چې له يوه عاميانه شعر نه د ځانګړي ذوق څښتنان خوند نه شي اخستلاى. په ورته توګه د يوه داسې شعر، چې كه څه هم د جوړښت له پلوه ساده وي، خو د محتوا له اړخه داسې پيچلى وي، چې له ځينو پرته د ډېرى د پوهيدو له بريده بهر وي، هم  د هر چا لپاره د خوند اخېستو جوګه نشي كيداى. په همدې حساب سره د شعر ډېرى ك

05.05.2011 نورمحمد سعيد

د سكې بل مخ

د مئ د مياشتې درېمه نيټه په ټوله نړۍ كې د رسنيو د ازادۍ د ورځي په توګه نمانځل كيږي. مقصد دادى، چې  په يوه خوله د ژورناليزم په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې كولو غوښتنه وشي. په نوره نړۍ كې د دې كار لپاره ډېري هلې ځلې كيږي او اوسمهال د نړيوالو رسنيو په وړاندي پراته خنډونه تر ډېره بريده لرې شوي هم دي، خو په دې سيمه كې لا هم ژورناليزم له بې شمېره ستونزو سره مخ دى. سږ كال هم د دې ورځې په مناسبت وويل شو، چې د اسيا وچي د سږ كال په اوږدو كې هم د ژورنالېستانو په وړاندې د پرتو ستونزو له امله  پ

04.05.2011 نورمحمد سعيد

اوږده كېسه

نورمحمد سعيد د څرخي پله له لښكر كوټ نه د داود خان تر ماڼۍ پورې لار لنډه ده،  خو درانه ټي څلور پنځوس او پنځه پنځوس ډوله روسي ټانكونه د يابو ګانو په رفتار تګ كوي، ځكه يې ښه ډېر ځنډ ونيو. د ټانكونو د دغه كوچني كاروان سرمير هم د جګړن د كچي پوځي و. جګړن وطنجار، چې د ټانكونو د بريد ګر ټيم مشر و، په خوب كې به يې هم د داسې مهمو پوځي عملياتو د ترسره كولو په اړه نه و ليدلي. بريد ګر تر دې حده وارخطا وو، چې وايي په ټان

28.04.2011 نورمحمد سعيد

صفر جمع صفر

دلته خو د خوږ ژبي شاعر جلال امرخيل په خبره  یوازې تا ته مې شاعر احساس سلګۍ نه وهيګرانې پر سر باندې مې پروت د وطن غم هم دی او دا هم د منلو ده، چې وطن رښتيا هم له بې شمېره غمونو ډك دى. غمونه هم داسې، چ

25.04.2011 نورمحمد سعيد

ستاسي نوم ؟؟؟؟؟؟

وتلى ساينسپوه تهامس ايډېسن يوه ورځ د ټكټ اخېستو لپاره په كتار كې ولاړ و. كله، چې يي وار راورسيد او ټكټ پلورونكي ورنه د نوم پوښتنه وكړه، نو اېډېسن له وارخطايۍ خپل نوم هېر كړ. ويل كيږي، چې ايډېسن خورا هيرجن سړى و. له ښه څنډ وروسته يي هم خپل نوم ياد نه شو، نو شاته يې مخ واړاوه او له شاته ولاړ سړي نه يې وپوښتل : ښاغليه ! كولاى شې زما نوم راياد كړې؟؟؟ سړي ځواب وركړ: هو ولي نه ! تاسو ښاغلى تهامس ايډېسن ياست

23.04.2011 نورمحمد سعيد

ادب يعنى څه؟

نورمحمد سعيد له يوه ځېرك شاعر نه پوښتنه وشوه، چې تخيل څه ته وايي؟ هغه ځواب وركړ؛ تخيل د هغه قوت نوم دى، چې د مشاهدې او تجربې په مټ په انساني ذهن كې د معلوماتو راټولې  شوې ذخيرې ته  يوه نوي بڼه  وركوي او بيا يې  په داسې ښاېستوكو تورو بيانوي، چې له عادي بيان نه يو څه بيل او  يا  بيخي جلا وي. د دې ځواب په پاى كې ځېرك شاعر خبره يو څه &n

21.04.2011 نورمحمد سعيد

د دستار سړي

دا له شك او شبې وتلې ده، چې شاعري يوازې دهغه چار كار دى، چې  وړتيا يي لري.  په دې معنى، چې دا يو خالص فطري استعداد دى، نه داسې كوم څه، چې په رياضت سره ترلاسه شي. ممكن داسې دليل وويل شي، چې په زده كولو سره هرڅه زده كيږي، خو بيا هم بايد وويل شي، چې شاعري له دې حساب نه وتلى كار دى. كه د يو چا ميلان نه وي، نو دهغه لپاره د فټبال لوبه زده كول هم ډېر ستونځمن كار وي، خو هغه څوك، چې شوق يي لري د شطرنج غوندې پيچلې لوبه هم په اسانۍ زده كوي. د شاعرۍ

19.04.2011 نورمحمد سعيد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more