د نورمحمد سعيد لخوا خپرې شوې لیکنې
سانګې
د دې خلکو په هجوم کې آ سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه آ چې خـړ څادریې تاودی آ چې زېړ زبېښلی ناست دی آ چې آس له نظرتېرکړي هـرې سانګې ته په ځیرشي بې اختیاره یې خوله ښورې څه ساړه اسوېلي کاږې نن دسانګو په میدان کې دوه ډولونه دي درزېـږي آ سپین ږېري ته لـږ ځیرشه په شېـبو کې محوه کېږي هغه تېـر وخت ورپه یاد شي چې په سور آس
د نثر ليكلو هنر|، څو خبرې
زموږ ډېر ليكوال دوستان د لوستونكيو د نه شتون شكايت كوي. سړى نه پوهيږي، چې دا خبره به څومره رښتيا وي. وجه يې داده، چې دم ګړۍ زموږ په وطن كې داسې كومه وسيله نشته، چې د كتاب لوستونكيو كره شمېره په لاس راكړي، خو يوه خبره، چې په بشپړ باور سره كيداى شي داده، چې كتابونه ښه ډېر چاپيږي. د هر يوه ليك
زما برخه
زما برخه دتالا چمن په غېږ کې یوه تالا ترغه جونګړه په لرګو او خټو جوړه د ړي وړي خړه پړه
د بنګله ديش د ملي شاعر د ژوند يوه پاڼه
قاضی نذر الاسلام 1898-1976 ليكوال: نورمحمد سعيد
خبره
خبره د يوه نړيوال شاهكار يوه برخه ژباړه : نورمحمد سعيد ما وويل، “ ګرانې ! همدا اوس يې وخت دى چې له مور سره دې وغږيږم. “ هغې په ژړا وويل نه!
ماتهائې مړه شوه
ماتهائې مړه شوه د چاپيريال ساتنې له ډېرو فعالو نړيوالو كاركونكو څخه يوه پروفېسور وانگاری ماتھائي، چې د كينيا اوسيدونكې وه تېره شپه مړه شوه . رويټرز خبري اژانس د كينيا هېواد د رسنيو له قوله ويلي، چې ماتهايې د سرطان د ورپېښې ناروغۍ له امله د نيروبي په روغتون كې ساه وركړه. ماتهايې ته د چاپيريال ساتنې په برخه
وخته راسره شه- راسره شه، چې ناوخته دى
غزل ستورو نه ګيله كوم ډېوه راته ولاړه ده
ژړا هنر نه بلل كېږي
ژړا هنر نه بلل كېږي ليكوال: نورمحمد سعيد د يوه ملګري دفتر ته ورغلم، په ميز يې د نورو شيانو تر څنګ يوه شعري ټولګه هم پرته وه. په كتاب پرتو دوړو په چيغو ويل چې دا كتاب له مودو راهيسې چا نه دى ور پورته كړى، راپورته مې كړ. د كتاب د لو
فرهنګپالو ته يو وړانديز
فرهنګپالو ته يو وړانديز ليكوال: نورمحمد سعيد د هندوستان د شمال لويديځ راجستان ايالت مركزي ښار جېپور نومېږي. د دې ښار نفوس په رسمي توګه 3.9 مليونه ښودل شوى دى. دا ښار يو وخت د سيمې د شاهي كورنۍ او درباريانو استوګنځاى و، خو اوس د هند د سارايي ايالت مركز دى. دا ښار ۱۷۲۷ میلادي كال کې ودان شوى، خو ويل كيږي چې جېپور په ټول هند كې اوس هم د ښاري پلان درلودلو له پلوه ت
په ادب كې د رومانويت تحريك
په ادب كې د رومانويت تحريك / نورمحمد سعيد كه څه هم د ځينو په وينا د رومانتيسيزم( رومانويت) د پيل مهال د اتلسمي عيسوي پېړۍ وروستۍ نيمايي ده، خو په اروپا كې هم د دې تحريك د پيل په هكله په بشپړ باور سره څه ويل ډېر ګران كار دى. په دې هكله البته ډېر پ
د ويبلاګ د څښتن كارنامه
د دې لپاره، چې خپل ملګري تر تاثير لاندې راولي، په جاپان كې د هوايي چلند د كنټرول ادارې يوه كاركونكي د اوباما د هوايي سفر ټول جزيات په خپل ويبلاګ كې خپاره كړل.
ليك
ليكوال: نورمحمد سعيد د ښار او صنعتي سيمي تر منځ يي دغه پل ټك ته ورته دى. له پله وروسته د لويدېځ لورته د بې شمېره كارخانو يوه لړۍ ده، چې د بحر تر څنډو ويړه پرته ده. پل په يوه خوړ باندې جوړ شوى دى، چې د ټول ښار مرداري اوبه پكې بحر ته ځي.
د خوارانو استازي
د هندوستان د ګڼ نفوسه ايالت اترپردېش اعلى وزيره ماياوتي ((1956 د هندوانو د ټيټ توكم( دلت) د مليونونو خلكو استازې بلل كيږي. د دغه توكم خلك عموماً د نورو هندوستانيانو په پرتله ډېر خوار خلك دي. د ماياوتي په اړه د هندوستان ډېر خلك داسې فكر كوي، چې له خپل ولس سره ډېره خواخوږي لري.
پردېس اختر
غلی ګورم دپردېس سکڼي ماښام ته داخترزرين هيلال پکي ځليژي ورسره مي دلېموپه سره شفق کي رڼې اوښکي لکه ستوري دي پړکيژي بيادکلي داخترشپه راپه زړه شوه له نکريزوبه کاسه ډکه مورکۍ وه دغه کيڼ به يې راسورکوترمړونده راته جوړه په ښي لاس به يې چترۍ وه دهمزولي نازک لاس نازکي پښې به
د اوولسو پښتو كتابونو ليكوال تركستان
ليکوال: روښان يوسفزى ژباړه: نورمحمد سعيد لس كلن هلك، چې پال كتو
انا هزارې اعتصاب ختم كړ
هندي سياستوال انا هزارې د ډيلي په رام ليلا ميدان كې د نه خوړو ديارلس ورځنى اعتصاب پاى ته ورساوه. د ماشومانو له لاسه يي شات وخوړل او د ناريل اوبه يي وڅښلې. د اعتصاب له پاى
كوڅه ډب انګريزان
د برتانيې حكومت اعلان كړى، چې د هغې پېښې په اړه تحقيقات كوي، چې ويل كيږي د دې هېواد د كورنيو چارو پخواني وزير د خپل كور رنګولو لپاره له دوو تنو زندانيانو نه د مزدورانو په توګه كار اخېستى. په برتانيه كې د زندانونو د چارو مسئولين وايي د يوه پلان له مخې له ځينې زندانيانو څخه په ټولنيزو چارو كې د خدمت كولو كار اخ