غزل


ستورو نه ګيله كوم ډېوه راته ولاړه ده

سترګې خو دې نه دي آئينه راته ولاړه ده

 

څنګه به دا خپل وجود په ټولو باندې وويشم

داد وخت ذره ذره شېبه راته ولاړه ده

 

وخته راسره شه- راسره شه، چې ناوخته دى

هغه د بام سر كې لوپټه راته ولاړه ده

 

كوزې كړه زما له غاړې دواړه مستانه ليچې

وګوره راګوري زمانه راته ولاړه ده

 

زه يې په خبرو باندې مړ كړم ورته وګوره

دې جينۍ ته ووايه اوده راته ولاړه ده

 

وه باوره ستړى يم ورخيژم ورختى نه شم

داد ستورو پېغله پاس په غرۀ راته ولاړه ده


 شاعر : مصطفى باور