ماتهائې مړه شوه
د چاپيريال ساتنې له ډېرو فعالو نړيوالو كاركونكو څخه يوه پروفېسور وانگاری ماتھائي، چې د كينيا اوسيدونكې وه تېره شپه مړه شوه . رويټرز خبري اژانس د كينيا هېواد د رسنيو له قوله ويلي، چې ماتهايې د سرطان د ورپېښې ناروغۍ له امله د نيروبي په روغتون كې ساه وركړه.
ماتهايې ته د چاپيريال ساتنې په برخه كې د رغنده فعاليت له امله په ۲۰۰۴ م كال د نوبل جائزه وركړل شوې وه. مېرمن ماتهايې د شنې تړانګې په نوم د چاپيريال ساتنې د پوهاوي لپاره په ۱۹۷۷ م كال يو تحريك جوړ كړى و او دهغه مشري يې هم كوله.
مېرمن ماتهايې په ۱۹۴۰ كال زيږيدلې وه . د چاپيريال ساتنې له تحريك جوړولو وروسته يې د عامه پوهاوي لپاره او همدا ارز يې د ښې حكومتدارۍ لپاره ډېري ستړي ستونزې وګاللي. ويل كيږي، چې د تنظيم غړو يې له پيل نه تر اوسه پورې په ټوله افريقا كې ۴۰ مليونه ونې كرلي دي. ميرمن ماتهايې په اويايمه لسيزه كې په كينيا كې د سره صليب مشر توب هم كاوۀ. ماتهايي له ټولې افريقا او كينيا څخه لومړۍ ښځه وه، چې د نوبل جائزه يې وګټله.