خبره

د يوه نړيوال شاهكار يوه برخه

ژباړه : نورمحمد سعيد


ما وويل،
“ ګرانې !
همدا اوس يې  وخت دى
چې له مور سره دې وغږيږم. “
هغې په ژړا وويل
نه!

 مور خو مې وايې، چې نارينه دهوكه باز دي“
هغه دا هم وايي
“ هغه نجونې چې واده كولو ته يي بيړه وي، بيا ټول عمر ارمان كوي او لاسونه مروړي“
ما وويل
نو كه داسې وي، خوښه دې نه ده، چې له پلار سره دې خبرې وكړم ؟
هغې بيا هم په ژړا راغبرګه كړه.
“ نه !

په پلار خو زه داسې ګرانه يم، چې زما جدايي به په هيڅ حالت كې  ورته دزغملو نه وي.
كه له پلار سره مې په دې اړه وغږيدې
نو هرومرو درته انكار كوي.“
ما وويل
“نو ګرانې !
چې داسې ده
زه به څنګه خپله مينه ترلاسه كړم ؟
كه ستا مور
او ستا پلار
دومره ظالمان دي
نو زه خو به بې اجله ومرم“
هغې وويل
“ګرانه !
مرګى مه يادوه.
ماته ستا دژغورنې
يوه لار معلومه ده
كه زما موراو پلار مخالفين دي نوڅه وشول ؟
ته پخپله له ماسره خبره وكړه“