ژړا هنر نه بلل كېږي
ليكوال: نورمحمد سعيد
د يوه ملګري دفتر ته ورغلم، په ميز يې د نورو شيانو تر څنګ يوه شعري ټولګه هم پرته وه. په كتاب پرتو دوړو په چيغو ويل چې دا كتاب له مودو راهيسې چا نه دى ور پورته كړى، راپورته مې كړ. د كتاب د لومړۍ پاڼې په ګوټ كې د شاعر په خپل قلم ليكل شوي وو، په ادب مين ګران ملګري .... خان ته ډالۍ.
لاندې ترې د شاعر لاسليك او نيټه ليكل شوي وو. زړه مې پرې بد شو، ملګري ته مې وويل چې د خداى نيك بخته، كه نه دې لوست نه به دې ځينې اخست، چې بيا دې واخېست، نو داسې چا ته به دې وركړى و چې لوستى يې واى.
ښه ځنډ يې د عينكو تر شا راته كتل، وروسته يې په غوسه ناك انداز وويل: ته او خداى دا چټيات په دې ارزي چې سړى يې ولولي؟
ملګري ته مې ويل چې ته په هنر او ادب څه پوهيږې. د پېسو ګټل دې زده كړې دي او همدغه كار كوه. په هنر او ادب بايد هغه څوك نقد وكړي چې خپله يې هم د زړه په وينو د ادب او هنر په بڼ كې ګلان اوبه كړي وي. ملګري ته مې ځكه لاپې شاپې وكړې چې شاعر مې هم ملګرى و او په ځان مې يې دومره حق باله چې په غياب كې يې دفاع وكړم.
سړي مې ټولې خبرې په سړه سينه واوريدې. هيڅ يې هم ونه ويل، موسكى و او په پياله كې يې راته د چايو په اچولو ځان مصروف كړ.
وروسته مې په زړه كې يو پښتو متل په ډېر شدت را وګرځيد، چې وايي: خپله خوله هم كلا ده او هم بلا. د نورو په څېر دا متل هم ډېر ارزښتناك دى. له خولې وتلې خبره رښتيا هم كله د سړي په مخ تړلې دروازې خلاصوي او كله بيا سړى په لانجو اړوي.
ځينې زورور داسې هم شته چې د خاموشۍ په ګټورتيا به درته په ساعتونو غږيږي. بده يې لا دا چې د نورو بيا له سره نه اوري. په ليكوالۍ كې هم ورته حالت دى. ځينې دوستان هر هغه څه ليكي چې په سر كې يې ور ګرځي.
ځينې بيا يو مضمون ښى مخ او كله هم څټ مخ ليكي، نتيجه دا شوه چې اوس ډېر خلك زموږ ادبي ليكنې تشې د لفاظۍ ټولګې بولي. ځينې راباندې دا تور لګوي چې ګواكې په يووېشتمه پيړۍ كې هم موږ د كوه قاف د ښاپيرو الف ليلا داستانونه ليكو.
كه رښتيا ووايو دا خبرې كه ټولې رښتيا نه دي، نو تر ډېره پورې دروغ هم نه دي. تر څو چې موږ د نن د بشر په مسايلو د هغه په ژبه خبرې ونه كړو او هغه هم په داسې لهجه او تون، چې د انسان زړه مو هم ګرولى نه وي، او ترخه واقعيتونه مو هم دهغه په وړاندې ايښي وي، تر هغې به زموږ د ليدونكو، اوريدونكو او لوستونكو شمېر ورځ تر بلې همدغسي كميږي.
بله مهمه دا، چې اوس خلك په مسايلو باندې د ژړا په ځاى د هغو د حل لارې چارې لټول غواړي. كه موږ په حل نه غږيږو، نو د دې معنا دا ده چې موږ هم يوازې ژړا زده كړې ده او ژړا هنر نه بلل كيږي.