هندي سياستوال انا هزارې د ډيلي په رام ليلا ميدان كې د نه خوړو ديارلس ورځنى اعتصاب پاى ته ورساوه. د ماشومانو له لاسه يي شات وخوړل او د ناريل اوبه يي وڅښلې. د اعتصاب له پاى ته رسولو وروسته انا هزارې رسنيو ته وويل، چې د ده بريا د هر هندوستاني بريا ده.


ده زياته كړه، چې هندي رسنيو يي شپه ورځ ملګرتيا وكړه او همدا سبب و، چې د هندوستان پارلمان يي د ده غږ اورېدو ته مجبور كړ. ده وويل: هيڅ هم ناممكن نه دي او دا چې په تحريك كې يي ځوانانو ورسره ډېره مرسته وكړه.


د يادونې ده، چې د هندوستان حكومت د انا هزارې ټول شرطونه ومنل او د اداري فساد په ضد يي د ده درې مادې يي په  لوك پال نومي قرارداد كې شاملې كړې. هندي ټيلويزون په يوه راپور كې وويل، چې انا هزارې به روغتون ته د درملنې لپاره يوړل شي.


انا هزارې په هندوستان كې د اداري فساد په ضد له تېرو ديارلسو ورځو راهيسې د نه خوړو اعتصاب كړى و. د نه خوړو له امله د هزارې وزن  اووه كلو كم شوى دى. ډاكټرانو ده ته په روغتون كې د داخلې مشوره وركړې وه، خو هزارې په خپل هوډ كلك ولاړ و.  

د انا هزارې په اړه د بشپړ معلومات لپاره وګورئ

 

http://mazdegar.bloguna.tolafghan.com/posts/16409