د برتانيې حكومت اعلان كړى، چې د هغې پېښې په اړه تحقيقات كوي، چې ويل كيږي د دې هېواد  د كورنيو چارو پخواني وزير د خپل كور رنګولو لپاره له دوو تنو زندانيانو نه د مزدورانو په توګه كار اخېستى.

 

 په برتانيه كې د زندانونو د چارو مسئولين وايي د يوه پلان له مخې له ځينې زندانيانو څخه په ټولنيزو چارو كې د خدمت كولو كار اخېستل كيداى ش، خو د وزېر (جيكي سميت) په كور كې دوه ورځي په زندانيانو د يوې كوټې د رنګولو لپاره د عدليې له وزارت سره هيڅ سلا مشوره نه ده شوې.

 

 پخوانى وزېر بيا له خپل دې اقدام څخه دفاع كوي او وايي:  چې هاغه وخت  بل داسې هيڅ كار نه و، چې زندانيانو كړى واى.

 

 له همدې برتانيې څخه په عين وخت په يوه بل خبري راپور كې ويل شوي دي، چې په دې شتمن هېواد كې د كوڅه ډب ځوانانو شمېر يو مليون تنو ته رسيدونكى دى.

 

 د برتانوي حكومت د تدريس شعبې په يوه جاري شوي احصاييه كې ويل شوي دي، چې د سږ كال تر نيمايي پورې د داسې ځوانانو شمېر، چې نه زده كړې كوي او نه هم كوم روزګار،  تر ۹۷۹۰۰۰ تنو پورې رسيدلى دى.

 

 دغه راپور زياتوي، چې د مختلفو سببونو له امله  ځوانان ښوونځي پرېږدي او هيڅ  كار كسب هم نه كوي.

 

 دا عجيبه ده، چې د همدې حكومت د ښوونې او روزنې وزير بيا وايي:  موږ هڅه كوو، چې ځوانان كار، روزګار كولو ته تشويق كړو. دى وايي موږ داسې اقدامات كوو، چې په مټ به يي په ځوانانو كې د مسووليت احساس پيدا شي، د ټولنې عزت او وقار به ډېر شي او ..........شايد د ټولي نړۍ وزيران هم يو ډول وي، خبرې، فكر او عمل  يي هم يو شان او عام  خلك او ناخوالې يي  هم يو ډول.