نورمحمد سعيد
د ليبيا په مركز طرابلس كې د ولسمشرۍ دماڼۍ په خواوشا كې خونړۍ جګړه روانه ده. اوس د قذافي مخالف ځواكونه وايي، چې د ښار په ځينو برخو كې لا هم د دوى په ضد د قذافي پلوي ځواكونه مقاومت كوي. تېره ورځ ناوخته د قذافي مخالفين د زيلتان او مصراته سيمو له لاندې كولو وروسته د ناټو په مرسته د بحر له لارې مركز طرابلس ته ننوتل.
هلته په بن غازي ښار كې، چې دقذافي مخالفينو مركز بلل كيږي، خلك سړكونو ته راوتلي دي او د قذافي رژيم د پرځيدو جشن نمانځي. د قذافي مخالفين ادعا كوي، چې د معمرالقذافي يو زوى، چې محمد نوميږي او د ولسمشرد ساتونكو قوماندان ورته تسليم شوي دي او بل زوى يي سيف الاسلام نوميږي دوى نيولى دى.
پخپله د قذافي په هكله ويل كيږي، چې تر اوسه پورې نه دى نيول شوى او په يوه غږيز پيغام كې يي له خلكو غوښتي دي، چې د غدارانو په ضد دي د مركز طرابلس د ساتنې لپاره پاڅون وكړي. . دولتي ټيلويزن يو غږيز پيغام خپور كړ، چې پكې معمر القذافي د طرابلس له ښاريانو وغوښتل، چې د ياغيانو په ضد پاڅون وكړي. قذافي په خپل پيغام كې ادعا وكړه، چې د ده غږ په ژوندۍ بڼه خپريږي او د خپلي ادعا د رښتېنولې لپاره يي په خپل پيغام كې د وخت او نيټې يادونه هم وكړه.
دليبيا دولتي ټيلويزن د حكومت د ويندوى موسى ابراهيم له قوله وويل، چې حكومت سمدستي مذاكراتو ته چمتو دى. د ويندوى موسى ابراهيم په وينا قذافي غواړي د موقت كونسل له مشرتابه سره مخامخ خبرې وكړي. همدا راز ويندوى وويل: قذافي له ناټو غوښتي، چې مخالفين په مركز طرابلس باندې له حمله كولو منع كړي.
بله خوا د موقت كونسل مشر بيا وايي، چې كه معمر القذافي له واك څخه د لاس په سر كيدو اعلان وكړي، نو دوى اوس هم اور بند كولو ته تيار دي، خو داسې شكاري، چې اوبه له ورخه تېري دي. د طرابلس څنډو ته د مخالفينو له رسيدو وروسته تر اوسه پورې، چې نژدې څلروېشت ساعتونه تېر دي لږ تر لږه ديارلس سوه تنه ليبيايان وژل شوي دي.
په دې جګړو كې، چې د قذافي مخالفين وايي د ناټو مرسته هم ورسره مله ده، نژدې پنځه زره تنه ټپيان ښودل كيږي او خبريالان دا ويره هم څرګندي، چې كيداى شي د سر زيان تر دې هم زيات وي.
د امريكا د متحده ايالاتو ولسمشر بارك اوباما هم په يوه ليكلي پيغام كې وويل، چې د د قذافي حكومت ورستۍ سلګۍ وهي او دا چې جابر قذافي تلونى دى. اوباما په خپل پيغام كې د امريكا له خوا په ليبيا كې د خلكو او جمهوريت د ساتنې لپاره د كار كولو د ډاډ وركولو تر څنګ د ليبيا له موقت كونسل څخه هم وغوښتل، چې په دغه هېواد كې دي د بشري او جمهوري ارزښتونو درناوى وكړي.
په برتانيه كې هم د يكشنبې په ورځ د صدراعظم ډيوډ كامرون له دفتر څخه په يوه جاري شوې اعلاميه كې وويل شو، چې( د قذافي د واكمنۍ د پاى وخت رالنډ شوى دى). په دغه اعلاميه كې ويل شوي دي، چې قذافي د خپل هېواد خلك ډېر وځورول او نور بايد دغه لړۍ ختمه شي. هلته ناټو هم ويلي دي، چې د قذافي رژيم ټوټه- ټوټه شوى دى، فرانسوي جمهور رئيس سركوزي هم ويلي، چې د ياغيانو په برياليتوب كې هيڅ شك نه شته، خو پخپله قذافي دغه ټولي خبرې ردوي او وايي، چې مخالفين د موږكانو په څېر په تېښته دي.
د سږ كال د مارچ په مياشت كې په بن غازي ښار باندې د ليبيا د هوايي ځواك له سختو بمباريو وروسته ناټو چارواكي په دې سلا شول، چې د قذافي د ځواك كمولو لپاره بايد د ليبيا په پوځي مركزونو هوايي بريدونه وشي. د فرانسې الوتكو سږ كال د مارچ په نولسمه ورځ د قذافي د پلوي ځواكونو په يوه كاروان بمبار وكړ او بيا تر اوسه پورې د ناټو جيټ الوتكو په پرله پسې توګه د قذافي هوايي او ځمكني پوځونه وځپل.
ويل كيږي، چې طرابلس ته دننوتو په وخت هم د قذافي له مخالفينو سره د ناټو مرسته مله وه او احتمال شته، چې په بشپړه توګه د قذافي د حكومت تر ړنګيدو پورې به دا مرتسې دوام وكړي، خو پوښتنه داده، چې له دې وروسته به څه كيږي؟
كه د ناټو ملګرتيا يوازې د قدافي تر پرځولو پورې وي، نو دا كار خو ممكن وشي، خو په داسې حال كې، چې د پوځ په ګډون د ليبيا ټول نظام د ړنګيدو په حال كې دى د دې هېواد د راتلونكې په اړه ډېر څه نه ويل كيږي. سبا سهار به د طرابلس اداره څوك چلوي ، په دې اړه د ناټو په ګډون ټول ښكيل اړخونه پټه خوله دي، چې دا چوپتيا پخپله د يوه راتلونكي توپان وړاندوينه ده.
په دې ټول شور ماشور كې د ليبيا لپاره د برتانيې د پخواني سقير اوليور مايلز خبره د توجه وړ ده، چې وايي د قذافي مخالفينو له وخته وړاندې په مركز طرابلس باندې يرغل وكړ، چې مانا يي ده نوره وينه تويدنه.