ژباړه: نورمحمد سعيد
                                                                                      

نن سبا د هندوستان او سيمي په رسنيو كې د انا هزارې نوم ډېر اورېدل كيږي. هزارې هندى سياستوال دى، چې د اداري فساد په ضد د مبارزې په لړ كې د خپل هېواد د حكومت لپاره يو سر خوږى دى. د نوموړي جنجالي سياستوال د ژوند يوه پاڼه مو په دې هيله پښتو كړه، چې خداى( ج) دي وكړي دلته هم د يو چا  داسې( ليونتوب) ته پام شي. ژباړن

د بهينګررياست سيمه د مهاراشټر ايالت له زرګونو كليوالو سيمو څخه يوه ده. په همدې بهينګر كلي كې څلور اويا كله مخكې د يوه بزګر كره بابو راو هزارې  وزيږيد. ايله تر اوومې  ټولګۍ پورې يي تعليم وكړ.

 د بيوزلۍ له لاسه يي  يوه بل  څېرمه كلي رالیگان سدھی ته كډه يوړه. هلته يي بزګري كوله او بيا وروسته بمبئۍ ته ولاړ او په د ادر سيمه كې يي ګلونه خرڅول.

د هندوستان او چين تر منځ د ۱۹۶۲ كال له جګړې وروسته د هندي پوځ لپاره د جذب او جلب لړۍ پيل شوه او بابو راو هم په پوځ كې د موټروان په توګه شامل شو. دغه وخت و، چې لومړى ځل يي له خپل ايالت  مهاراشټر څخه د باندې نړۍ وليدله.

له پاكستان سره د خپل هېواد د جګړې په وخت بابو راو د كيم په حوضه كې و، چې ټول ملګري يي ووژل شوو. بابو راو هم په ورانه كې د مرمۍ لګيدو له امله ټپي شو. د جګړې له پاى ته رسيدو سره سم بابو راو كلي ته په لاره و، چې د نوي ډيلي د اورګاډي په اسټېشن يي د سوامی ووک آنند كتاب راونيو.

 د كتاب مطالعې بابو راو د ژوند مقصد ته متوجه كړ، چې  په نوموړي كتاب كې د بشريت لپاره د خير ښېګړې كار په ګوته شوۍ و.

بابو راو پرېكړه وكړه، چې له پوځ نه استعفى وركړي او د خير ښېګړې كارونو ته ملا وتړي، خو له حساب كولو وروسته يي سر خلاض شو، چې كه سمدستي پوځ پرېږدي، نو يوه پېسه به هم پيدا نه كړي.

 له تقاعد نه وروسته د پنشن( له تقاعد نه وروسته معاش) د ترلاسه كولو لپاره بايد بابو راو پنځلس كاله انتظار كړى واى، ځكه نو بابو راو د دوولسو كلونو لپاره د پوځ پرېښودو خيال له زړه واېست.

 هر كال به يي دوه مياشتې كلنۍ رخصتي په خپل كلي  رالگیان سدھی كې تېروله. د كلي د خلكو ګزاره يي په للمه فصلونو وه، كه باران به وشو، نو ښه تر ښه، كه وچكالي به وه، نو په لوږه تنده به تېرېده.

بابو راو له تقاعد نه  وروسته فكر كاوه، چې كه په كلي كې يي د اوبو د لږوالي ستونزه هواره شي، نو پاتې نورې مسئلې  هم حل كيداى شي.

 د سسواد په سيمه كې يي د اوبو لګولو د چارو له يوه ماهر ولاس راؤ سولنکی سره په دې اړه خبرې وكړي. له دې وروسته يي له خپلو كليوالو سره هم  په دې اړه مشوره وكړه او په دې توګه يي په خپل كلي كې د باراني اوبو د هر يوه څاڅكي د خوندې كولو لپاره په كار پيل وكړ.

نن سبا په ټول هندوستان كې د راليګان سدهي كلى د خپلو اوسيدونكو تر منځ د يو والي او خواريكښتوب له امله د يوه پرمختللي كلي د بيلګې په توګه ياديږي.

 د اوبو د ذخېره كولو او په احتياط يي د كارولو له امله د كلي د شاوخوا درې نيم سوه هيكتاره كرنيزې ځمكي د دې په ځاى، چې په كال كې به يو ځل پرې كرونده كيده، اوس نژدې يونيم زر هيكټاره ځمكه په كال كې دوه ځله كرل كيږي.

 كليوالو له خپلو څارويو څخه درې سوه ليټره شيدې تر لاسه كولې، خو اوس دا مقدارپه  ورځ كې څلور زره ليټرو ته  رسيدلى دى، چې كليوال يي له خرڅلاو، څخه هر كال نژدې پنځلس مليونه روپۍ تر لاسه كوي.

له دې عايد نه يو مليون روپۍ د يوه ښوونځي، ليليې او لوبغالي د ودانولو لپاره ځانګړي شوي. په ټول كلي كې يو دكاندار هم سګريټ يا شراب نه خرڅوي. د دې كلي خلك به پخوا د مزدورۍ لپاره په خاص موسم كې  نورو سيمو ته تلل، خو اوس له نورو سيمو څخه د دوى كلي ته خلك په مزدوري پسې راځي.

په همدې موده كې د راليګان سدهي كلي اوسيدونكو كليوالي جرګه( پنچائت) د مصرف كونكو كوپراتيف، د لبنياتو كوپراتيف، تعليمي ټولنه او د ښځو سازمان غوندې تنظيمونه جوړ كړل. دې حالت ته په كتو د نوموړي كلي په شاوخوا كې د  ابادو څلورو نورو كليو اوسيدونكو هم ورته اقدامات وكړل.

اوس  په ټول مهاراشټر ايالت كې نژدې پنځوس كلي د بابو راو د كلي راليګان سيدهي د اوسيدونكو په پله روان دي او د نوموړي كلي د اوسيدونكو  په  تجربو څلورو كسانو پي ايچ ډي تر لاسه كړې. د كلي د دې حالت كتو لپاره هر كال زرګونه سيلانيان راځي او له دوى نه تر لاسه كيدونكى عايد هم د كليوالوشتمني  زياتوي.

بابو راو هزارې خپلو كليوالو ته يو څو اسانه مشورې وركړي.

لومړى: د مهاتما ګاندهي دا مفكوره اوس هم ژوندۍ ده، چې وايي هندوستان د يوه كلي نوم دى. تاسو كلى سم او په ځان بسيا كړئ، هېواد به مو پخپله سم او په ځان بسيا شي.

دويم: داوبو لپاره په خپلو امكاناتو تكيه وكړئ. په بندونو  ډېر باور مه كوئ، ځكه بند به يوه ورځ له خاورو ډك شي، خو كه له خاورو لاندې اوبه په ځېركتيا سره استعمال كړئ، نو هيڅ كله به  ختمي نه شي.

دريم: كه پرمختګ كول غواړئ، نو دحكومت انتظار مه كوئ، ځكه دغه لار نه يوازې دا، چې ډېره اوږده ده، بلكې د اداري فساد په دوړو هم پټه ده. خپل وسايل مو عصري كړئ او په ځان يي مصرف كړئ.

 

د اداري فساد په ضد انا هزارې د  بھرشټا چار وردودھی جن آندولن نومي يو تحريك په ۱۹۹۰ م ز كل تاسيس كړ.  هندي حكومت بابو راو هزارې ته د پدم شري نښان وركړ، خو بابو راو تر خپل كلي پورې  د محدود پاتې كيدو په ځاى له خپلې فلسفې سره بهر ته ووت.

 د خپل تحريك له لاري يي په مهاراشټر ايالت كې د پرمختګ په نوم د مليونونو روپو د غاصيبينو په ضد د مبارزې جنډه پورته ورپوله. په لومړي سر كې د ځنګلونو د شعبې هغه څلور څلوېښت افسران د بابو راو د مبارزي ښكار شول، چې د ځنګلونو د ساتنې له پانګي نه يي مليونونه روپۍ خپلو جيبونو ته رسولي وي.

په دې مسئله كې يو ايالتي وزير هم لاس درلود، ځكه نو حكومت په ثبوتونو سربېره هم  خبره  بابېزه وګڼله. بابو راو د احتجاج په توګه د پدم شري نښان حكومت ته بېرته وركړ او تر مرګه يي د نه خوړلو په اعتصاب  پيل وكړ.

زرګونه خلك او په خاص ډول ځوانان له بابو راو سره ملګري شول او په نتېجه كې  د مهاراشټر له حكومت څخه د شپږ تنه وزيرانو په ګډون څلور سوه تنه كاركونكي وشړل شول.

له نولس سوه پنځه نوې نه تر نولس سوه اته نوې پورې د نوموړي ايالت په بانكونو، كوپراتيفي او پور وركونكو ادارو  كې د اداري فساد په ضد د مبارزې په لړ كې بابو راو د دريو مېاشتو لپاره بندي هم شو. د دې تحريك نتيجه وه، چې په فساد كې له لاس لرونكو چارواكو څخه يو سل او پنځوس مليونه روپۍ، چې د بډو رشوتونو له لارې يي غلا كړي وي بېرته واخېستل شوي او داسې نوري  څلور سوه مليونه په ګوته شوي.

له نولس سوه اووه نويم نه راهيسې بابو راو د مهاراشټر په حكومت فشار اچوي، چې بايد داسې قانون جوړ كړي، چې له مخې يي عام ولس وكولاى شي د حكومت د هر پرمختګ په هكله اطلاعاتو ته لاس رسى ولري.

كله، چې په دې اړه تر شپږو كلونو پورې چارواكو غوږ ونه ګراوه، نو بابو راو د ممبئۍ په ازاد ميدان كې له زرګونو ځوانانو سره تر مرګه پورې د نه خوړو اعتصاب ته كښېناست، دوولسمه ورځ د اطلاعاتو د حق قانون تصويب شو او بيا دووه كاله وروسته نوموړى قانون په ټول هندوستان كې نافذ العمل شو.

بابو راو هزارې په دوه زره او يولسم كال كې د اداري فساد د احتساب لپاره په مركز او ايالتونو كې د محتسب ادارو ته دلا زيات واك وركولو لپاره تر مرګه پورې د نه خوړو اعتصاب وكړ. په هند كې لكونه خلك سړكونو ته راووتل او دمن موهن سنګ حكومت اړ شو، چې جن لوک پال نومي قرارداد  منظور كړي.

 نن يو ځل بيا  بابو راو او د هندوستان حكومت د اداري فساد په ضد د قوانيونو د لا سختولو په لړ كې يو له يوه بل سره مخامخ دي. بابو راو هزارې واده نه دى كړى. په بانك كې اته شپيته زره، شپږ سوه اته شپيته روپۍ شتمني لري او هو رښتيا په كلي كې يي له پنځه هيكتاره لږ كمه ځمكه هم شته.

له بي بي سي اردو نه په مننه