يو وتلى برتانوي ساينسپوه وايي فېسبوك او ټوېټر غوندې ټولنيزو ويبپاڼو د انسانانو يوه بله ډله جوړه كړه. وايي دغه ډله د جنون تر حده په خپل ځان كې ورك دي.

 

نوموړى ساينسپوه وايي د فېسبوكيانو د ډلې خلك په خپل آند او دريځ هم تر ډېري لنډې مودې پورې ولاړ وي. وايي دوى د ماشومانو غوندې د خپل ځان په باب د نورو په فكر خبرېدو ته ليوال وي.

 

دغه ساينسپوه پروفيسر بېرونس ګرين نوميږي او دبرتانيې په معتبره تعليمي اداره اكسفورډ كې ښوونكى دى. دى زياتوي، چې په پرله پسې توګه  د ټولنيزو ويبپاڼو كارونكي خلك د پيژندګلوۍ له بحران سره مخ كيږي.

 

ويل كيږي، چې دغه ډله خلك د ماشوم په څېر تل ځانته  د نورو توجه غواړي، داسې لكه ماشوم، چې وايي: مورې،  وګوره څنګه كار مې وكړ!

 

د پروفيسر ګرين په وينا د انټرنيټ وسيله پيداشوې ملګرتياوې او كمپيوټري لوبې د انسان په دهني بيا رغونه كې رغنده رول لري او په همدې بنسټ يوه خوا  د داسې خلكو د تمركز كولو وړتيا له منځه ځي او بل پلو ته د سمدستي ډاډ تر لاسه كولو جذبه پكې پيدا كيږي.

 

دى وايي فيسبوكيان خپل ځينې غير غږيزې وړتياوې هم له لاسه وركوي، لكه د خبرو په وخت مقابل ته مخامخ كتل او داسې نور...

 

پروفيسر ګرين وايي د ټويټر په اړه ځكه  ډېر اندېښمن دى، چې په دې كې هر څه مصنوعي دي، خو په افغانستان كې بيا د سياسي مفكورو، كاليو د فېشن او ان د ناستې پاستې د پرديو تقليدونو  په څېر فېسبوك هم  په يوه وار د وبا په څېر خپور شوى.

 

تر هغې، چې دافغانانو خپل زړونه ځنې ماړه شوي نه وي، ګمان نشې، چې  څوك دي په داسې نصيحتونو پسې سر وګرځوي او  وچ په وچه دې د فېسبوك بانډارونه پرېږدي، خو بيا هم بايد لږ تر لږه دې ته پام وشي، چې كه فېسبوك پردى دى، سرونه او پكې مازغه خو مو خپل دي.