نورمحمد سعيد
د برتانيې په يوه ورځپاڼه( دي ميل) كې د يوې سروې نتايج خپاره شوي، چې وايي ښځې هره ورځ پنځه ساعته وخت په بې مقصده خبرو اترو او بانډارونو تېروي.
ورځپاڼه زياتوي، چې د نارينه وو لږ خبرې كول حيرانونكى كار نه دى. وايي په اوسط ډول هره يوه عادي ښځه د خپل ورځني ژوند نژدې ۲۹۸ دقيقې په داسې خبرو كولو تېروي، چې هيڅ مقصد هم نه لري.
وايي په دې ډله كې هغه ښځې، چې په كورونو كې ناستې وي او يا له كوره بهر كار كوي شاملې دي. د ښځو د خبرو اترو عمومي موضوعات وايي په نورو پسې پس شا خبرې كول وي وي .
په دې سر بېره وايي ښځې په جنسي موضوعاتو، له بازارونو څخه د نويو شيانو په پېرودلو او يا هم په موسيقي او ډرامو باندې غږيږي.
دا راپور زياتوي، چې هره ښځه د ورځي شاوخوا ۲۴ دقيقي د خپل وزن، خوړو او كاليو په اړه خبرې كوي. دريمه برخه ښځې وايي د غرمنۍ او ماښامنۍ ډوډۍ په اړه خبرې كوي او څلورمه برخه يي بيا وايي له يوې بلې سره د خوړو تيارولو لپاره د تركيبونو راكړه وركړه كوي.
داسروې البته په برتاينه كې شوې، چې يو شتمن هېواد دى او خلك يي ماړه دي. د مړې خيټي په باب، خو پښتو متل دى، چې وايي پاړسو وايي.
له دې نه بايد دا مفهوم وانه خېستل شي، چې د افغانستان په كليو او بانډو كې اوسيدنكې ښځې به هم د عصري فېشن په باب خبرې كوي، هغه افغانې ښځې چې د سر درد ټابليټ هم ورته د ورور، پلار، زوى او يا مېړه په مهرباني رسيږي.