ليکوال: روښان يوسفزى
ژباړه: نورمحمد سعيد
لس كلن هلك، چې پال كتونكي ته خپل لاس د بخت او طالع معلومولو لپاره ور اوږد كړ، نو پال كتونكي په ډېره غمجنه او ژړه غونې لحجه ورته وويل: بچيه په دې نړۍ كې دې ايله دوه كاله نور عمر پاتې دى!
د هلك مور، چې په دې كېسه خبره شوه، نو بې هوښه شوه. پخپله هلك، خو د ژوند او مرګ په دې لوبه چندان نه پوهيده، خو پلار او مور يي د دې خبر له اورېدو وروسته پټ په زړونو كې ويلي كيدل.
شايد هغه پالګر به اوس په دې نړۍ كې وي او يا به نه وي، خو هغه لس كلن هلك اوس هم د ۷۰ كلن طاهر افريدي په بڼه نه يوازې په فزيكي لحاظ ژوندى دى، بلكې په اصطلاح زړه يي هم لا ځوان دى. داسې، چې
ژوندون خوبونه ويني، خو
ژوندون- ژوندون دى څه خوبونه نه دي
له مشهور جرمن ناول ليكونكي يور خيم زايئل نه چا وپوښتل، چې ستا په ټولو ناولونو كې د برلن ښار چاپېريال ولي وينو؟ حال دا، چې ته په همبرګ كې اوسې او له دې مخكې په امريكا كې اوسيدې. په نورو ځايونو كې د د ژوند ژواك تر څنګ هم ستا ناولونه په برلن راڅرخي.
وايي دهغه ځواب داو، چې ( برلن زما په سينه كې پروت دى)
ورته حال د پښتو ژبي د وتلي كېسه، ناول او يونليك ليكونكي طاهر افريدي هم دى، چې د كراچۍ غوندې مشيني، لالهاند او ګڼ توكمه ښار كې په ژوند كولو سربېره يي هم په اكثر تخليقي ليكنو كې خپل پښتني چاپېريال، قبيلوي ژوند او مسايل ليدل كيږي.
په طاهر افريدي يي د دره ادم خيل په بوړه نومي وروسته پاتې غرني كلي كې د ۱۹۳۹ كال د جنورۍ په څلورمه نيټه له زيږديدو وروسته ( تركستان) نوم كېښود، چې وروسته په طاهر افريدي بدل شو.
پلار يي حاجي مېر اكبرخان نوميد. طاهر افريدى ماشومتوب او زلميتوب د خپل كلي په كوڅو كې تېر كړ. د نورو كليوالو ماشومانو په څېر به يي په لينده مرغۍ وېشتلې، چې يوه ورځ يي په هوا كې يو مرغه په ټوپك ووېشت، مرغه ټوك- ټوك په ځمكه راولوېد او طاهر افريدي له هغې ورځي راهيسې بيا د ټول عمر لپاره له ښكار كولو توبه وكړه.
طاهر افريدي ښونځي ته نه دى تللى او لومړنۍ ديني زده كړې يي هم د خپل تره د زوى له مېرمنې زده كړي دي. له رسمي تعليم نه په محروميت سربېره هم طاهر افريدى په مطالعه كولو داسې مين و، چې له ډېرانونو څخه به يي د مطالعې لپاره د ورځپاڼو ټوټې راټولولې.
له دې سره تر څنګ به يي د منظومو ولسي كېسو په لوستلو هم خپل( سبق) ياداوه. كله، چې يي پلار له ښاره (لار) نومي پښتو مجله راوړه، نو په پښتۍ يې د حمزه بابا د نظم په لوستو د تركستان په وجود كې ويده طاهر افريدى راوېښ شو. له دې وروسته به يي پلار ورته ډول- ډول ادبي مجلې د لوست لپاره راوړي او د طاهر ادبي تنده به پرې ماتيده.
د خپلې سيمي له يوه ترقي پسند شاعر وكيل منصور سره ليدو او پېژندګلوۍ طاهر افريدي ته په سيميزو ادبي غونډو كې د ګډون زمينه برابره كړ. ډېر ژر يي په سيميز ادبي ماحول كې د ځان لپاره يو مقام پيدا كړ.
د شعر په پرتله يي رجحان تر ډېره حده كيسيزو اثارو ته و. ټول تمركز يي په لنډه كېسه و. لومړۍ لنډه كېسه يي په ۱۹۶۰ م ز كال كې وليكله، چې ولي محمد توپان ورته په( غنچه) نومي مجله كې چاپ كړه.
په روزګار موندلو پسې كراچۍ ته لاړ او هلته ډېره موده د مزد په بدل كې د پردو ګاډو له وېنځلو وروسته ډريور شو. ټوله ورځ به يي د كراچۍ په سړكونو ټيكسي ځغلاوه او ماخستن مهالي به يي هر هغه كتاب مطالعه كاوه، چې په ګوتو به ورغى.
له يوه ګاونډي نه يي د حق الزحمې په بدل كې د اردو او انګليسي ژبو ليك لوست هم پيل كړ او په همدې وخت كې يي د پښتو ژبي وتلى او په هغه وخت كې كراچۍ مېشت ليكوال، شاعر او ژورنالېست سليم راز وپېژاند. سمدستي يي له هغه سره په ګډه د كراچۍ په پښتون مېشتو سيمو كې مشاعرې او نورې ادبي غونډې پيل كړي.
په عدل نومي پښتو مجلې كې يي د سليم راز مرستيالي كوله. له ۱۹۷۰ م كاله وروسته يي د نېشنل عوامي ګوند( نيپ) د خواخوږي تنظيم( متحده پښتون محاذ) تر سيوري لاندې په مستقيم ډول سياسي هلې ځلې پيل كړي او ديوه ترقي پسند ليكوال په توګه راڅرګند شو.
په ۱۹۷۱ م كال يي د لنډو كېسو لومړۍ ټولګه( د محلونو خوا كې) چاپ شوه. د احمد نديم قاسمي، سعادت حسن منټو، كرشن چندر، قلندر مومند، زيتون بانو، ګل افضل خان، او ارباب رشيد احمد خان غوندي ترقي پسندو ليكوالو له شاهكار ليكنو څخه يي ډېر څه زده كړل.
د خپلې وړتيا او شپه – ورځ زيار په مټ له يوه ټيكسي ډريور څخه د يوه ټرانسپورټي شركت څښتن شو. په بولټن ماركيټ سيمه كې يي دفتر او ګلشن اقبال نومي سيمه كې يي د استوګنې لپاره بنګله جوړ كړل. دپاكستان دولتي ټيلويزون( پې، ټې، وې ) د طاهر صيب ځينې ليكلي كيسو ته ډرامايي بڼه هم وركړې ده.
يو وخت داسې و، چې ډېر سګريټ به يي څكول او فلمونه به يي كتل، بيا يي دغه بې ځايه شوقونه پرېښودل او په همدې لګښت يي د پښتو ژبي درې مياشتنۍ مجله جرس چاپ كړه. له دې مخكې يي د پلوشه نومي مجلې د اډېټر په توګه هم كار كړى و
جرس مجلې په بشپړه توګه د ترقي پسند پښتو ادب استازيتوب كاوه. له غزل نمبر وروسته يي د لكونو روپو په لګښت معياري نظم نمبر چاپ كړ، چې په پښتو ادب كې د يوې معتبرې حوالې حيثيت لري. طاهر افريدى د پښتو يوازينى او لومړى پښتون ليكوال دى، چې كراچۍ مېشت پښتانه لكيوال يي د دغه ښار اردو ژبو ليكوالو ته ور وپېژندل.
د خپل ادبي تنظيم( جرس ادبي جرګې) له دريځه يي په پښتنو ليكوالو او شاعرانو كې د نقد د زغملو او كولو سليقه او جذبه را پيدا كړه. تر اوسه پورې يي د لنډو كېسو، ناولونو او يونليكونو اتلس ټوكه كتابونه چاپ دي، چې يو كتاب( ديدن) يي د اردو ژبي په لنډو كېسو مشتمل دى.
د خپلو بيلابيلو كتابونو په سر څو ځله د دولتي او غير دولتي ادارو له خوا ستايل شوى دى. مصر، برېتانيې، افغانستان، سعودي عربستان او قطر ته يي څېړنېز او ادبي سفرونه كړي دي. د سنګاپور او اسكندريه ښارونه يي ډېر خوښ دي. طاهر افريدى ځان له هغو ښكلا پرستانو څخه بولي، چې شكلا ته هم د هنر او يا يوه شاهكار تخليق په نظر ګوري.
له ماشومتوبه يي د موسيقۍ له اورېدو خوند اخېست او په خپله يي هم د بېنجو غږولو ناكامه هڅه كړې ده. لتا منګېشكر، محمد رفيع، طلعت محمود، مهدي حسن، اقبال بانو، كشور سلطان، ګلنار بيګم، خيال محمد او سردارعلي ټكر يي د خوښي سندر غاړي دي. سنتوش كمار، شميم آرا، محمد علي او نديم يي د فلمي لوبغاړو په توګه خوښ دي.
په سياسي شخصيتونو كې له خان عبدالولي خان څخه ډېر متاثر دى. د خپل ګران ملګري باچا خان قاصر او وكيل منصور له مړيني وروسته ځان نيمګړى احساسوي.د خپلې كورنۍ په خوښه يي په دولس كلنۍ كې له يوې خپلوانې نجلۍ سره واده وكړ. كه څه هم طاهر افريدي اولاد نه لري، خو له دې امله د خفګان په ځاى په ګډ كورني ژوند كې په خوښۍ سره عمر تېروي.
سليم راز له خپلو هغو نژدې ادبي ملګرو څخه بولي، چې د طاهر افريدي ټول( ښه بد) ورته معلوم دي. دخپل كلي ټول واړه زاړه يي درناوى كوي. د كراچۍ په ليكوالو كې يي جميل زبيري، سلطان جميل نسيم، زاهده حنا، فردوس حيدر او شهناز پروين له نژدې دوستانو څخه دي.
تر ټولو ستره هيله يي د يوې داسې جمهوري، سوله ايزې او د برابرۍ په بنسټ ولاړې ټولنې رامنځته كيدل دي، چې جبر، ظلم او بې عدالتي په كې نه وي. طاهر افريدى د هر اړخيز شخصيت څښتن دى، خو يوازې په دې بسنه كوي، چې هغه د پښتو ژبي يو داسې ليكوال دى، چې د خپل چاپېريال او ټولنې هر څه د ظاهر په سترګو ګوري او د باطن په قلم يي ليكي.
په هره لنډه كېسه كې يي تجربه، تخليقي وړتيا او ژوره مشاهده د ويني په څېر ځغلي. كه داسې ووايو سمه به وي، چې د طاهر افريدي كېسه د نني انسان د روح اصلي ماجرا ده. د نوي نسل په ډېرو ليكوالو د طاهر افريدي د انداز سيورى پروت دى. سره له دې، چې د كيسې سمبوليكه بڼه يي خوښه ده او پخپله هم سمبوليكي كيسې ليكي، خو كيسېزتوب په داستاني اثارو كې جوهر بولي.
دى وايي په پښتو كې د معياري كېسو ليكلو لړۍ ډېره په پڅه مخ په وړاندې ځي. وايي ځينې خلك هسې د خپل نوم ثبتولو لپاره د پاڼو په تورولو لګيا دي. دغسې حال وايي د پښتو ناول هم دى، چې د ده په خبره په اوړو كې د مالګي غوندې ليكل شوى دى.
د طاهر افريدي په خبره موږ بايد د معلوماتي تكنالوژۍ په ګډون د ګلوبلايزاسيون له هر هغه څه نه ګټه پورته كړو، چې زموږ ذهني، ټولينز، سياسي او كلتوري پرمختګ ورسره غوټه دى. د لويديځ د كلتوري يرغل نه د سر ټكولو په ځاى له دې كلتور نه په ځيركتيا سره په داسې انداز مثبت اثرات جذب كول پكار دي، چې زموږ په ژبه وغږيږي.
په ټولو ادبي ژانرونو كې د مقصديت او جمهوري افكارو او ارزښتونو ځايول او وده او پراخيتا وركول د شاعرانو او ليكوالو مسئوليت دى. په زړور توب سره په خپلو ليكنو كې د دې ارزښتونو څرګندول هم د نن مهال د ليكوال مسئوليت دى. عصري حقيقتونو ته په ژمنتوب سره كولاى شو د بې عدالتۍ، لوژي او جهالت مخه ونيسو .
له ايكسپريس ورځپاڼې څخه په مننه.