غزل
ډيوه- ډيوه شوې د تيارو منځ كې دې لارې وكړې
سترګې در واوشتې د زړو منځ كې دې لارې وكړې
ستا تصويرونه دي د ډېرو په ليمو كې پاتې
آشنا د څومره آيينو منځ كې د ې لارې وكړې
اوس دې ياغي نظر ته موم دي كاڼي- كاڼي زړونه
لكه اوبه دغرو راغو منځ كې دې لارې وكړې
بيلتونه تا زموږ تر منځه هم كلونه تېر كړل
لكه نفاق د پښتنو منځ كې دې لارې وكړې
ته لكه څړيكه، لكه در له څو كلو راهيسې
د عمرخيل د پرهرو منځ كې دې لارې وكړي
صفى الله عمر خيل
۲۴-۶-۱۳۹۰
كابل- صبح بخير افغانستان راډيو
05.10.2011
- نورمحمد سعيد
د دې خلکو په هجوم کې آ سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه آ چې خـړ څادریې تاودی آ چې زېړ زبېښلی ناست دی آ چې آس له نظرتېرکړي هـرې سانګې ته په ځیرشي بې اختیاره یې خوله ښورې څه ساړه اسوېلي کاږې نن دسانګو په میدان کې دوه ډولونه دي درزېـږي آ سپین ږېري ته لـږ ځیرشه په شېـبو کې محوه کېږي هغه تېـر وخت ورپه یاد شي چې په سور آس...
06.10.2011
- نورمحمد سعيد
فالګر
ژباړه: نورمحمد سعيد
هري پرساد د بازار تر ټولو مشهور سړى بلل كيدۀ. دى د سيمې وتلي فال كتونكى و. خلكو به ويل، چې دى د خلكو د لاسونو كرښې ګوري او بيا تر بل هر يوه فال كتونكي زياتې كره وړاندوينې كوي.
ايله دومره به يې كول، چې ديو چا دورغوي نريو كرښو ته به يې لږ ځنډ په غور وكتل او له هغه وروسته به يي خپل مراجعه كونكى حيران كړ. د هغه ژوند ټوله كيسه به يې ورته مخې ته كېښوده. .
اكثر مراجعه كونكي به حيران دريان كورو...