فالګر

ژباړه: نورمحمد سعيد

 

 

هري پرساد د بازار تر ټولو مشهور سړى بلل كيدۀ. دى د سيمې وتلي فال كتونكى و. خلكو به ويل، چې دى د خلكو د لاسونو كرښې ګوري او بيا تر بل هر يوه فال كتونكي زياتې كره وړاندوينې كوي.

ايله دومره به يې كول، چې ديو چا دورغوي نريو كرښو ته به يې لږ ځنډ په غور وكتل او له هغه وروسته به يي خپل مراجعه كونكى حيران كړ. د هغه ژوند ټوله كيسه به يې ورته مخې ته كېښوده.

.

 اكثر مراجعه كونكي به حيران دريان كورونو ته روان شول. دوى داسې فكر كاوه، چې دا دنجومګر قوت دى.

ځينې به وپوهيدل، چې هري پرساد داسې كومه نوي خبره نه ده كړې، چې له دې وړاندې دوى  نه وي اوريدلې. دوى به داسې انګيرله، چه غولول شوي دي، خو تر هغې به ځينې هري پرساد خپل مزد (فيس) ګوتو ته كړى و.

 

هيڅوك هم د  دې خبري منلو ته تيار نه و، چې هري پرساد دې  دروغجن وي، ځكه هغه ډېر دروند او معتبر ښكاريدۀ.  له همدې وجهې په په دې ټولو خبرو سربېره  هم ډېر خلك د هغه په وړاندې كتار ناست وو، چې د خپل ژوند په اړه يو څه نا څه  خوشحالونكې څرګندونې ځينې واوري.


په يوه همداسې ورځ، چې د هري پرساد په كتنځي كې ګڼه ګوڼه وه،  يو ماشوم په ځغاسته د هري پرساد دكان ته ننوت  او په لنډه ساه يې ورته وويل: پرساد  كاكا ! كور دې غلو ووهلو او هر څه يې لوټ كړل.

 

 د دې خبري په اوريدو سره هري پرساد له ځايه  ټوپ وهل او د كور خواته يې  منډه كړه، ناستو خلكو په حيرانۍ ورپسې كتل.


له ناستو خلكو څخه يوۀ وويل: اې!

دى ولي دومره تيز ځغلي ؟. دى، خو  به هرومرو له مخكې خبر و، چې داسې به كيږي!

 يوه بل سړي ورغبرګه كړه: (( دى خوراكى به څنګه خبريدۀ. غلو خو به له مخكې  ده ته خبر نه وي وركړى، چې موږ دې د كور لوټ كولو لپاره درځو؟))


- ښه نو، چې  داس ده  او هري  پرساد همدا نن ورځ د خپل كور د لوټ كيدو  له حاله  بې خبر دى، څنګه كولاى شي زموږ هر يوه له ماضې، حال او راتلونكې خبر شي؟ لومړي سړي وويل او روان شو. له دې سره په كتنځي كې ناستو  خلكو سرونه وښورول او يوه بله  خوا روان شول.