یو ځل دې مینې تر جنونه رسولې ومه
لا مې تر اوسه په مزغو باندې اثر پاتې دی
كه څه هم شاه سعود يې په خپل هنري او نوي انداز كوي، خو دا خبره نوې نه ده، چې په دماغ باندې ناخوالې بد اثر كوي. د همدې خوالو، نا خوالو له امله انسان ته روحي فشار او له هغه وروسته رواني ناروغۍ ورپېښيږي.
موږ يې منو او كه نه، خو طبي ماهرين يې مني، چې د رواني ناروغيو تاريخ هم د بشر د تاريخ غوندې لرغونى دى. دا چې دغو ناروغيو تل انسان ځورولى، نو ځكه يې انسان هم تل په يوه نا يوه ډول د درملنې هڅه كړې ده.
زموږ په ټولنه كې هم د نورو انسانانو په څېر يو ښمېر خلك د دې ناروغيو له امله ځوريږي. د دغو ناروغيو ځينې ډولونه داسې دي، چې ويل كيږي انسان يې د خپل پيداېښت له ورځي له ځانه سره راوړي او ځينې نور يې بيا داسې دي، چې همدلته ورسره مخ كيږي. هغه ناروغۍ، چې انسانان يې له ځان سره راوړي ارثي بلل كيږي او هغه دويم ډول يې بيا هغه دي، چې په ټولنه كې د شته مسايلو له امله ورسره خلك لاس او ګريوان كيږي.
د دې موضوع په ډېرو جزياتو به البته كارپوهان پوهيږي، خو دا چې دتلي د مياشتي اتلسمه ورځ د اروايي روغتيا د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل كيږي، نو د هر چا مسووليت دى، چې په هكله يې خپل مسئوليت ادا كړي. زموږ په ټولنه كې د اروايي ناروغانو دويمه ډله لويه ده. وجه يي هم معلومه ده. اوږدې جګړې، ناسم دودونه، فقر او بې سوادي.
كه څه هم د رواني ناروغانو د درملنې لپاره، خو اوس څه نا څه كيږي، يوه نيمه ګولۍ هم پيدا كيږي او ذهني ناروغان هم اوس د حيواناتو په څېر نه تړل كيږي، خو دا چې د دې ناروغيو سبب څه دى په اړه يې ډېره پوښتنه نه كيږي او نه هم ددې سببونو د له منځه وړلو لپاره كومه هيله ليدل كيږي.
د وسايلو ناسم ويش او بيا د هغه په سر شخړې، بې عدالتۍ او غير معياري تعليم بيا په راتلونكې كې د دغو ناروغيو د لازياتيدو سبب كيداى شي. د تلي د مياشتې اتلسمه ورځ موږ هم د نورو نړيوالو غوندې د اروايي روغتيا د نړيوالي ورځې په توګه نمانځو، خو كه نژدې ماضي ته وګورو، نو دغه راز غونډې تر ډېره پورې پورې هسې رسمي ميله ټيله وي او يا بې خونده بې مفهومه اوږدې ويناوې.
په دې ټولو خبرو او بانډارونو كې لږ تر لږه دا هم وانه وريدل شوو، چې لونځ كول د دغو ناروغيو د مخنيوي كولو او تداوې په لړ كې تر بل هر څه غوره عمل دى. موږ، چې غير مسئول خلك يو د دغو ناروغيو د سبب ختمولو په ځاى په ناپوهه ډاكټرانو او يا ناسمو دارو درملو ناروغان ختمووو، خو شايد له دې امله، چې دنيا په اميد ولاړه ده په راتلونكې كې د حالت د يو څه ښه كيدو تمه وشي.