يادښتونه  ليكل، د ليكوالۍ  لومړى ګام

نورمحمد سعيد


تاريخونه وايي، چې هغه به په كتابونو كې ليكلې هره خبره د تجربې په تله تلله. په طب كې هم له تقليد سره مخالف و.  لومړى ځل يې دې ته پام شو، چې كه د انسان د بدن داخلي غړي  په غور سره ونه كتل شي، نو دا به ګرانه وي، چې د ناروغيو سم تشخيص او تدواي  وشي. دا يي  هم ويل، چې كه كوم طبيب په دې اړه بشپړ معلومات ونه لري، نو هغه كامل طبيب نه شو بللاى.

په هغه وخت كې  چې دى ژوندى و د مړو  جسدونه د علمي تحقيق لپاره څېرل او ګنډل هم جرم بلل كيدۀ. دغه وجه وه، چې   په بيزوګانو يې طبي څېړنه پيل كړه  او په دې توګه د فزيو لوژۍ او اناتومي موسس هم و بلل شو. يوه ورځ يي په يوه غرۀ كې، چې له واورو ډك و، د يوه سړي جسد پيدا كړ. د هغه هډوكي يي په غور مطالعه كړل او ډېر څه يي ځنې زده كړل.

داهم ورته معلومه شوه، چې وينه په شريانونو كې هم شته.  تر دې يې  زيات  مهم كار دا وكړ، چې  خپله هره تجربه يې د كاغذ په مخ د تل لپاره خوندې كړه، داسې، چې هر هغه څه، چې به يې زده كول، په هماغه وخت به يې ليكل. په دې توګه يي د طب په برخه كې ۷۸ اثار  وليكل. د همدې ليكنو په اساس د خپل وخت تر ټولو لوى طبيب  وبلل شو.

 د عمر په وروستۍ برخه كې په سيل ووت او ويل كيږي، چې شل كاله يې نړۍ  ګز او پل كړه. اتيا كلن و، چې د سسلې په ټاپو كې مړ شو. له بده مرغه ګور يې هم معلوم نه دى، خو د خپلو ليكنو په مټ نن هم د طب په نړۍ كې د لوى طبيب په توګه ياديږي او خلك  يې د حكيم جالينوس په نوم پېژني.

د  حكيم جالينوس كيسه د استاد  اسدالله غضنفر صيب په نوي كتاب ( د نثر ليكلو هنر)  كې  تر يوې ليكنې پورې راياده شوه.  استاد غضنفر هم په دې ليكنه كې د خاطرو د ليكلو په اهميت غږيدلى دى. دى وايي: كه هر ليكونكى  د ورځي لس يا پنځلس دقيقې د خپلو ورځنيو خاطر ليكلو ته بيلې كړي، نو دا كار  هر ليكونكى  ته او په  تېره زلمو ليكونكو ته نوې موضوع هم په لاس وركوي او د فكر نيلى يې هم په يو څه پراخ ډګر كې ځغلي. 

يو بهرني مشهور ليكوال هم  ورته خبره كوي. هغه وايي كله، چې  يو څه ليكلو ته كښېنئ  او يو ناڅاپه  له داسې حالت سره مخ شئ، چې نور مو قلم په مخ نه ځي، نو وايي بيا هر هغه څه وليكئ، چې په ذهن كې مو درګرځي .هغه وايي  بيا وروسته، چې ذهني حالت مو بدل شي، نو هماغه ليكنه مو اصلاح  كړئ او چاپ ته يي وركړئ.

استاد   غضنفر  وايي: ليكوال  بايد په ټولنه كې د مروجو خبرو او مود شوي فكر او ذوق  په ځاى خپله خبره وكړي. په دې توګه به يي د نورو د تقليد په ځاى  د ځان بيان كړى وي. رښتيا همداسې ده،  كه د يونان د نورو اطباوو په پرتله د  جالينوس  نوم  ډېر  ياديږي، نو وجه يي همداده، چې نن يې  هم ياد  د خپلو ليكل شويو  ياداشتونو په مټ  زموږ په ذهنونو كې  نقش دى.

استاد  غضنفر  په دې باور دى، چې د خپلو خاطرو په ليكلو كې انسان يو ډول ازادي محسوسوي، نو همدغه فرصت دى، چې سړي ته د ځان د بيانولو چل ور زده كوي. هغه  دا هم وايي:   د خاطراتو ليكل په راتلونكې كې د يوه ليكوال  لپاره د خامو موادو هم ښه  زيرمه هم وي.  كيداى شي  د نن ورځي د پېښو او حوادثو نه د زده شويو   تجربو ثبتول ، چې  موږ ډېر اهميت نه  وركوو د سبا لپاره د ستونزو د هواري لپاره  معتبره  وسيله هم  شي.