كوچۍ ته


بږنده راغله

بږنده لاړه

ګل په لمنه

اوږۍ په غاړه

له مايې يوړل

دين دنيا دواړه

څومره لړاكه

څومره بېباكه

تڼۍ يې نسته

ده ګريوه چاكه

نشه- نشه ده

ته وا له تاكه

آسپه كه زاڼه

كه بكرۍ بياڼه

څه به نوميږي

سالو يې پاته

ځلكنده بريښي

د لمر رڼا ته

مور ده زوولې

له كومه ذاته

تاو يې پېروتې

دي تر لينګيو

غوړه تر كوچو

سپينه تر پيو

ملا كړي ټيټه

ګل جنۍ واخلي

لنډي ګامونه

سر هوسۍ واخلي

په بند متيږي

كټ-كټ خنديږي

څيري ګرېوان ته يې

زړه هوسيږي



شاعر: اسدالله نيازى