ياد
چې شپه ورغوى خلاص كړي
ورباندې كيږدي ډيوه ګۍ د سپوږمۍ
هر لور يې ويړه شي سپېڅلې رڼا
ويلي شي توى شي د لوى سيند غيږي ته
تاندې پيغلوټې پلوشې دسپوږمۍ
د سيند څپور سره اتڼ اچوي
نو
زه د خپل ذات ځنګه ته ننوزمه
او ته راياد شې د عمرونو ياره
زما د ستړيو او بې وسه شېبو
د لاس نيوي ملګريه
شپه نوك نيولې شي
سوكه تيريږي
دغه شيبه وي، چې ځان خپل وبولم
ژوند هم را وړاندې شي موسكى شي راته
نورمحمد سعيد