زموږ ډېر ليكوال دوستان د لوستونكيو د نه شتون شكايت كوي. سړى نه پوهيږي، چې دا خبره به څومره رښتيا وي. وجه يې داده، چې دم ګړۍ زموږ په وطن كې داسې كومه وسيله نشته، چې د كتاب لوستونكيو كره شمېره په لاس راكړي، خو يوه خبره، چې په بشپړ باور سره كيداى شي داده، چې كتابونه ښه ډېر چاپيږي.

د هر يوه ليكوال لپاره دا حالت ډېر ځورونكى وي، چې په شواخون ليكل شوى كتاب يې څوك نه لولي. هغه ليكوال، چې د يوه اثر په ليكلو يې سترګې اوبه كړي وي او په چاپ كولو يې د بچو ډوډۍ نيمه كړي وي، د خپل اثر په ناقدرۍ د زړه ويني خوري.


كه د ډېرو ليكوالو خبره ومنله شي، نو رښتيا هم دغه حالت داسې دى، چې موږ په دې مسئلې باندې غور كولو ته اړباسي. څنګه كيداى شي، چې په ليكنو كې مو د لوستونكي راكشولو مقناطيسيت پيداشي؟


يوه لار، خو داده، چې هر ليكلي كتاب ته د مشهور كيدو لپاره كار وشي. دلته مګر يوه بله ستونزه ده. بالفرض كه د شته رسنيو په مټ د هر نوي كتاب د چاپ خبره تر هر چا ورسيږي، خلك كتاب ولولي او د هغه له متن سره اتفاق، خو څه، چې په اختلاف كولو يې هم ونه ارزوي، نو بيا؟


رښتيا ده، چې اوس، خو د ځينو ليكوالو د ليكلي مضمون سر او پاى سره ډېر توپېر نه لري. يعنى كه د مضمون د پيل يو څو كرښې سړى ولولي، نو تر ډېره حده پوهيږي، چې په پاى كې به يې څه ليكلي وي. زموږ ځينې ليكنې، خو بيا ان د ژورناليزم د اساسي اصولو سره هم سمي نه وي، چې وايي ويلو ته يو څه ولره او په اسانه ژبه يې ووايه.


ويل كيږي، چې كه ناروغي ونه منل شي، نو څوك يې تدواي ته هم زړه نه ښه كوي. په همدې اساس به رښتيا سره ووايو، چې له يوه بل نه د كتاب او لوستونكي د پردي كيدو يو لوى سبب همدا نا سم او بې مقصده ليكل دي. موږ يا خو ويلو ته هيڅ هم نلرو او ليكل كوو او يا يې داسې ليكو، چې لوستونكي ځنې د مفهموم اخېستو په ځاى سربداله شي.



د دې مشكل د حل لپاره البته اساتذه وو ډېر څه كړي دي، خو يوې خبري ته مو بايد پام وي، چې د نورو علومو په څېر د ليك او لوست په علم كې هم په پرله پسې توګه تحولات راځي. بله دا، چې له هغو اساتذه وو نه، چې نور ځينې يو څه زده كولاى شي اوس د ګوتو په شمېر يو څو تنه راپاتې دي او بس!


دې ټولو مسايلو ته په پام سره د نوي كول د استاد ليكوال ښاغلي اسدالله غضنفر صيب د ليكلي كتاب( د نثر ليكلو هنر) چاپ يو زيرى دى. وجهې يې ډېري دي، خو يوه لو يه وجه يې داده، چې پخپله د اسدالله غضنفر نوم اوس په پښتو ليكوالۍ كې يوه معتبره حواله ده. د غضنفر ټول سحرونه او ماښامونه له ليكوالۍ عبارت دي.


په دې كتاب كې غضنفر صيب لوستونكى غور كولو ته هڅوي، بلكې په داسې توګه يې ننګوي، چې وايي ممكن د ښونځي كتاب كه ښه وي او كه ښه نه وي يو ماشوم يې له مجبورۍ ولولي، خو ته، چې ځان ليكوال بولي بايد له ځانه وپوښتنې، چې زما په اثر كې د لوستونكي لپاره څه دي؟


كله نا كله داسې كيږي، چې موږ له يوه ګونګ كتاب سره مخ كيږو. په دې معانا، چې موږ يې لولو، خو نه د يې د ليكوال خبره راباندې كوم ښه اثر كوي او نه بد. د غضنفر هنر په دې كې دى، چې كه نه يې هم ورسره منې تا د دليل په زور په خپل زاړه موقف له سره غور كولو ته هرو مرو مجبور وي.


كله به يې داسې خبره ليكلې وي، چې ته به وايې دا خو مې ډېره پخوا په زړه كې وه. تا به يوې موضوع ته په زړه كې د تورو او اصطلاح ګانو اوږده تنابونه غوټه كړي وي، چې يو ځاى ګورې غضنفر صيب به په يوه، دوو جملو كې په اسانۍ كړي وي. په همدې كتاب كې يې يوه جمله داسې ده، چې ممكن ما په يوه پيراګراف كې هم كړې نه واى

 

”هر هغه څوك ليكوال وبوله، چې د ژوند اصلي مقصد ليكوالي ګڼي”

د اسدالله غضنفر يو كمال دادى، چې د پرديو ليكوالو د خولې خبره به درته داسې وكړي، چې ته به وايې هغه بهرني ليكوال هم په پښتو فكر كاوه. د كتاب د سر په خبرو كې د يوه انګريز ليكوال د خولې خبره په همداسې انداز كوي، وايي: هغه ليكنه، چې بې زحمته وليكل شي، په زحمت سره لوستل كيږي او چې په زحمت سره وليكل شي، بې زحمته يې لولو.


په (د نثر ليكلو هنر) نومي كتاب كې ۴۶ ليكنې راټولي شوي دي، چې شايد يو څو يې زرو تورو ته رسيږي. هره ليكنه د ليكوالۍ په اړه يوه مهمه موضوع رانغاړي، خو په اوو يا اتو سوو تورو كې دومره ويړه او ژوره خبره رانغاړل د غضنفر صيب هنر دى.


غضنفر صيب په دې كتاب كې د خپل فصيح او بليغ بيان په مټ د نن او پرون هغه ټول تخنيكونه زموږ مخ ته ږدي، چې د يوه ليكوال او ان شاعر لپاره هم ضروري دي. غضنفر صيب مو په دې كتاب كې نه يواځې د ليكوالۍ په چل پوهوي، بلكې د ګټوري مطالعې تخنيك هم رازده كوي. له يوه لوى ليكوال او مهربان شخصيت نه همدا تمه كيداى شي.


دا اوس په موږ ده، چې د ليكلو تر څنګ د مطالعې طريقه هم زده كړو. دغه كتاب داسې دى، چې د نويو تر څنګ د تجربه كارو ليكوالو لپاره هم پكې د خپل ليك د لا جذاب كولو لپاره ډېر څه شته.


په نيدرلنډ كې افغاني كلتوري ټولنې دغه اثر د سيدانو كلتوري ټولني په مالي مرسته په ۳۳۷ مخونو كې په اخباري كاغذ چاپ كړى دى. د چاپ شمېر يې ۱۰۰۰ ټوكه دى، چې څرګنده ده، ډېر مينه وال به ځينې محروم پاتې شي. كه د كتاب چاپولو نوري اداري هم د دې كتاب بيا چاپ ته ملا وتړي او په خاص ډول كليوالو سيمو ته ورسيږي، چې هلته خلك داسې كتابونو ته ډېر تږي دي، نو هم به يې د هېواد ټول ليكوال نازولي وي او هم به د غوره ليكوالوالۍ په وړاندې پراته نني خنډونه تر ډېره حده هوار شي