د هندوستان د ګڼ نفوسه ايالت اترپردېش اعلى وزيره ماياوتي ((1956 د هندوانو د ټيټ توكم( دلت) د مليونونو خلكو استازې بلل كيږي. د دغه توكم خلك عموماً د نورو هندوستانيانو په پرتله ډېر خوار خلك دي. د ماياوتي په اړه د هندوستان ډېر خلك داسې فكر كوي، چې له خپل ولس سره ډېره خواخوږي لري.
د مايا پلويانو څلور ځله د خپلو رايو په وسيله هغه د اعلي وزيرې د مقام لپاره ټاكلې ده. د هغې پلويان پلويان هغه په عامه توګه( بهن جې) بولي، چې معانا يي ده خوركۍ. د ۳۹ كلنۍ په عمر هغه د خلكو له خوا د يوه ټاكلي اعلى وزير په توګه د هند تر ټوله كشره سياستواله او د دلت توكم لومړۍ ښځه وه.
بل لور ته د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ كلونو تر منځ د لېږل شويو امريكايي سفارتي پيغامونو له مخې، چې ويكي ليكس خپاره كړي دي د ماياوتي د شخصيت يو بل اړخ هم شته، چې له عام ولس څخه پټ دى. په دغو پيغامونو كې مېرمن مايا وتي يوه ډېره كبرجنه ښځه بلل شوې ده، چې غواړي د هند د لومړي وزير مقام ته ځان ورسوي.
ويكي ليكس وايي: د ۲۰۰۸ م كال د اكتوبر په ۲۳ مه يو پټ امريكايي سفارتي پيغام ولېږل شو، چې پكې ويل شوي و، د ماياوتي شخصي الوتكه د هغې د خوښي وړ څپلۍ رانيولو لپاره ان تر ممبۍ پورې تشه ولېږل شوه.
وايي ماياوتي دومره ډارنه ده، چې ځينې كسان يي د دې لپاره مزدوران ساتلي دي، چې له مايا وتي مخكې د هغې خواړه وڅكي، چې څوك په خوړو كې هغې ته زهر ورنكړي.
د ويكي ليكس راپور زياتوي، چې مايا وتي له خپل كوره تر دفتر پورې يو ځانګړى سړك جوړ كړى، چې كله پرې د هغې د موتړونو كتار تېر شي، نو سمدستي هغه سړك پاك كړل شي.
دغه راز ويل كيږي، چې ماياوتي د نورو هندي سياستوالو برعكس، چې له مړيني وروسته يي مجسمې په څلور لارو كې لګول كيږي، په ژوندينې خپلې مجسمې هرځاى لګولې دي. پخپله ماياوتي په دې اړه وايي، چې له مړيني وروسته مجسمې لګول يو وروست شوى دود دى، چې بايد متروك شي.
امريكايي سفارتي كاركونكو په خپلو پټو پيغامونو كې دا هم ويلي، چې ماياوتي د پېسو جمع كولو هم شوقينه ده، وايي هر كال خپله كليزه لمانځي، چې پكې د خپل( بهوجن سماج ګوند) غوړه مالان غړي او دولتي چارواكي د ډاليو په توګه لكونه روپۍ وركوي. د كليزي په مراسيمو كې وايي هغې د كيك د ټوټو وركولو لپاره د ګډونوالو تر منځ سيالي كيږي.
پروسږ كال په لكهنو ښار كې په يوه لاريون كې د ګډون په وخت د ماياوتي په غاړه كې يو اميل واچول شو، چې د زرو- زرو هندي روپيو له بانك نوټونو جوړ شوى و. ويل كيږي، چې په دې اميل كې مليونونه روپۍ لګول شوې وي. له دې پېښې وروسته هم تر ډېره وخته پورې ماياوتي د هندي رسنيو د خبرونو يوه برخه وه.
شنونكي وايي مايا وتي په دې توګه د ځان د مشهور كولو لپاره كار كوي، خو خپله مېرمن مايا وتي وايي، چې دا ټولي خبرې د دې په ضد د يوې ستري توطئې برخه دي.