ليكوال: نورمحمد سعيد

 

د ښار او صنعتي سيمي تر منځ يي دغه پل ټك  ته ورته دى.  له پله  وروسته د لويدېځ  لورته د بې شمېره  كارخانو يوه لړۍ ده، چې د بحر تر څنډو ويړه پرته ده. پل په يوه خوړ باندې جوړ شوى دى، چې د ټول ښار مرداري اوبه پكې بحر ته ځي.

 

 له يوه او بله ځايه راغلي مزدوران، چې د صنعتي سيمي په كارخانو كې كارونه كوي دهمدې خوړ په غاړه مېشت  دي. وايي په لومړي سر كې مزدورانو د استوګنې لپاره  جونګړې جوړي كړي وي او مجرد به پكې  اوسيدل، خو اوس ټولو د همدې خوړ په غاړه د  يوې دوو او دريو خونو كورونه جوړ كړي دي، چې له بال بچ سره پكې اوسي.

 

 هغه مزدوران، چې په لومړي سر كې دغې سيمي ته راغلي وو، يا خو مرګي خوړلي دي او يا هم كړپ كړوپ بوډاګان دي. ګټه يي مګر دا كړي، چې په خپل نوي نسل يي تعليم كړى او د دغو پخوانو مزدورانو اكثر بچي اوس په كارخانو كې د مزدورۍ كولو په ځاى  په اداري چارو كې هم كارونه كوي، چې معاش او امتيازات يي دعادي مزدورانو په پرتله ښه وي.

 

 بده يي مګر  داده، چې  د دې مزدورانو كورونو ته څېرمه د سړك په غاړه يو غټ دكان دى، چې پكې ځايي جوړ شوي  شراب خرڅيږي. شراب خانه په سيمه كې د ابادو غير  مسلمانانو  لپاره ده او دوى ځينې د حكومت په اجازه يو مقدار شراب رانيسي. دا مګر جلا خبره ده، چې ما پكې يو هم غير مسلمان  ونه ليد، بلكې هر ماښام به د شراب خانې په دروازه كې د شتمنو مسلمانانو او د مزدورانو د ځينو بې لاري ځوانانو  ګڼه ګوڼه وي.

 

زما لپاره د شراب خانې د ماښامي  ننداره د زړو كتابونو د يوه دكان له بركته ممكنه  شوه. شراب خانې ته د مخامخ  دكان څښتن مې له ډېر وخته پېژاند. له كار نه به چې فارغ شوم، نو كورته د تلو په وخت به يي د دكان مخ ته  هره ورځ تېريدم. د نوي كتاب په موندلو به د دكان څښتن راپسې غږ كاوه او بيا به مو د كتاب په پلمه ښه ځنډ بانډار هم  كاوه. د كاندار د  يوه عادي شرابي په باب  راته ويل، چې كليوال دي دى.

 

 ويل يي شريف سړى معلوميږي، خو په دې بده بلا اخته دى او هر ماښام دلته حاضر وي. د ده په خبره د نورو شرابيانو برعكس، چې په موټرونو كې ناست وي له شرابو سره كبابونه خوري، ښه ځنډ خرمستي كوي او بيا كورونو ته ځي، دى پټه خوله په ښاري موټر كې راځي يو بوتل شراب، چې دوى يي په خپله اصطلاح( پوه) بولي رانيسي، هماغلته د شراب خانې په دروازه كې يي پرته له بل كوم محلول ګډولو  په غاړه اړوي او بېرته يوه لور ته روانيږي.

 

د شنبې په ماښام، چې د اونۍ پاى بلل كيږي، كورته روان شوم، چې دكاندار راپسې غږ كړ. چې ور وګرځيدم راته يي وويل: نن مې ځكه درپسې غږ كړ، چې كليوال دې د  نور كله برعكس ډېر ناشولته كار كوي، ما ويل، چې درباندې يي ووينم.

 

كليوال ته مې، چې كتل د سړك د غاړي د ګلانو په  بوټو  كې ناست و او سر يي كوز پاس كاوه. د كاندار راته كړه، چې نن يي درې بوتله ووهل او اوس داسې نېشه دى، چې ځان نشي تكيه كولاى.

 

په دې كې سړى پاڅيد. دوه ګامه يي واخېستل له څنګلاري نه سړك ته شو. د دريم ګام له اخېستو سره وتمبيد او د مخ په لور ځوړند شو. د سترګو په رپ كې د يوه روان  موټر په بونټ برسېره وليدل شو او بيا مې وليد، چې د بېرغ په څېر په هوا كې ورپيد او شيبه پس په ځمكه پړمخې پريوت.

 

د بازار د نورو خلكو تر څنګ ما او دكاندار هم ور منډه كړه. موټر چلونكى وارخطا ولاړ و او په قسمونو يي  لوړل يي ، چې د ده  غلطي نه وه. ده ويل لاري ته مې كتل، چې يو ناڅاپه مې سړى په موټر راړنګ شو،  زر يي د موټر د شا تني سيټ دروازه پرانېستله او زخمي سړي مو پكې څملاوه. زه ورسره شاته كښېناستلم او دكاندار مخته.

 

پنځه-لس دقيقې وروسته  د ښار په دولتي روغتون ورننوتو. زخمي يي سمدستي ايمرجنسي ته ورساوه او ډاكټران پرې راټول شوو. مشر ډاكټر د زخمي سړي  له معاينې وروسته وويل: زر بايد عمليات شي، وينې ته هم اړتيا ده او خپلوان يي بايد د اپرېشن  موافقه لاسليك كړي.

 

 نرس، چې له زخمي نه يي اغوستى واسكټ  اېست  ما او دكاندار ته د پوښتنې په انداز وكتل. ما ورته وويل، چې موږ يي خپلوان نه يو، خو البته د اپرېشن  موافقه هم لاسليك كوو او د ويني وركولو لپاره  هم تيار يو. د موټر څښتن زر وويل د دارو درمل  لګښت يي ټول په ما.

 

نرس وويل: سمه ده، خو د زخمي كورنۍ او خپل خپلوان بايد ولټول شي. له دې سره سم يي د زخمي سړي  د واسكټ  په جيبونو كې  ګوتې ووهلي، څلوېښت- پنځوس روپۍ، تسپې، رومال  ديوه داسې دكان څو كارتونه، چې په پور خلكو ته د كورني استعمال سامان وركوي او يو ليك يي له جيبونو را واېستل.  

 

نرس ليك واړاوه راواړاوه، چې سر يي پرې خلاص نه شو، نو ما ته يي ونيو. په پښتو ليكلى و، املا يي د ښوونځي د ماشومانو غوندې وه او متن يي داسې و.

 

پلارجانه سلامونه !

هيله ده روغ جوړ او خوشحاله به يې. دلته هم كراري ده. ادې مې هم كله ښه وي او كله ناروغه. سږ روژه په دوبي كې وه،  شوتله او پينډي پيدا كيدل، ډوډۍ مو پرې لمده وه، خو سږ كال مو هم  اختر په زړو كاليو كې تېر كړ.

 

 د تره زامنو راته ويل، چې پلار مو په خارج كې دى، خو ځكه د كاليو جوړولو پيسې نه درته راليږي، چې زموږ د پلار حق يي تر ګوڼده لاندې كړى او اوس غواړي د هغو پېسو پټولو لپاره، چې زموږ د پلار هم ورسره شريكي دي، خلكو ته داسې وښئې، چې له ما سره د ښځې د تداوي او د بچو د اختر د كاليو لپاره هم پيسې نشته.

 

 په ليك كې له دې وروسته هم ډېر څه ليكلي و، خو زما په سترګو كې خدايزده ولي دومره اوبه ډنډ شوې، چې د ليك توري مې نه ليدل...