د دې لپاره، چې خپل ملګري تر تاثير لاندې راولي، په جاپان كې د هوايي چلند د كنټرول ادارې يوه كاركونكي د اوباما د هوايي سفر ټول جزيات په خپل ويبلاګ كې خپاره كړل.

 

د جاپاني رسنيو په راپورونو كې ويل شوي دي، چې دې كار د امريكايي او جاپاني استخباراتو د كاركونكو خوبونه وتښتول. دغه سړي له جنوبي كوريا څخه تر جاپان پورې د امريكايي ولسمشر د الوتكي( اير فورس ون)  د الوتنې او كښېناستو دقيق وختونه او ان د سفر په اوږدو كې  د الوتكي د جګ والي كچه هم په خپل شخصي ويبلاګ كې خپاره كړل.

 

په ځايي ورځپاڼو كې د دې خبر له خپرېدو وروسته ټاكل شوې ده، چې د جاپان لومړى وزير به امريكا ته په خپل سفر كې د دې پېښې په اړه په رسمي توګه له ولسمشر اوباما څخه بښنه وغواړي.