په ادب كې د رومانويت تحريك / نورمحمد سعيد


كه څه هم د ځينو په وينا د رومانتيسيزم( رومانويت) د پيل مهال د اتلسمي عيسوي پېړۍ وروستۍ نيمايي ده، خو په اروپا كې هم د دې تحريك د پيل په هكله په بشپړ باور سره څه ويل ډېر ګران كار دى. په دې هكله البته ډېر پوهان يوه خوله دي، چې د رومانويت د تحريك د اوج زمانه د اتلسمې عېسوي پېړۍ تر نيمايې پورې غځېدلې ده

په جرمني، فرانسه او بريتانيا كې هاغه وخت ځينې داسې بدلونونه راغلل، چې له امله يې د ولس د تفكر په څرنګوالي كې هم بدلون راغى. په اروپا كې سترو سياسي او ټولنيزو انقلابونو د خلكو د فكر انداز هم تر ډېره بدل كړ.

دغه وجه وه، چې په يادو دريو هېوادونو كې د صنعتي انقلاب د عكس العمل په توګه رومانوي تحريك ډېر مينه وال پيدا كړل. د روڼ اندۍ په هغه دور كې دغه تحريك د وخت د اشرافيه وو له خوا د تپل شويو اصولو په ضد يو بغاوت هم بلل كيږي. ځينې نور مورخين بيا وايي، چې رومانويت د كلاسيزم( د يوناني او لاطيني ادب تقليد) څخه بغاوت ته ويل كيږي.

د دې مكتب منونكي د ترقي پسندو برعكس، چې وايي هنر او ادب بايد د ژوند لپاره وي، د منطق په پرتله تخيل برلاسى بولي. دوى د خپل خيال د اظهار لپاره داسې اسلوب خوښاوه، چې د تقليد په ځاى پكې فكر په خپله مخه ځي. په دې سر بېره د رومانويت په دوره كې شخصي تجربې ته اهميت وركول كيدۀ. د دوى په شاهكارونو كې بشري احساس او جذبات په ډېر څرګند ډول، بلكې په ډېر شدت سره ليدل كيږي.

هغه مهال د اظهار لپاره د يوه داسې طرز او سبك غوښتنه كيده، چې د ټولني په بدلون كې هم رغنده رول ولري. رومانويت خوښونكو به په مينه او عشق پورې غوټه ټول شيان رومانوي بلل. د نومونو په هغه لړۍ كې، چې رومانوي ونومول شوو د ماضي پرستۍ نوم هم شامل و

په دې لړۍ د يوې ادبي اصطلاح په توګه لومړى ځل په ١٧٨١ م کال وارټن او برډ دا اصطلاح وکاروله. شلر او ګويټه بيا ديوه ادبي سبك په ډول تطبيق كړ، خو له دې سره هم په اروپا كې ژان ژاك روسو د رومانويت د تحريك سرمير بلل كيږي.

روسو په فردي ازادي ډېر ټينګار كاوه. د روسو دا خبره، چې وايي (( انسان خپلواک پيدا دى، خو هرچيرى، چې يي ګورې په پښو کې يې ځولانه پرته ده)) د دې تحريك پيلامه بلل كيږي. رو سو داسې فكر كاوه، چې د انسان د خفګان تر ټولو لوى سبب مصنوعيت او ځان ښكارونه دي. د ده په خبره دغه دواړه شيان كلتور او مدنيت له ځانه سره راوړي.

كه څه هم د روسو ميدان تر سياست او سوشيالوژي پورې محدود و، خو د ده افكارو اروپايان ډېر متاثر کړل. دغه سبب دى، چې په ادب كې د دغو تحولاتو پيل كونكي د وروستيو وختونو ليكوال او شاعران دي. والټر سكاټ، ويليم ورډزورته، لرد بايرن، ويليم بليك، شيلې، كيټس، ګويټه، شلر، وكټر هوګو، الكسانډر پوشكين او ځينې نور نامتو اروپايي ليكوال او شاعران د دې تحريك مخكښان بلل كيږي