د نورمحمد سعيد لخوا خپرې شوې لیکنې
زوى
زوى د سيد رحمان فقيرزي ليكنه تور پيکۍ له ډير وخته وروسته بازار ته راغلی وه ؛د خوارکۍ د ښار له سيله هيڅ سترګي نه مړيدې کله به يې يوې خوا ته کتل او کله بلې خواته ؛ بس نو داسي وه لکه زموږ د کلي ګل مير ؛ ګل مير مو نه دی ليدلی ? ځه خدای دې نه در وينې!
د زړه د غږ قوت
د زړه د غږ قوت نورمحمد سعيد د شعر قوت هم د شاعر په ذهن كې د خيال له قوت سره غوټه دى. د شاعر خيال د سيند د څپو په څېر په لوړو ژورو كې په ډېر شدت لوړيږي او ځان له ځمكې وهي او هوارو ځمكو ته له كوزيدو وروسته په كرار شي او په ارام بهيږي. د شاعر خيال هم په كړكېچنو حالاتو كې توپاني كيږي او له دې هيجاني كيفيت نه وروسته بيا يو پړاو داسې هم راځي، چې د شاعر انساني فكر كه څه هم تر نورو لږ زيات حساس وي، خو بيا هم عادي حالت ته راګرځي. داسې ويلاى شو، چې د هر شاعر د فن
زموږ مشالونه، چې نور يې رڼا ته ناست دي؛
زموږ مشالونه، چې نور يې رڼا ته ناست دي 14.03.2011 15:12 ليكوال: نورمحمد سعيد زموږ په ټولنه کې به هر څه تېرېږي او له كدرونو او وياړونو سره به هر راز چلند كېږي، خو په نوره نړۍ کې اوس هم جوهريان شته او ملغلرې نه يوازې پيژني، بلکې قدر يې هم کوي. كله چې د نورو نړيوالو له خوا ستايل شوي يو، داسې نوښتګر ځوان افغان نابغه ډاكټر محمد داود اعظمي په سویس کې د نړیوال اقتصادي ف
اتصالات غواړي په افغانستان كې مليونونه پانګونه وكړي
د مخابراتي شركت اتصالات چارواكي وايي، د افغانستان په مخابراتي سيكتور كې د خپل شتون د لا څرګندولو او په مخابراتي بازار كې تر ۳۰ % پورې د خپلې ونډې د زياتولو لپاره غواړي د سل مليونه ډالرو نوره پانګه اچونه وكړي. د يك شنبې په ورځ د اتصلات افغانستان مشر ښاغلي سعيد الحميلي وويل: افغانستان د اتَصالات لپاره ورځ تر بلې مخ په زياتېدو بازار لريي. اتطالات په هېواد كې د مخابراتي شركتونو له څلورو سترو شبكو نه يوه ده، چې نږدې درې مليونه مشتريان
ژوند او ادب
ژوند او ادب نورمحمد سعيد د بد مرغيو يو اوږد لړليک دى، چې موږ يي له ډېر څه نه بې برخي کړي يو. که له يوې خوا په سياسي ډګر کې تل په ډېرو کوچنيو ډلو وېشل شوي يو، نو بله خوا د ادب په برخه کې هم له ورته ستونزې سره لاس او ګريوان يو. د نورې ټولې نړۍ برعکس زموږ په فرهنګيانو کې له ډېر پخوا نه د همفکرو د ډلو په ځاى شخصيتونو ته مرکزيت ورکړل شوى دي. ان تر دې، چې افراد مکتبونه بلل شوي دي. وجه يې هم ديوې لارې د لاروي کيدو سربېره هم د فرعي ا
برياليتوب
برياليتوب د مثبت طرز فكر په مټ ستا فكر ستا شخصيت دى ! د انسان فكر او دعمل كولو طرز، چې د هغه په ژوند كې څومره مهم رول لري، ممكن بل هيڅ يو عنصر يې هم ونه لري. فكر موږ له انسان څخه نه شو جلا كولاى، ځكه كه فكر و نه لري، نو موږ يي انسان هم نه شو بللاى. د يوه ژوندي انسان لپاره فكر هم دومره مهم دى، لكه اور، اوبه، هوا او خاوره، چې له دې هر يوه پرته د انسان خپل شتون هيڅ امكان نه لري. په همدې بنسټ ويلاى شو، چې همدا فكر دى، چې انسان
رواني ستړيا
رواني ستړيا ژباړه : نورمحمد سعيد تاسي ، چې هرڅه کار کوئ ، که په کومه کارخانه کې کاريګرياست او که په کوم دفتري کار بوخت ياست ، دښوونځي ښوونکي ياست او که داخبار ايډيټر او که په دکاندارۍ بوخت ياست کله ، کله به ستړيا محسوسوئ . که رښتيا سره ووايو داشکايت ډېر عام دى . هغه خلک هم له ستړيا سرټکوي ، چې له سره کار نه کوي . داسې خلک ، که د سهار په ځاى ترماسپښين پوري هم ويده وي او له خوراک څښاک
ځان بساينه
ليكوال: ډيل كارنيګي ژباړه: نورمحمد سعيد عموماً هغه څوك، چې په ژوند كې يې برياووې په برخه وي، په خپلو امكاناتو او وړتياوو تكيه كوي. د مرستې لپاره په نورو پسې منډې نه وهي. د ډېرې پانګې او يا فرصتونو په انتظار هم لاس په لاس نه كښيني. په يوه ټولپوښتنه كې له پنځلس سوه برياليو خلكو نه ۷۷% يې په خپل ځان باندې باور د خپل شخصيت غوره صفت وباله.
ليك او ليكوال
ويل كيږي هغه څوك، چې د تورو ويوكو او جملو په قدر وپوهيږي دهغه لپاره ليكل اړين شي. دا جلا بحث دى، چې د هر چا د اظهار طرز او څرنګوالى د انسانانو د فكرونو په څېر له يوه بل نه جلا وي. زمان، مكان او ذهني ليوالتيا په دې لړ كې مهم رول لري، ځكه خو ځيني داسې انګيري، چې خيال مهم دى او د نورو ذهن ته د خپل خيال لېږد نور هم مهم كار، خو ځيني بيا د تورو او جملو ترتيب او ښكلا ته ډېر اهميت وركوي. دوى داسې دليل وړاندې كوي، چې تر هغې، چې خيال د ښاېستوكو لفظونو په زېور ښاېست
د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ
په افغانستان كې هم اوس د نورو په تقليد د ځانګړو ورځو په مناسبت په لمنو، لمنو درواغ او رښتيا دوړيږي. د مارچ اتمه، چې د ښځو نړيواله ورځ ده دلته هم نمانځل كيږي. كوم څوك، يې چې نمانځي هغه ټول په نس ماړه او په تن پټ دي. د چا په نوم، چې دا هر څه كيږي، هغه د ځان په وير اخته دي، په دې كېسو يې سر نه خلاصيږي. دلته په غونډو كې په دې خبرې كيږي، چې ښځو ته بايد په پلانۍ او بستانۍ اداره كې څومره ونډه وركړل شي، خو هلته ښځې له ژوند نه هم بې برخې كيږي. له ژوند نه د بې برخه كيدونكيو شمېر يوه، دوې
د پروړې د پله كېسه
د پروړې د پله كيسه د ځينو نورو سيمو په څېر د كابل د نوم په اړه هم ډېرې په زړه پورې كيسې او ځنې حقايق شته. له دغو ډېرو كيسو نه يوه د پروړې د پله كېسه هم ده. دا هم ښه ډېره مشهوره ده. داسې ويل کيږي، چې و نه و يو پاچا و، دې زړه سواند پاچا يو پل جوړ كړ، بيا يې پله ته ښه ښاېسته کاګل ورکړ. له همدې امله وايې پل او د پله خواو شا سيمه كاه پل، يعنى د پروړې پل يا هغه پل، چې د پروړې
خبرتيا
د زرمت د فرهنګي ټولنې د مشرتابه هيئت غونډه د ۱۳۸۹ م لمريز كال د كب د مياشتې په ۱۲ مه نيټه په كابل كې جوړه شوه. په ياده غونډه كې د راتلونكي يوه كال لپاره د رايو په اتفاق ښاغلى استاد محمد نبي صلاحي د زرمت فرهنګي ټولنې د مشر او سيد فخرالدين هاشمي د يادي ټولنې د مرستيال په توګه وټاكل شول. په غونډه كې د ټولنې بروشر منظور او په ګډونوالو ووېشل شو. په غونډه كې د راتلونكو پروګرامونو په هكله لازم تصميمونه وني
انځور ګر
انځورګر نور محمد سعيد خبرې هر څوك كوي او بيا رښتيا خو دا ده، چې افغانان لږ زيات په خبرو مين دي، پيتاوي ته وي او كه په كرونده كې دبازار په ګڼه ګوڼه كې وي او كه په حجره كې، كه څوك وار راكړي نو موږ خبرو ته شنه زمري يو، خو دا سړى څه بل رنګ خبرې كوي
دځوانو ليكوالو لپاره يو څو دپام وړ ټكي
دځوانو ليكوالو لپاره يو څو دپام وړ ټكي نورمحمد سعيد ليکل يوازي يو هنر نه دى، بلکې دا يو مهارت، تکړه توب او د ښه استعداد څرګندونه هم ده. هنر د تورو، لغتونو او جملو په مټ د
د لارې خنډ
د لارې خنډ نورمحمد سعيد د تكړه ليكوال ښاغلي نصير احمد احمدي صاحب يوه لنډه كېسه مې يو وخت لوستې وه، چې اوس يې نوم رانه هېر ده. د هغې كېسې راوي يو انجنير دى، چې د كو جوړولو لپاره نقشې جوړوي. دى وايې، يو پښتون ملګري مې راغى او راته وې ويل، چې د كور لپاره يوه نقشه راته جوړه كړه، خو بايد لوړ برجونه او مورچلونه ولر
د واورې شپه
د واوري شپه ليكوال: زكريا تامر ژباړه: نورمحمد سعيد ددې كيسې ليكوال زكريا تامر، چې په ۱۹۳۱ م كال د سوريې په مركز دمشق كې زيږېدلى، په عربي نړۍ كې دلنډې كيسې له وتليو او اغېزمنو ليكوالو نه يو ګڼل كيږي. سره له دې، چې د تامرلنډې كيسې، دماشومانو لپاره ليكل شوي كتابونه او اخباري مقالې په عربي نړۍ كې بې شمېره لوستونكي لري، داسې هم ويل كيږي، چې تامر له هغو عربو ليكوالو نه يو دى، چې اثار يې تر بل هر چا زيات ژباړل شوي دي. دتامر
د نخودو كڅوړه
دنخودو كڅوړه جاويد چودهري ژباړه: نورمحمد سعيد د نخودو وروستۍ دانې مې هم خولې ته کړې او له کاغذي کڅوړې نه مې يو توپ غوندې جوړکړ، وروسته وړاندې مې وکتل، لرې يوې څنډې ته ډېران و، ور رهي شوم، چې نږدې ورغلم يو څه مې په زړه کې راتېر ش
نابغه ګان
نړيوال نابغه شخصيتونه ګريګوري سميت: په ۱۹۹۰ م كل وزيږېد او دولس كلن و، چې د سولې دنوبل جايزې لپاره نوماند وټاكل شو. ګريګوري په دوه كلنۍ كې لوستل زده كړل. په لس كلنۍ كې د پوهنتون د زده كونكي په توګه ومنل شو. ګريګوري سمته نه يوازي دا، چې يو نابغه دى، بلكې كله، چې له زده كړو وزګار شي، نو دا تنكى زلمى د سولې او دماشومانو دحقونو د مدافع په توګه نړيوال سفرونه كوي. دى د مدافع وكيلانو ديوه داسې مركز موسس هم دى، چې پ
ژوند
ژوند (لنډه کیسه) ليکوال ممتاز مفتي ژباړه: نورمحمد سعيد
غونډو
غونډو زموږ د كلي پاى ته راشه له سرو سينځلو تر انارو پورې بيا تر مميزو تر جوارو پورې زيړ جوار به ګډ نينه كړو په انارو به خوله سره كړو شو به برج ته سره پورته د دنيا به سيل وكړو