د لارې خنډ

نورمحمد سعيد

 

د تكړه ليكوال ښاغلي نصير احمد احمدي صاحب يوه لنډه كېسه مې يو وخت لوستې وه، چې اوس يې نوم رانه هېر ده. د هغې كېسې راوي يو انجنير دى، چې د كو جوړولو لپاره نقشې جوړوي. دى وايې، يو پښتون ملګري مې راغى او راته وې ويل، چې د كور لپاره يوه نقشه راته جوړه كړه، خو بايد لوړ برجونه او مورچلونه ولري. له دې وروسته وايې يو هزاره راغى او هغه هم د نقشې غوښتنه وكړه، خو هغه بيا وايې غوښتل، چې په كور كې ورته د موټرد درولو ځاى( ګاراج) جوړ كړم. دغه انجنير وايې له پښتونه مې وپوښتل، چې د څه لپاره په كور كې مورچلونه جوړوي، نو وايې ويل يې، چې سړى بايد د راتلونكې غم وكړي، سبا به د تربورانو بد راپورې وي او زه به ورته د ځان ساتنې لپاره پاخه سنګرونه نه لرم. وايي كله مې، چې هزاره ته وويل، چې ته خو موچي توب كوي له موټر او ګاراج سره يې ستا څه كار، نو وايې په خندا يي راغبرګه كړه، چې خداى مهربان دى كه نن نه وي سبا به ګاډى راكړي، بايد په كور كې ځاى ورته ولرم. د احمدي صاحب دا كېسه د كابل په يوه څنډه كې د يو لوى برج په ليدو راياده شوه. د كابل ښار په يوه څنډه كې د غونډيو يوه لړۍ ده. ويل كيږي، چې  په دې غونډيو كې پخوانيو واكمنانو پوځي تاسيسات جوړ كړي وو.  كلا ګانې وي، برجونه يې در لودل او په برجونو كې پاخه سنګرونه وو.  تاريخونه داسې كاږي، چې په ۱۸۸۰ كال، چې په افغانانو د يرغلګرو انګريزانو په ضد پاڅون وكړ او په ميوند او كابل كې يې انګريزان ښه وڅنډل، نو انګريزانو ددې لپاره، چې خپل پاتې  شل شوټ پوځونه په حيا پرده كې له افغانستان نه وباسي، له شاه زوى سردار عبدالرحمن خان سره، چې هاغه وخت د هېواد په شمال كې و يوې هوكړې ته ورسيدل. سردار عبدالرحمن خان د همدې تړون له مخې د امېر عبدالرحمان په صفت كابل ته ننوت او انګريزان له خپلو لشكرو سره له افغانستان نه ووتل. د امير او انګريزانو ترمنځ افغانانو ته دواك سپارلو تړون له همدغو غونډيو او پرې ابادو كلاګانو نه په يوه كې، چې د مارانو د غونډۍ په نوم مشهوره وه لاس ليك شو. امير واك ته له رسيدو وروسته په دې تاريخي غونډۍ باندې يو برج او يو څه نور تاسيسات جوړ كړل. دې برج ته امير عبدالرحمن خان د شهر ارا نوم وركړ. د شهر ارا برج شپږ پوړه لوړ و، تر څلورم پوړ پورې يې څرخي زينې درلودې، چې له خښتو او چينې څخه جوړې شوې وې او له څلورم پوړ نه وروسته د دوو پوړونو لپاره لرګينې زينې جوړې شوې وي. د شهر ارا له برج سره ګلخانه هم وه، چې وايې درې واړه برجونه يې درلودل. ويل كيږي، چې د دې برج پنځو پوړونو كومه ودانۍ نه درلوده، خو په شپږم پوړ كې يې يوه خونه وه، چې بيا وروسته د مدرسې په توګه كاريده. برج شپږ كړكۍ يو رواق او يو ور درلودل. اوس مهال دا برج نيم نړيدلى او نيم پاتې دى. ويل كيږي، چې دامير امان الله خان  په ضد د سقويانو په اړو دوړ كې وران شو. اوس يې خواو شاته ډېره وداني شوې ده، خو دا تاريخي برج، چې نه رغول كيږي او نه  له منځه اېستل كيږي، دلارې په منځ كې د پرتې لويې  تېږي په څېر يوه  خڼد ته ورته دى.