دځوانو ليكوالو لپاره يو څو دپام وړ ټكي

نورمحمد سعيد



ليکل يوازي  يو هنر نه دى، بلکې دا يو مهارت، تکړه توب او د ښه استعداد څرګندونه هم ده.  هنر د تورو،  لغتونو او جملو په مټ د نورور په وړاندې د خپلوافکارو د څرګندولو قوت  په لاس درکوي. ديوه  ليکوال  تعريف  په ډېر ډوله کيداى شي، خو زما په  آند يو ليکوال انځورګر ته ورته دى، چې توري د برسونو او کاغذ د کينوس ( ټاټ ) په توګه کاروي، د خپلو جملو، سبک او څرګندونو په وسيله  يو ځلانده منظره انځوروي.  ممکن  تاسي  هم ډېر ځله د ليکلو هڅه کړې وي، خو ليکنو مو په چاپي رسنيو کې ځاى نه وي پيدا کړى، دلته  په ځينو داسې  طريقو سره غږيږو، چې  له  تاسي  سره به  مرسته وکړي، چې ليکنې مو په معياري  چاپي  رسنيو کې د چاپ کيدو جوګه  شي.


مطالعه وکړئ :

که غواړئ، چې دليکلو وړتيا مو ښه وده وکړي، هغومره ولولئ، چې وس مو كيږي.  يوه ورځپاڼه، مجله، ناول او يا هم کوم کتاب  واخلئ او هڅه وکړئ، چې په  هميشنۍ توګه يي مطالعه کړئ، خو پام مو وي، چې  له خپل توان نه  په زياتي مطالعې ځان مه ستومانه کوئ.

مثلاً د يوه پلان له مخې  هره ورځ  د يوې  مقالې او يا هم  د يوه کتاب د پنځه  شپږو پاڼو د لوستلو کو ښښ وکړئ. لوست  به  له تاسي  سره د جملو د جوړولو په زده کړه، له  تورو نه د کلمو په جوړولو او د ليکنو په بيلا بيلو طرزونو د پوهيدلو په لړ کې  مرسته وکړي. دغه  راز به مطالعه له تاسي سره ستاسي د خپل  ځانګړي  سبک  په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

ډېر ليکل کوئ :

دهرهنر په وده کې  د هغه  تمرين خورا ستررول لوبوي. يو قلم او کاغذ را واخلئ او هغه څه پرې و ليکئ، چې  په ذهن كې مو راګرځي. په دې توګه به تاسي وکولاى شئ  خپل ذهن  په څو ډوله  د يوه پيغام دليکلو له فن سره اشنا کړئ.

لکه يو انځورګر، چې د يوې تابلو د انځورولو پر مهال په بيلا بيلو رنګونو باندې له تجربې وروسته په خپله تابلو کې درنګونو تر ټولو غوره ترکيب کاروي، دغه راز به  په بيا بيا  او راز راز ليکلو سره تاسي وتوانيږئ، چې د ليکلو خپل پټ مهارت رابرسېره کړئ.


خپل مضمون وپيژنئ :

د ښې ليکوالۍ د زده کولو په لړ کې يو ډېر مهم کار دخپل توان پيژندنه  ده. که تاسي له لوبو سره مينه لرئ، نو په همدې موضوع ډېر په زړه پوري او مثبت ليکل کولاى  شئ.

که له ساينسي  مضامينو او يا تکنالوژۍ سره چندان علاقه نه لرئ، نوداچې، تاسي په ذهني توګه  له مضمون سره ښه همغږي نه ياست، ممکن په دې موضوع د ليک پر وخت مناسبې جملې هم پيدا نه کړاى شئ، خو په عين وخت کې د يادې موضوع  په اړه پرله  پسې مطالعه او څېړنه د موضوع  په اړه ستاسي معلومات زياتوي، چې ستاسي د ليکنې په پياوړتيا کې ډېره مرسته کولاى شي.


ښه څېړنه :

څېړنه د ټولو هغو ليكنو، چې رښتيني حقيفتونه پكې وړاندې كيږي، بنسټ دى . که تاسي په لوبو او يا تاريخي موضوعاتو ليکنه کوئ، نو سم او کره معلومات  به ستاسي  ليکنه  د لوستونکو په نظرباوري کړي. د دې لپاره اوسمهال انټرنيټ يوه اسانه او لنډه لار ده، چې معلومات  ځيني واخستل شي، خو بايد پام مو وي، چې له انټرنيټ نه اخستل شوي معلومات  له بيلابيلو ويبپاڼو سره پرتله کړئ، تر څو تازه او کره معلومات  مو راټول کړي وي.  بله دا چې،  له انټرنيټ  نه يوازي  د څيړنې  لپاره د معلوماتو را ټولولو په لړ کې ګټه واخلئ، نه د نورو د ليکنو د نقل کولو لپاره، ځکه  په خپل نوم د بل چا ليکنه تېرول پلاګياريزم بلل کيږي، چې دا په هر صورت غلا او جرم دى.


موضوعات ولټوئ :

ليکوالي له لوستونکو سره ديوې موضوع  شريکول دي. دا موضوع  د هر څه په هكله کيداى شي. ممکن دا موضوع د يوې ټولنيزې  ستونزې د هواري په اړه خبرې وي، د افکارو د بدلون په اړه يوه موضوع وي او يا داسې هم کيداى شي  د يوه  هنري سېريال په اړه معلومات او يا ديوه نوي چاپ شوي ناول په اړه دخپل نظر څرګندونه وي. دا موضوعات ستاسي خواوشا ويړ پراته  دي، خپل ذهن خلاص وساتئ، دغه موضوعات راټول کړئ او نورو ته يي وړاندې كړئ.  فرض کړئ  د نړۍ  د ترټولو هسکې ودانۍ په هکله، چې په  دبۍ کې ده يو مستند فلم وګورئ، هڅه وکړئ دهمدې ودانۍ په اړه يوه څېړنيزه ليکنه وکړئ.  دمعلوماتو شريكولو داسې انداز، چې عام نه وي او ورسره ستاسي د خپل نظر ګډون، دا ليکنه به د ډېرو لوستونکو لپاره خورا په  زړه پوري وي.

د لغتو نو خپله زېرمه جوړه کړئ :

ښه ليکوال په مناسب ځاى مناسب ويوکي (لغتونه) کاروي. د زياتو لغتونو پانګه درلودل ديوې ودانۍ لپاره د خښتو درلودلو په معنى ده. که زيات لغت ولرئ، ستاسي لوستونکى به ستاسي دليکنې په لوستلو کې هغومره اسانې محسوسه كړي. که يو قاموس ولرئ او هره ورځ يي په يوه پاڼه نظر اچوئ او د يو څو لغتونو دزده کړې هڅه  وكړئ ، نو که له يوه پلوه مو په ذهن کې د لغتونو زېرمه زياتيږي، بله خوا به دبيلابيلو لغتونو دکاريدنې له امله لوستونکو ته هم ستاسي ليکنه په زړه پوري وايسي.


خپل لوستونکي وپيژنئ :

د يوه ليکوال په توګه بايد تل د ليکلو په وخت هڅه وکړئ، چې ځان د خپل لوستونکي له ذهني کچې سره سم عيار کړئ. د مثال په توګه که د ماشومانو لپاره ليکل غواړئ، نو ناشونې ده، چې په ډېرو جدي مسايلو وغږيږئ. تاسي  بايد په  دې وخت کې د يوه دولس کلن په څېر وليکئ. موضوع مو بايد د داسې څه په هکله وي، چې د ماشومانو لپاره په  زړه  پوري وي. د مثال په توګه  لوبې، کارتوني فلمونه، دماشومانو کتابونه، تاريخ، ساينس، تخيلي لنډي کيسې او داسې نور. ستاسي  ليکنه  بايد د لوستونکو لپاره جذابيت ولري، که نه هيڅوک به  يي هم د لوستلو زيار ونه باسي.



يادونه :

چاپي رسنيو ته د خپلې ليکنې له  ليږلو وړاندې د هغې رسنۍ  پخوانۍ ګڼه مطالعه کړئ، چې په هکله يي زيات معلومات ولرئ. د هغو موضوعاتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ، چې  ياده رسنۍ پرې  زيات فوکس کوي. د مثال په توګه  تاسي نشئ کولاى د يوې سوداګريزې اونيزې  لپاره د والي بال په اړه  مقاله وليکئ.

دغه راز کولاى  شئ داړوندې  رسنۍ انلاين پاڼه وګورئ، چې په هغې کې د چاپ کيدونکو موضوعاتو په اړه معلومات  تر لاسه کړئ. که تاسي د هغې رسنۍ له معيارونو سره سم، چې غواړئ ليکنه مو په کې چاپ  شي د خپل ليک طرز عيار کړئ، نو بيا به مو په ياده رسنۍ کې د خپلې ليکنې د چاپ کيدو زيات چانس ترلاسه کړى وي.


ښه ايډيټ :

ښه اېډيټ  د ليکوال  ښه ملګرى وي. دغه  څه دي، چې د ليکلو اوږده تجربه  يي هم  را زده کوي. له ليکلو او کمپوز وروسته په خپله  ليکنه بيا يو نظر واچوئ.

ډېرى تېروتنې  به  د ناسم ګرامر کارولو، اوږدو جملو ليکلو، املايي تېروتنو او يا هم ناسمو او يا اضافي جملو په شکل  وي.

کله، چې اېډېټ کوئ بايد پام مو وي، چې جملې مو لنډې وي. کارول شوي لغتونه بايد اسان وي، چې هرڅوک پرې وپوهيږي. هغه معلومات، چې د ليکنې له موضوع نه د باندي وي له ليكنې څخه  لرې کړئ. جذاب سرليکونه پيدا کړئ او تر ټولو مهمه دا، چې په خپله ليکنه کې د لوستونکي لپاره جذابيت پيداکول له پامه مه غورځوئ.


خپله ليکنه په لوړغږ ولولئ :

کله، چې خپله ليکنه اېډيت کوئ، په لوړ غږ يي لولئ. په دې توګه به په ډېره اسانۍ هغه ګرامري تېروتنې په ګوتو درشي، چې دليکلو په وخت مو ورته ممکن نه وي پام شوي. يا به مو هغو نا انډوله جملو ته پام شي، چې بيا سمونې ته اړتيا لري.


بانډار وكړئ  :


ځيني خلک د ليکلو په مهال ستړي شي او په داسې حال کې ليکل پريږدي، چې په بشپړه توګه يي خپله هڅه هم نه وي کړې. د دې لپاره، چې له داسې حالت سره مخ نه شئ، تل په داسې انداز ليکل کوئ لکه له چاسره، چې مجلس کوئ.

ډېر زيات رسمي انداز مه اختياروئ، ځکه دا مو په ليکنه هم اغيزې کوي.  بايد انداز مو دومره  طبيعي  وي ، چې له هر ډول نمايشي انداز او ځان ښودنې نه پاک وي.


جذبه :

هرکار، چې تاسي يي کوئ په هغې جذبې پوري اړوند دى ، چې تاسي يي دهغه کار په اړه په زړه کې لرئ. ديوه ليکوال په توګه بايد تاسي په داسې جذبه کار وکړئ، چې د خپل زړه نړۍ څرګندول غواړئ او  د دې لپاره په زړه پوري موضوعات او جملې هم لرئ، چې ستاسي دلوستونکو لپاره ډېر جذابيت لري او ديوه مسلکي ليکوال په توګه تاسي ته يو پراخ  ډګر په لاس درکولاى  شي.