انځورګر

نور محمد سعيد

خبرې هر څوك كوي او بيا رښتيا خو دا ده، چې افغانان لږ زيات په خبرو مين دي، پيتاوي ته وي  او كه په كرونده كې  دبازار په ګڼه ګوڼه كې وي او كه په حجره كې،  كه څوك وار راكړي نو موږ خبرو ته شنه زمري يو، خو دا سړى څه بل رنګ خبرې كوي، داسې، چې ته به وايې  كتاب  په خپله غږېږي او يا تجربه مجسمه شوې وي او ښه ګړندۍ ژبه يې هم پيدا كړې  ده. لومړى ځل مې، چې  د افغان ادبي بهير په غونډه كې وليد  نو د ده د لاسونو د لړزانده ګوتو او د پوليس افسرانو په څېر څارګرو سترګو او په بې پروايۍ  د ږيرې او سر شيندلو وېښتانو ته په كتو مې ګومان كاوه، چې ښه مخكښ انځورګر دى، خو بې ځايه په شاعرانو كې ناست دى.

وروسته  مې، چې  په هماغه ادبي بانډار كې دده خبرې واوريدې، نو پوه شوم، چې سترګو يې  او د سترګو شاته هنرمند ذهن يې په پرله پسې توګه لټون كاوه ،  د ښه او غوره فكرلټون، د مناسب او متناسب خيال لټون د  داسې فكر لټون،  چې نورو ته هم د خير او زده كړې لامل شي. ګوتو يې هماغه شېبه قلم غوښت او څه يې، چې سترګو راټولول او هنرمند ذهن يې چاڼ كول  همغه يې بيرته كاغذ ته  سپارل  غوښتل او چې دا دواړه شيان په هغه چاپيريال كې  نه وو، نو په پرله پسې توګه يې د هوا په قرطاس  له تورو جملې  او له جملو نه انځورونه جوړول. پېكاسو او ډاونچى د ژونديو قامونو انځورګران وو هره فن پاره يې خلكو لا تر اوسه په زړونو پورې ساتلې ده، خو زموږ انځورګر ځكه د هوا په څپو ليك كاوه، چې دلته د ځان ساتل ګران دي، نو د علم او هنر خزانې به څوك ساتي؟

له مشرانو مې اورېدلي، چې پخوانيو پښتنو د هيواد په شمال كې شولې كرلې وې، خو حال ثابته كړه، چې د دې وطن ګل ورينه هوا  شولې هم په لونګو بدلوي. زموږ  دغه ماهر انځورګر هم د لونګو له دغو بوټو نه يو دى، د استاد شپون خبره په تن بدن نيشتو كې دغه سړى له ډېره كماله ډك دى، د مشاعرو په عنعنوي بنډارونو كې د نوښت خبرې كوونكى، په ادبي نصاب كې بدلون غوښتونكى، دغه نوښتګرروڼ آندى زموږ ادب ته پخپله لمن كې ډېر څه لري. هو... استاد اسدالله غضنفر يادوم خداى دې يې راته  تر ډېره ژوندى لري، چې ما غوندې زده كوونكي ترې تل فيض ترلاسه كوي.