د واوري شپه

ليكوال: زكريا تامر

ژباړه: نورمحمد سعيد

ددې كيسې ليكوال زكريا تامر، چې په ۱۹۳۱ م كال د سوريې په مركز دمشق كې زيږېدلى، په عربي نړۍ كې دلنډې كيسې له وتليو او اغېزمنو ليكوالو نه يو ګڼل كيږي. سره له دې، چې د تامرلنډې كيسې، دماشومانو لپاره ليكل شوي كتابونه او اخباري مقالې  په عربي نړۍ كې بې شمېره لوستونكي لري، داسې هم ويل كيږي، چې تامر له هغو عربو ليكوالو نه يو دى، چې اثار  يې تر بل هر چا زيات ژباړل شوي دي. دتامر په كېسو كې له كمزورو سره د زورورو سلوك،  له ښځو سره  د نارينه وو چلند او همدا راز له خوارو سره د مالداروناسم سلوك انځور او پرې احتجاج كيږي. تامر په خپلو ليكنو كې د لوستونكي مخ ته د خپلې ټولنې او په ټول كې د عربي نړۍ يو څرګند انځور ږدي. له ۱۹۵۷ كاله راهيسي يې تراوسه پورې د لنډو كېسو  يوولس ټولګې چاپ شوې دي، د مقالو دوه ټولګې او د ماشومانو لپاره يې هم يو شمېر كتابونه چاپ  دي. انګليسي ته يې دوه ټولګې ژباړل شوې دي او ډېرو نورو ژبو ته يې هم اثار ژباړل شوي دي، د واورې شپه نومې لنډه كېسه يې په پښتو كې ستاسو په وړاندې ده. ژباړن

**************

يوسف  د كړكۍ  په  ښيښه  پورې تندى  سرېښ كړ،  بهر يې كوڅې ته كتل. د باندې  شپه  يوه ساړه تور ګلاب ته ورته وه، د واورې واړه بڅركي په تت ډول وريدل.

د يوسف مور  چاى جوش  پر بخارۍ كېښود.  پلار يې غلى ناست و،په ګونځې ګونځې مخ  يې  خفګان له ورايه برېښيده. په بيزارۍ يې سترګې رپولې، دواړه لاسونه يې د دوو ستړيو ملګرو په څېر په ځنګونونو پراته  وو.

پېشو، چې د يوسف په لېنګو پورې يې ځان سولاوه، د د هغه غوسه راوپاروله،  په قار يې پورې وهله، پېشو ,و چنكيده، شاته يې ټوپ کړه او د بخارۍ څنګ  ته  نغښتې  پرېوته، په نااميدۍ يې سترګې پتې كړې او د يوه داسې خوب ليده  يې  پيل كړل، چې په يوه  لوى باغ  كې ګرځي، باغ لوړ دنګ ديوالونه لري،  غولى  يې په داسې مرغيو ډك  دى، چې ټولې  بې وزره دي، دا په كې د ځان لپاره  يو ښه چاغه مرغۍ خوښوي، په سراښتوب ورته ګوري. مرغۍ  له  ډاره  ټوپونه  وهي او په مات زړه سندره بولي.

  زه غريبه مرغکۍ يم

 يمه وږې

درته  وايم به سندرې

 يمه وږې ډېره وږې

او  پيشو په غوسه پرې ورټوپ وهي، خپل تېره  غاښونه د مرغۍ  په تنكۍ غاړه ښخوي، تر هغې يې كيكاږي، چې توده وينه يې تويه  شي.

يوسف د خپلې تښتيدلې خور د مخ په ورياديدو ټنډه د كړكۍ په لمدې ښېښې پورې نوره هم ټينګه كړه.

خور يې غلې نجلۍ وه، تل به  يې موسكا پر مخ خپره وه.

له ځانه سره يې وويل: زه به يې ووژنم كه مې وموندله، سر به ځينې پرې كړم.

پلار يې ځينې وپوښتل:

وه هلكه ! ته په ولاړه ستړى نه يې؟ 

خو يوسف لا هم بې له دې، چې ځواب وركړي، پخپل ځاى ټينګ  ولاړ و.

مور يې په بيړه خبره بدله كړه.

هو رښتيا!!  له ما هېر شو، درته ووايم، چې پرون شپه مې څه ليدلي، ما هغه بيا وليده!

يوسف په تلوار مخ ورواړه، خو د مور مخ  ته  په كتو پوه شو، چې  بيا يې هغه صحرايي  ماره ليدلې، چې د دوئ  د زاړه كور په خټينو ديوالونو كې چيرې  پټه اوسيده.په خيال كې يې صحراىي  ماره وليده، چې  پرون شپه د سپوږمۍ  په رڼا كې تكه  توره ځلېده  او د كور په غولي پسته  اوښته را اوښته او په خپله لار ښوييده.

مور يي ورو وويل :ډيره ښايسته ښكاريده، داسې  لكه ملكه!!

يوسف داسې وانګېرله  لكه ماره، چې رښتيا يوه داسې ښايسته ملكه وي، چې مينزې،  مرييان يې ټول مړه شوي وي او دا يې په يوازې سر په پراخه خاوره پاچاهۍ ته پرې ايښې وي.يوې پخوانۍ غوسې د يوسف په سينه كې اور بل کړ، پلار ته يې مخ ورواړاوه او ويې ويل:

- دا به مو وچيچي.

د لږې شيبې لپاره يې د پلار په سترګو كې خوښي وځليده، ورغبرګه يې كړه.

- دا يوازې هغه چيچي، چې ورته زيان رسوي.دا په دې كور كې له هغه وخته راهيسي اوسي، چې زه لا نه وم پيدا او تر اوسه يې څوک نه دي چيچلي.

يوسف فکر کاوه، چې ماره د ځان په هكله د ده  په كركه پوهيږي او داسې شيبې ګوري، چې دى و چيچي.

څو ځله يې پلار ته ويلى وو، چې بايد يوه داسې نوي كور ته كډه شي، چې له خښتو، سيمټو او اوسپنو جوړ وي. په خيال كې يې داسې  يو كور ليد، چې لوړ سپين ديوالونه لري او د لمر رڼا په كې ويړه وي، خو پلار يې ورسره نه منله: (زه همدلته پيدا شوى يم او همدلته به مرم)

يوسف په زيږ ه غوني پلار ته وكتل، سپين ږيرى وټوخيد او د پېغور په توګه يې وويل : (( پيدا يې كړه، كه په وس دې پوره وي او ويې وژنه!

يوسف كړكۍ ته څيرمه خالي چوكۍ ته وكتل او په زړه كې يې  ورتېره شوه، پيدا به يې كړم،  نه به رانه تښتي!

 خور به يې ماسپښن مهال په همدې چوكۍ ناسته وه، خندل به يې، غږيده به  او له  خپلې پېشو سره به يې لوبې كولې، خو اوس ترۍ تم وه.

سګريټ  د يوسف  په جيب كې پراته  وو، غوښتل يې و يې څكوي، خو د پلار په وړاندې يې سګريټ نه څكول، له کوټې نه په وتو و، چې پلار يې پرې غږ كړ، چېرې ځې؟

-         ستړى يم ويده كيږم

-         خوار زڼكى څنګه په ځان ظلم كوي..بيچاره!!  ټوله ورځ دې تيږې ماتولې؟  ته خو هيڅ كار هم نه كوې، بيا څنګه ستړى شوې؟  ته په ارږمۍ  ايستلو هم ستړى كيږې؟ دا راته ووايه ته هيڅ  يو كار نه شې پيدا كولاى؟

مور يې زرد پلار خبره غوڅه كړه:  دى ناروغه دى، ته يې  نه وينې ؟ نه ګورې،  چې څنګه رنځور او زيړ زبېښلى  ښكاري؟

 يوسف وپوهيده، چې هغه وخت، چې ده نه غوښتل راشي، راورسيد.

پلار يې مور ته په قار وويل : دا هر څه ستا له لاسه دي، همدا  ته يې، چې دا ماشومان دې بې لارې  كړي دي. هلك يوازې خوري او خوب كوي  او نجلۍ هغه ده له كوره وتښتيده. ميرمن مې له ګاونډيو ښځو سره په خبرو وخت تيروي او زه د خره په څېر كار كوم.

-         چغې مه وهه،  ګاونډيان به دې غږ واوري!

-         زه به تر هغې چغې وهم، چې وس مې كيږي.. او بيا يې سرځوړند كړ او په ژړغونې غږ يې وويل:  يا الله (ج) څه ګناه مې كړې ده، چې په تېر عمر له داسې شرم سره مخ شوم.

ښځې يې ورته وويل:  ما درته ويلي، چې پولېس پرې خبر كړه، چې لور مې وركه ده.

-         تا به په كور كې يوازې نه پرېښوده كه نه!! كه تا كور نه پرېښودلاى او د ګاونډيانو په كورونو نه ګرځيداى نو هغې به نشواى كړاى، چې له كور ه  ووځي. ولې دې له ځان سره نه بيوله؟

-         د كور له پاكولو وروسته خواركۍ دومره ستړې وه، چې زړه مې پرې وسوځيد.

-         خواركۍ!

-         خواركۍ د حلالولو  وړ ده. كه خپل خپلوان يې پوښتنه وكړي څه به ورته وايو، چې چېرې ده؟ ته غواړې، موږ ورته ووايو، چې مور يې په ګاونډيانو ګرځيده، نجلۍ خپله غوټه ترڅنګ كړه او له كوره وتښتيده، اوس موږ نه يو خبر، چې چيرې ده؟

يوسف ته يې مخ ورواړوه او په سخته  يې ورته وويل ((زه غواړم ته يې ولټوې او پيدا يې كړې، ويې لټوه، پيدا يې كړه او د سپۍ غاړه  ورپرې كړه.

يوسف ته د اختر په ورځ د قصاب  د دكان په درشل پروت پسه ور په ياد شو، چې غاړه يې پرې وه او د پسه له ډاره ډك ځيګروي هم ور په زړه شول، چې د قصاب تر ګونډه لاندې رغښت او د قصاب لويه تيره چاړه  هم، چې د پسه په مرۍ تيره شوه او وينه يې هم، چې له ژور سره ټپ نه وبهيده.