د نورمحمد سعيد لخوا خپرې شوې لیکنې
لاپردى يم په دې ښار كې
غزل دغريب ښكلي په رنګ يم له ښكلا سره بد رنګ يم
نصيحت
نصيحت سپينې سپينې مه وايه تنها به شې ګرانه ليونی به شې رسوابه شې مه کړه په دې چم کي دبدلون کیسې یاره زوروره دخـــــــــــندا به شې ستا د بيا راتګ لارې تر ما راځي هر چيرې چې لاړ شې بيرته رابه شې هرڅومره مغرور که یې پښتون خو يې در به ننواتی شم پخلا بـــــــــه شې کله کله وځه د صحرا
خپله جنازه
خپله جنازه څومره باراني هغه شيبه شوله سرته مې بالښت چې ستا اوږه شوله مياشت بكره ولاړه داسمان ترمنځ لاندې پرماو تا بيا توره شپه شوله ما چې چپه سترګه ورته پټه كړه
دنورعلي بريا
له هندوستان سره داى سي سي په شل اوريزه لوبه كې كه څه هم دافغانستان ملي لوبډلې لوبه بايلوده خو دملي لوبډلې وتلي لوبغاړي نورعلي ډېره په زړه پوري لوبه وكړه او دهندوستان دقوي ټيم په وړاندي يي په اوه څلوېښتو توپونو نيمه سليزه ووهله . له دې وړاندي هم د کرکټ نړیوالې شورا ويلي و چې د افغانستان د ملي لوبډلې اوپنر یا پيلونکی نور علي ځدراڼ د کرکټ په تاريخ کې څلورم لوبغاړی دی چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې پرله پسې سل منډې پوره کوي. ۱
دكتاب ناورين
داپريل ۲۳ مه اوپه افغانستان كې دكتاب ناورين نورمحمد سعيد داپريل 23 مه په نړۍ واله توګه دكتاب اودتاليف دحقونو دورځې په توګه نمانځل كيږي .كه څه هم په نړۍ كې اوس كمپيوټراوپه تيره انټرنيټ دكتاب چاپ كونكي له يولړستونزو سره مخ كړي دي خودكاغذ په مخ دكتاب چاپ او دهغه دلوست اهميت ل
داوړۍ به كله شړۍ كيږي
داوړۍ به كله شړۍ كيږي نورمحمد سعيد نن سبا په ټوله نړۍ كې دچاپيريال دككړتيا دمخنيوي په هكله ډيرې هلې ځلې كيږي . په دې هكله دتيركال ددسمبر په مياشت كې دډنمارك په كوپن هاګن كې يونړۍ وال كنفرانس هم ترسره شو چې د۱۱۰ هيوادونو مشرانو پكې ګډون درلود .كه څه هم له دودسره سم دكنفرا
تيښته
تيښته نورمحمد سعيد خلك د تيښتې په حال كې دي، له مرګه نه تښتي ، له ژونده تښتي. له داسې ژوند نه، چې بې ارزښته دى. د خپل تن مړى به څو ك تر څو په اوږو بار ګرزوي؟
پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې
علم ګل سحر غزل نظر مې شي ستومانه،بيرته ستا رخسار ته راشي بې کوره مسافر دی
د درويش ياد
دفلسطين ملي شاعر محمود درويش محمود درويش دفلسطين ترټولو مخکښ شاعر بلل کيږي .دشاعري ترڅنګ په ادب او ژورناليزم کې هم درويش ډېر نوم وګاټه خو نړۍ يې دفلسطين دشاعر په توګه پيژني .ځيني خلک يې دفلسطين ملي شاعر هم بولي .په 1962 م کال چې محمود 22 کلن وو لومړۍ شعري ټولګه (دزيتون پاڼې) يې چاپ شوه.ددې ټولګې له چاپ کيدو وروسته ډېر مشه
غزل
غزل له مانه خو به ټوله دنيا هېره کړې اسانه خو ما به څنګه هېر کړي مرګيه له دنيا نه يوڅو شيبې لانورې مې دمات زړکي ميلمه شه دياردليدو خياله ځنکند ن مې کړه اسانه په لټه کې يې ټول عمر له خپله ځانه ورک وم ژوندون مې پيدا نه کړ،شاهد اوسه اسمانه
ياد
ياد چې شپه ورغوی خلاص کړي ورباندي کيږدي ډيوه ګۍ دسپوږمۍ ويړه شي پاکه مينه ناکه رڼا ويلې شي توی شي دلوی سيند غيږې ته تاندې پيغلوټې پلوشې دسپوږمۍ دسيند څپو سره اتڼ واچوي زه دخپل ذات ځنګله ته ننوزمه نو ته را ياد شي دعمرونو ياره زما دستړيو او بې وسه شيبو دلاس نيوي ملګريه دلته نو شپه هم نوک نيولی شي سوکه تيريږي دغه شيبه وي چې ځان خپل وګڼم ژوند هم رابيرته شي مسک
علم ګل سحر
علم ګل سحر غزل نظر مې شي ستومانه،بيرته ستا رخسار ته راشي بې کوره مسافر دی،نا اشنا ديار ته راشي په سترګو کې ځای نه لري،په زلفو کې دې ورک شي يو ستړی کليوال،تياره ماښام بازار ته راشي
غزل
غزل دلته له وچو شونډو ،دژوند نغمه هېره ده چې به يې زړه تخناوه ،هغه کېسه هيره ده دکشمالو پر پوله ،دشنو بنګړو ماتيدل دکليوالې چټې هغه شيبه هېره ده
ياد
څه شوي هغه تورې سترګې او تور زلفانڅه شوه هغه زما دهر مرض درمانسپوږمۍ ته خو ړنده نه يی ښه يی وينېپه کوم پالنګ کی ويده ده راته وايه کوم له تانه دا پرسانزه يی وينم دشرابو په پياله کې راته انځور کيږيهغه زما روح،زمادين او زما ايمانراشه راشه درب لپاره زما څنګ تهزما مينه ريښتيانۍ ده نور دي غمازانباده ولاړ شه دسوی زړه حال می ورته يوسهمرګ ولاړ ده دروازه کی روح می اخلی ستا دېدن اخير ارمانراشه خدا
ډرامه
ډرامه لنډه کېسه :ليکوال نورمحمد سعيد 30.01.2010 15:38 د جلالي بابا دزيارت له د بانديني ديوال سره سرترسره يوه اوږده چوتره وه ، چې خلک پک
بای ذنب قتلت
د2010 م کال دجنوري په 25 م ماسپښين دعراق په تکريت کې ګورکيندونکو مزدورانو ديوه قبر له کيندلو وروسته په ګرمو اسويلو خپل تڼاکې لاسونه تبل.په دې يې ډېر سر نه خوږاوه چې ددوی په لاس جوړ شوي قبر ته چې کوم مړی راوړل کيږي په هغه به نن ماښام څه تيريږي .بلکه په دې فکر کې ډوب وو چې ددوی دمزدوري به څه کيږي او په قبر به دمرمرو کار څوک او څنګه کوي .دغه مړی چې څو شيبې وروسته ددوی تر پښو لاندي خاورو ته سپارل کيده ،کوم يوعادي عراقی مړی نه و بلکه يو داسي مړی وو چې ټول ژوند يې له دغو کم نصيبو خلکو ليرې په قصرونو
درې ملګري
درې ملګري ښاري تونس موټر چې دباغ بالا له غونډۍ مخ په ځوړ روان شو ، نو د ليسه نادريه له څلورلارې سره چادلاس په اشاره ودراوه .دری تنه ځوانان چې دباران په څاڅکو لامده وو ،او اوبه يې له وېښتانو نه څنډلې موټرته په بيړه راوختل ،اوځانونه يې په چوکيو غوځارکړل. له دوی نه يوچی ترکانو ته ورته ګرد سراو غوښين مخ يې لاره ږيره بريت يې چټ خريلي و او واړه ويښته يې لرل له کيناستو سره سم يې په خبرو پيل وکړ .شايد دعادت له مخې يې له خپلې هرې خبرې وروسته په زوره زوره خندل .ډېره بې وړه خندايې وه داسي لکه دونې له
غزل
غزل چې مې په زړه کې ستاياد ،کومه شيبه تېرېږي وروسته مې ډېري شېبې ،په اندېښنه تېرېږې دورځي تږی يمه، دجل وهلي په څير دشپې دې وينم په خوب، شپه مې ډاډه تيريږي ګل مخيه ستا انځور مې ، په زړه کې داسي ګرځي لکه د شپې په زړه کې ، چی پلوشه تيريږي ورک شي کمبخت ارمانه ،چې داسي
مورته
1371 لمريز کال و،مور مې ميرانشاه ته ولاړه چې تر څوارلسو کلونو وروسته خپل دوه وروڼه اودوې خوېندې ووينې .مور مې لانه وه خبره چې دواړو وروڼو او يوې خوريې لادمخه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي وې او بله خور يې په بل ښار کې اوسيده . دلته په کابل تنظيمونو اور بل کړی و،زه هم ددغو اورونو په لمبو کې ايسار وم.يوه مياشت وروسته دمور له مرګه خبر شوم.او دګوليو په باران کې له کابله ووتم.پرمور مې يې دمهاجرو په هدېره کې خاورې اړولې
بي بي زره
بي بي زره دشنوبنګو بوی رانه غی دکوچۍ په ټټر ناڅې دلونګو بوی رانه غی بي بي زره ړنګه بنګه دسپېرې صحرا ملنګه بي بي زره دډول لښته دګلونو پر سر څرښته بې بې زره ليونۍ وه په غمونو کې بې باکه په خندا او په سندرو يې چوه دسوي زړه تڼاکه بي بي زره بې سالو وه لکه رنګ په الواته وه په خبرو کې وه تيزه \په سندرو کې اوبه وه بي بي زره يوه شپنه وه له خندا نه تکه شنه وه چې باران به ښه زړه سوړ کړ دچنګښو به کورړی و لکه لښته تاويدله زړه يې يار پسي سوری و زه هم وړ وم هلک وم بي بي زرې نه