غزل

 

 

چې مې په زړه کې ستاياد ،کومه شيبه تېرېږي

وروسته مې ډېري شېبې ،په اندېښنه تېرېږې

 

دورځي تږی يمه،   دجل وهلي په څير

دشپې دې وينم په خوب، شپه مې ډاډه تيريږي

 

ګل مخيه ستا انځور مې  ، په زړه کې داسي ګرځي

لکه د شپې په زړه کې ،   چی پلوشه تيريږي

 

ورک شي کمبخت ارمانه ،چې داسي زر ستړيږي

لاخو سکڼی ماښام دي ، لاخو به شپه تيرېږي

 

دتنهايې او وحشت ،   شپه دصحرا په غيږ کې

له نورو نه يم خبر ، په (سعيد)ښه تيريږي

 

نور محمد سعيد