علم ګل سحر
غزل
نظر مې شي ستومانه،بيرته ستا رخسار ته راشي
بې کوره مسافر دی،نا اشنا ديار ته راشي
په سترګو کې ځای نه لري،په زلفو کې دې ورک شي
يو ستړی کليوال،تياره ماښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي،خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته
تش والوزي هواته،مرغۍ بيرته مار ته راشي
يتيم چې په ژړا شي،ميره بيا څپيړه ورکړي
ماشوم که څوک خپه کړي،په ژړا به پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې کړي،څو کاڼي دلته پريږدي
يو څو ليونيان ووځي،يو څو بيرته ښار ته راشي
په کور کې څراغ نه لري چې کښيني رڼا ته
چې توره شپه خوره شي،سحر ځکه يار ته راشي
11/1/1381
وزير اکبر خان مينه
علم ګل سحر
غزل
زمونږ وطن ته لوګي مخکې،رڼا وروسته راځي
اول ژړا وي فرياونه،خندا وروسته راځي
وسلې راوليږي او غلي راته ووايې چې:
د ډوډۍ غم مه کوئ،دغه سخا وروسته راځي*
هغه سپوږمۍ ده،خو سپوږمۍ غوندې تنها نه راځي
تر مخ يې ډار د بيرته تلو وي او دا وروسته راځي
په کومو ګلو به ستا مينه ماتومه ګلې
سپرلي راځي،خو وايې ښکلې تر تا وروسته راځي
د تسبو لړ نه يوې ښکلې ته اميل جوړي
لمونځ قضاء کيږي،نيت تړئ چې ملا وروسته راځي
يتيم ماښام پورې په خاورو کې لوبيږي وايي:
يوازې نه ځمه خپل کورته،بابا وروسته راځي
دوی وايې وکړئ ګوزاره له ښامارانو سره
ډير زورور دي،کوه طور نه امساء وروسته راځي
1383/1/16
وزير اکبر خان مينه - ازادۍ راډيو
غزل
په تورتمونو،په اورونو کې لار روغ پاتې يو
ترکاڼي کلک يو،توپانونو کې لا روغ پاتې يو
هره خوا کرکه وه،کينې وې،موږ به مينه کړله
عجبه نه ده؟امازونو* کې لا روغ پاتې يو
بيرغ دمينې مو په هيڅ جګړه کې ښکته نه کړ
له دې سببه په تيغونو کې لا روغ پاتې يو
دا ښکلې هسې له موږ مخ اړوي،ځان کنجوي
موږ يې په روح،موږ يې په زړونو کې لا روغ پاتې يو
سرو اننګيو ته يې ګورو،خو لانه پرې سوځو
په دومره ښکلو او حسينو کې لا روغ پاتې يو
که مومن خان دې چيرې وليد ورته ووايه چې:
موږ د ښامار تيرو غاښونو کې لا روغ پاتې يو
مخامخ خاندي او له شا مو په خنجر ووهي
سحره!مونږ داسې وختونو کې لا روغ پاتي يو
که ښکلې نه وای؟
که ښکلې نه وای
زمونږ ژوند به څه و
په څه اميد به موږه ژوند کولو
په کومه هيله به ژوندي پاتې وو
که ښکلې نه وای
لمر به څومره يخ و
لمر به تياره و
او سپوږمۍ به نه وه
که ښکلې نه وای
نو په بڼ کې سرو غوټو به څنګه
داسې موسکا کوله
او سره ګلونه به په څه غوړېدل
د لمر ګلونو به نو کوم پلو ته
داسې په ځير-ځير کتل
که ښکلې نه وای
دا اسمان به په دې ښکلو ستورو
تر دې لا هم مغرور و
ځکه هغه وخت به يوازې اسمان ستوري لرل
که ښکلې نه وای
دا جګړې به تر دې هم ګرمې وې
د هر چا زړه کې به د کرکې اور و
د هر چا زړه به له ژوندونه تور و
که ښکلې نه وای
نو د شعر پري به
له کومه لوري الهامونه راوړل؟
که ښکلې نه وای
زمونږ ژوند به څه و؟
په کوم اميد به موږ ژوندي پاتې وو؟
17\7\1372
پکتيا،د زرملي اسلام خيل
يو غمی د سيند په تل کې
يو غمی د سيند په تل کې رانه ورک شو
نه پوهيږم په څه چل کې رانه ورک شو
اننګو کې دې زما د کتو فصل
ټوکيدلی و،په ګل کې رانه ورک شو
يو شين خال به مې نمانځه هميش په زړه کې
ستا خواره واره اوربل کې رانه ورک شو
د شانې خوله کې زما ارمان نيمګړی
د هغې د زلفو ول کې رانه ورک شو
د نيرون* په هوسونو کې لاهو شو
خوږ کابل مې په کابل کې رانه ورک شو
6\8\1382
پکتيا،زرمت-اسلامخيل
د اننګو پسرلی
چې په دې ښار کې نازولو سره مينه کوو
لکه په ځوځو کې له ګلو سره مينه کوو
ژوند خو به خود په اشارو او کنايو تيروو
درقيب خوا کې چې له ښکلو سره مينه کوو
نه غوټۍ غوړيدې بڼ کې،نه ګلونه وينو
هسې سپرلي کې له بمبلو سره مينه کوو
د اننګو د پسرلي په هيله –هيله سوځو
ځکه لمبو کې له سوځلو سره مينه کوو
کمڅۍ-کمڅۍ زلفې دې څه دومره په ناز اړوې
مونږه د دار پر سر زانګلو سره مينه کوو
په نورو اوري يې د شونډو د سپرلي ګلونه
مونږ بد نصيب يې تش ليدلو سره مينه کوو
3\8\1369
کابل پوهنتون
مينه کې څومره فرق وي
زه يې په زرو له ميکدې وايستم
او ته په خپله خوښه
له هغې ښکلې کعبې بيرته راغلې
نو
زاهده ووايه اوس
زما او ستا مينه کې څومره فرق دی؟
22\7\1372
علم ګل سحر
غزل
نور به یې په لوري موږ کاته پریږدو
موږ که ترې نه ځو ورته خپل زړه پریږدو
ځﺉ له دې بې روحه ښاره کډه شـــــو
ستړي ارمانونه میلمـــــانه پریږدو
شیخه که پردې مو ګناهګار بولـــې
موږ به خپلې ږیرې ترنامه پریږدو*
مه کوه ګوزار د درو مـــه کوه
نور به دسندرو اوریده پریږدو
راشي د ټوپک له خولې پیغام داسې
وژنو یې له سره کله مــړه پریږدو
دا وطن خو ښکلی دی جنت دی خو
موږ به یې له لاسه د یوه پریږدو
۲۰/ ۱۱/ ۱۳۷۸
کابل- څارندوی مینه
* دغزل سالار استاد محمد صدیق پسرلي له یوه شعر نه په الهام
ورک ارمان
زه پر اغزیو باندې اوسم او دا هیڅ نه وایي
مینه ارزانه ورته ښکاري،اشنا هیڅ نه وایي
زه چې یې سترګو نه دورک ارمان پوښتنه کوم
یایې په ټنډه ګونځې راشي او یا هیڅ نه وایې
چې راته ګرانې نه دې ،مینه پسې مړې دي زما
چې په ما ګرانه ده،هغه دلـــــــربا هېڅ نه وایي
دملـــــــغلرو منځ کې ورشم،دیو تار په بڼه
تر سپینې غاړې یې چاپېر شم دالا هېڅ نه وایي
دزړه ازار لــــپاره راشي ،لکـــــه ته ولاړه شي
له ګل نه شته خوشبويي یوسي ،هوا هېڅ نه وایي
دخدای په میـــنه یې دسترګو تــــلاوت کومه
دامې ګناه شوه ،که ثواب شو،ملا هېڅ نـــه وایي
امان الله !ستاغوندې نه دی چې به غم خوري زموږ
بس ګوزاره کوي،ژوندی دی ،پاچــــــا هیڅ نه وایي
هر سحــر غوږ یم ،بلبلان ذکــــــــر دګلو کوي
حیران په دې یمه،چې ښکلې له تا هیـــــڅ نه وايي
۱۶ /۴ /۱۳۸۳
درڼا تناب
ته یی سپیڅلې !
ته اروا دمریم
ته لکه پرخه په ګلپاڼو باندې
ته لکه وړانګه پاکه
ته دبلبل اوښکه یی
روح دې مینځلی
دزمزم په اوبو
ته یو احساس،ته عاطفه یی ګلې!
ته له ګناه پاکه یی
خو دلته هرپلو ګناه ده ګناه
لکه چې ته دلته بې وخته راغلې
لاخو کینې دي،
لاخوکرکې خورې
لاخو دمینی جامي رنګ دي
دګناه په وینو
لادقابیل هابیل کیسه ده
دهرچاپه ژبه
او دبلقیس او سلیمان مینه
له ټولو هېره
ځمکه فساد نیولي
اسمان کي ورېځې دي دکرکې خورې
لاديزید توره
ریبي سرونه
لاخو دهرچازړه کي کرکه شنه ده
لاخو دهرچازړه کي بل، دانتقام اورورنه
لاخو په مینه هیڅوک نه پوهېږی
نو دامنې راسره؟
چې ته بې وخته راغلې
دې دنفرت نړۍ ته
ته چې دچازړه کي کینه وویني
داستا په سترګو کي دوير فصل
راوټوکيږي
تاته دزور او زرو سترګي ټیټی
ته دقارون،ته دپاچا،ته دجابر
له څنګه تېره شې
موسکۍ شې وایې
عجب ساده خلک دي
دومره په زور او زر مغرور ولي دي
ته دسندرو سیپارې
په مینه-مینه لولي
ته لکه زه په یوه ورکه پسې یتړې ښکارې
مینه،مینه،مینه!
اوه،نه پوهېږم
ښایي دا هم ستړې وي
ښايي چې مینه هم
تیارو کي سرګردانه ګرځي
دیوه زړه په لټه
داسي یو زړه چې کرکه نه پېژني
چېرې به وي؟
نه پوهيږم،نه پوهیږم
*****
ته يې سپېڅلې!
ته اروا دمریم
ته یوه پاکه فرشته یې ګلې!
ګوره ابلیس میني ته خاوري شیندي
دفرښتو دلارښوونې
خوب یې بیا لیدلی
ابلیس دمیني دښمن
فرښتې تاته وایم
له خپلو ښکلو شونډو
دولاحولو توري مه غورځوه
ابلیس لباس دي
کله- کله په بدل لباس کي
راشي دکرکې او ګناه تخمونه وشیندي،ځي
په لباسي خندا یې مه غولیږه
چې ولاحولودرنه هېره نه شي
ایت دمینی تل په ځان چوف کوه
ابلیس په سپین لباس کي راشي
فرښتو ته لار ښوونه کوي
ابلیس دمار زهر
دمیني په پیالو کي راوړي
نو
فرښتې تاته وایم
اعوذ بالله او ولاحولو
تل پر شونډو لره
*******
ته یې سپېڅلې !
ته اروا دمریم
ته یې دنور لارښوده
زه دې چې سترګوته په ځېرګورمه
ماخپل ارمان ورک کړی
زه دي په ښکلو شرابي سترګوکي
درڼالارې ګورم
او
زما دعقل بېړۍ
داستادښکلو سترګو
دسمندرپه توپاني څپوکي
غرقه ښکاري
اوزه تیارو کي بندي
په تروږمۍ کي
له برهوت څخه فریادکومه
ته په وړانګینو لاسو
دادرڼا تناب راخورکړه
مادرواخله ښکلې
چې دې نفرت- نفرت جهان کي مې
نور زړه تنګ شوی!!!
۲۹ جون ۲۰۰۴ وزېر اکبرخان مېنه
یوازې ستا لپاره
له زړه مي ټولې کرکې وایستلې
اوس مې له ښکار ځنې توبه کړې ده
اوس له کارېز نه بغدادي کوترې نه کټوم
او بس تمامه ورځ لګیا یم
په دامونو کي مرۍ پېيمه
سپینو کوترو ته پايزېب جوړوم
اوس دبې موره وري له اوښکونه
شراب جوړوم
اوپه سخت زړو یې ارزانه پلورم
چې یې له زړونو کینې کډه وکړي
له زړه مي ټولې کرکی وایستلې
اوس مساپر په کاڼو نه ولمه
اوس ګلان نه شکوم
له لارو نه اغزي ټولوم
په لاره تلونکی ماشوم ښکل کړم
دسپین ږیري بوډالاس ونیسم
له زړه مي ټولې کرکې وایستلې
اوس له دښمن نه کسات نه اخلمه
اوس دغومبسو کور په خټه باندي
نه پټوم
په مار دکاڼي ګوزار وکړم
خو خطا یې ولم
بس هسي ځان ترې ژغورم
هغه هم هسي درحمان* دیارانې په خاطر
اوس له خوبونو مرور یم
ټوله شپه په تلاوت تېروم
او دقرآن زرینو پاڼو کي
یو نوم لټوم
له زړه مې ټولې کرکې وایستلې
اوس مي ټوپک پر اوږه نشته
او له میل نه یې شپېلۍ جوړه ده
په کي دمیني ترانې غږوم
داټول دا ستا لپاره
ځکه دوئ وایې
په جنت کي حورې ستا غوندې دي
ــــــــــــــــــــــــــــــ
- زموږ په سیمه (زرمت)کي خلک په دې باور دي ،چې که څوک مار وویني،باید حتمادکاڼي ګوزار پرې وکړي،کنه رحمان بابا خپه کیږی دوی وایي چې رحمان بابا په دې اړه فرمائلي دي
چې څوک وویني مار- او پرې ونه کړي ګوزار-هغه نه دی زما يار.
وخته راوګرځه
موږه داډېره موده
دیوه - بل پرلوري
ستړي مزلونه کول
څومره شپې تېرې شوي
څومره کلونه تېر شول
څومره وختونه تير شول
ښايي ارواوې زموږ
له موږ نه هم ستړې وې
ښايي اروا مو دیو- بل په لورې
ان څو پېړۍ دمخه
دیوه- بل په خوا مزلونه کول
خو موږ دا اوس یو- بل ته ورسېدو
چې مو ځانو ته پام شو
وخته!
وخته ته تیر وې رانه
وخته نو دومره ژر بیا ولي ولاړې
موږه خو مینه هم ونه لیدله
زموږ خو ټول ژوندون سفر و،سفر
دومره سفر چې ان لا تا به هم لیدلی نه وی
اهای، تاته وایم
وخته نارې مې اورې؟
وخته لږ ودرېږه
او لږ په شا راشه
زموږ لپاره
او که راونه ګرځې
زموږه دواړو آه به
تا هم په خپل ځای باندي ودروي
چې بیا به هیڅکله مزل ونه کړې
او بیا به داسي بې پروا
له مینانو ځنې نه تېرېږې
اهای!
نارې مې اورې ،که نه
وخته راوګرځه
لږ ودرېږه
وئ!
وخت هم مغرور دی
هیڅ راګوري هم نه
دومره په بېړه درومي
لکه چې دی هم په مین پسې ځي
رحمان مېنه،کابل
۱۳۸۳/۳/۲۸
زړه
پرون نږدې و
زړه مې ودرېږي
بې مخه ښې بله ورځ ولاړه نه شې
بیا به تاوان دخپلې ورکې غواړې
دازړه خو ستا دی
څه زما خو نه دی
کلوله پشته
۱۳۸۳/۷/۸
1371 لمريز کال و،مور مې ميرانشاه ته ولاړه چې تر څوارلسو کلونو وروسته خپل دوه وروڼه اودوې خوېندې ووينې .مور مې لانه وه خبره چې دواړو وروڼو او يوې خوريې لادمخه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي وې او بله خور يې په بل ښار کې اوسيده .
دلته په کابل تنظيمونو اور بل کړی و،زه هم ددغو اورونو په لمبو کې ايسار وم.يوه مياشت وروسته دمور له مرګه خبر شوم.او دګوليو په باران کې له کابله ووتم.پرمور مې يې دمهاجرو په هدېره کې خاورې اړولې وې هغې دژوند په وروستيو شيبو کې زه او او خپله مشره خور،چې په هغه ورځ د(بنو)له ښاره ددې ليدو ته راروانه وه،ډېر يادکړي وو،خو موږ يې ونه ليدو.دمور دغسي پرديس مرګ مې پر زړه داسي پرهر جوړکړ،چې ټول عمر به ترې وينې بهيږي .دمور تر قبر مې سپينې ډبرې راتاوکړي ،چې سبا رانه ورک نه شي .دبيرته راتلو په وخت کې مې تر خولې داسوې نارې ووتلې .
زما معصومې مهربانې مورې
زماپر سر دې کړاونه ليدل
سختو شيبو ته شوم يوازي پاتې
ماپه ارام دژوند خوبونه ليدل
دمزارخاورې ښکلوم درنه ځم
تاپه پردې وطن سپارم درنه ځم
***
مورې په زړه دي ارمانونه لرل
تازما ژوند ته اميدونه لرل
زماشيبې په خوشالۍ تيرېدې
خوتا په زړه کې ډېر غمونه لرل
په هيلو خاوري اړوم درنه ځم
تا په پردي وطن سپارم درنه ځم
***
مورې ته هم شوې مساپره رانه
په دې دنيا کې مې نور څه پاتي شول
که خوشالې وه خو له تاسره وه
څومره غمونه ميلمانه پاتي شول
سترګې به چاته اړوم درنه ځم
تاپه پردي وطن سپارم درنه ځم
***
مورې وړه مينه به تا غواړي اوس
شغله دې مينه او موسکا غواړي اوس
ستا چې وروستو شيبو کې تل ياديده
کوچنۍ ګلپاڼه به انا غواړي اوس
پرسر مې خاوري بادوم درنه ځم
تاپه پردي وطن سپارم درنه ځم
***
مورې خپه نه شې ما ونه ليدې
زه دقسمت په زولنو کې بندي
وروستی ديدن مې يو ارمان پاتي دی
وم دتيارو تورو شيبو کې بندي
وروستۍ دوعا درته کوم درنه ځم
تاپه پردي وطنم سپارم درنه ځم
1371 . 12.19
پښتونخوا ميرامشا دماچسو کمپ هديره
غزل
څومره ډېر مې خپل جانان راباندې ګران دی
لکه ځان لکه ایمان راباندې ګــــران دی
لکه خپلــه خوږه ژبــــه راتـــه ګرانه
لکه ګران افغانســتان رابـاندې ګـــران دی
زه یـو تږی لاروی یمـــه دمـــینې
درڼـــو اوبــو په شان راباندې ګران دی
ماشومــتوب دی،هوسېږم یې ځــــلا ته
لکه ســتوری داسمان راباندې ګــران دی
دوی حـیران دي چې په تا ولې مـــین یم
داخو ځکه چې انسان رابــاندې ګــران دی
۲۴ /۴ /۱۳۸۳ څارندوی مېنه، کابل
نوبل دښکلو حق دی
دوی جائزه دنوبل چاته ورکړه
یا زورور،یا یې پاچا ته ورکړه
چې یې یوازې په خبرو مینه وستایله
چې یې یوازی په خبرو کرکه وغندله
هغو چې جنګ یې کاوه ویې نه کړ
چې دڅه وخت لپاره لیرې و
دجنګ له شره
دوی اتلان دسولې یادکړل هغه
خو!
شکلې چې ذهن نه جګړې ورک کوي
چې مو دزړه په دښته مینه کري
چې بېرته ژوند راکوي
له شاعر پرته چا ونه ستایلې
شاید چې نوبل کله ښکلې هم لیدلې نه وي
چې یې باروت یادول
بیا یې چې ښکلې کله ولیدلې
نوټول ویاړونه یې دمینې ترنامه قربان کړل
ټولې بریاوې یې بشر ته ورکړې
ښایي دوی هېره وي اصلي خبره
هاچې الفرډ دځنکدن وروستو شیبو کې وکړه
- نوبل دښکلو حق دی
-نوبل دښکلو...ښکلو....ښکلو حق دی
دوی جایزه دنوبل چا ته ورکړه
یازورور، یا یې پاچا ته ورکړه
بیا به یې ومنم چې دوی مینه او سوله غواړي
که یې داځل جایزه تاته درکړه
۱۹ /۴ /۱۳۸۳
وزیر اکبرخان مېنه ـ ازادۍ راډیو
له مینې تېښته
ملا حیران ولې شوې
ماته تعویذ ولیکه
زه مینه نه کومه
ملا یو داسې تعویذ راکه
چې دزړه دروازې
پرمخ دمینې باندې وتړي ،
دتل لپاره
زه مینه نه کومه
مینه پاللی نه شم
زه یې لایق نه یمه
دلته په مینه هیڅوک نه پوهېږي
ذلته له چا سره څوک مینه نه کړي
او مینه کفر بولي
که څوک خبر شول چې له ښکلو سره مینه کوم
زما انجام به څه وي
زه مینه نه کومه
ملاحیران ولې شوې
ماته تعویذ ولیکه
ملالګیادی
دکتاب پاڼو کې
دکرکې توري ګوري
لکه چې نه یې مومي
***
ملاتعویذ ولیکه
زه مینه نه کومه
مینه عذاب ده
مینه نه کومه
خومینه نه پریږدي ما
مینه په ما پسې ده
او زه ترې منډې وهم
خدایه! په کبر کې یې مه کړې حساب
زه کبرجن نه یمه
مینه پاللی نه شم
لایق دمینې نه یم
زه مې کینې ته دزړګي دروازې
خلاصې پرېږدم
حو کینې راشي ،بېرته ووځي
زړه کې ځای نه مومي
ځکه چې هر ورځ زه ښکلې وینم
۱۲ /۵ /۱۳۸۳ کابل ـ خیرخانه مېنه
درڼا څړیکه
تیارو کې څړیــــــــکه درڼا وه،ماوې ته یې هغه
سپوږمۍ کې پاتې څه ځلاوه ،ما وې ته یې هغه
پوه نه شومه دوی وې ملایکه راغله، بېرته ولاړه
باران و،تالنده،برېښـــــــــــنا وه،ماوې ته یې هغه
راته موسکۍ وه او زمـــــا په زړه یې لاس ایښی و
دزړه مې بل رنګه درزا وه ،ما وې ته یې هـــــــغه
جنت ته راغلم،حورې ټولې وې حـــــــــیرانې راته
ترغوږ مې ستا غوندې خندا وه ،ما وې تـه یې هغه
زه وم څــــــــــــــېره مې وه،خو لیرې تښتیدله رانه
زمـــا له تن څخه جــــــــــــلا وه،ما وې ته یې هغه
۲۹ /۵ /۱۳۸۳ - دکابل هوایي ډګر
بابا ته
بابا موږ ستا لاره بیا وپالـله
موږه هم ستا پرلاره پل ايښی دی
موږه هم ووتو جنته ځنې
په دغه فرق
تا غنم وخوړل،جنت نه ولاړې
موږ ستا داولاد له ظلمه تنګ شوو
په غنم پسې دوزخ ته ولاړو
او اوس دوزخ کې په یوه ګوله مړۍ پسې
ستومانه ګرځو!!!
پاکستان ،کراچۍ،کلفټن
۱۴۲۰ هجري قمري د اختر دریمه ورځ
له مینی ها خوا
داخلک هسي وایي
زه په تا نه یم مین
په ما نازونه مه کړه
هسې دې سترګو ته په ځیرګورمه
زه دې په سترګو کې
دمینې اسم اعظم لټوم
زه دې په سترګو کې
زما ورک شوی خوب لټوم
زه دې غومبورو کې
ورک شوی زلمیتوب لټوم
هغه چې راغی
داوبو په شانې تېر شو رانه
داخلک هسې وایي
زه په تا نه یم مین
نازدې پر نورو وکړه
زه دې میګونې شونډې نه ښکلوم
زه مې دژوند دکتاب
اخري فصل لیکم
په هغه فصل کې دژوند او مرګ سوالونه ډېر دي
غواړم له تا یې زده کړم
زه دکینې مینې څېړنه کوم
غواړمه پوه شم چې انسان ولې دښمن دی دځان
ولې دبل له وینو خوند اخلي دوی
ولې دې دومره انسانانو
دیوه دخوشحالۍ لپاره
سرونه لاس کې دې نیولي
او رېبي سرونه
ښایي داراز ومومم
داستا دسرو سرو اننګیو خیال کي
هغه چې خپله یو ظالم پاچا دی
هغه چې خپله هم دستورو لو کړي
زه په تانه یم مین
داخلک هسې وایي
زه دې میګونې شونډې نه ښکلوم
په ما نازونه مه کړه
زه دښکلا دفلسفې شاګرد یم
غواړمه پوه شم
چې دادومره لیرې- لیرې خلک
څنګه نژدې او څنګه خپل شي سره
دومره نژدې شي،نژدې
چې په یو- بل کې حل شي
کټ مټ ماوتاغوندې شي
ښایي داستا خمارو سترګو کي داراز ومومم
ځکه خو داسي په کې ورک یمه ،ورک
داخلک هسې وایي
زه په تا نه یم مین
او که مین یم ،ستا پر روح مین یم
بس ستا دروح په بڼ کې
لکه وږمه دسحر
ګلان دمینې سپړم
زه دې میګونې شونډې نه ښکلوم
داخو ګلان دي
زه دګلو پاڼې نه رژوم
زه دې په شونډو کې سپرلي لټوم
چې لاتراوسه مې لیدلی نه دی
ځکه خو داسي لالهانده یمه،
په ورکو لارو
له مینې هاخوا
ستا دروح کتاب کې
زه خپلې ورکې خاطرې لټوم