تيښته

 

نورمحمد  سعيد

 

خلك د تيښتې په حال كې دي، له مرګه نه  تښتي ، له ژونده تښتي. له داسې ژوند نه، چې بې ارزښته دى. د خپل تن مړى به څو ك تر څو په اوږو بار ګرزوي؟

په كابل كې تر بلې هرې دولتي ادارې زياته ګڼه ګوڼه د پاسپورټ په رياست كې وي. يا سهار وختي د نورو هيوادونو د سفارت خانو ديوالونو ته له خوبه د ډكو سترګو خلك په كتارونو كې ولاړ ليدل كيږي. دا ولي ...؟

 افغانانو خو هجرتونه ليدلي دي او ښه پوهيږي، چې كله په پردي وطن كې در ته څوك( مهاجر سړى ..نه  سړى) ووايې نو د سړي د زړه په سر څنګه خنجرونه چليږي. خو بيا هم خلك د تيښتې په حال كې دي. دا ځكه، چې بني ادم تږى وي. سولې ته، عدالت ته، مينې ته، عزت او ابرو ته، د خپلې ژبې كلتور او فرهنګ درناوي ته او چې چيرې دا شيان پيدا نه كړي  بيا نو خلك له هغه ځايه  تښتي.

په رسنيو كې هره ورځ رپوټونه راځي، چې هره  ورځ زرګونه افغانان د نيمروز له لارې بې پاسپورټه په ايران ورمخه كوي. د ايران په پوله يې قاچاقبران تر ديوالونو اړوي، ايراني پوليسو ته هم په كې ونډه وركوي، چې يو څو شيبې سترګې پټې ونيسي، ځيني په تېښته بريالي شي. كله ناكله ايراني پوليس په خپله ژمنه ونه دريږي، سترګې خلا صې كړي، راټينګ يې كړي او په مياشتو مياشتو يې په يوه نمناكه كوټه كې لسګونه كسان بنديان كړي وي. يو نيم په كې له وارخطا وي، د پولې له ديواله وغورځيږي، لاس يا پښه يې مات شي او شل شوټ كور ته راستون شي. كه څوك وايي، چې دغه خلك په پيسو پسې منډې وهي، نو ځان ته دې د عقل دوا واخلي او له هغه وروسته دې دغزني د مقر جمعه خان ته هم لار ور وښيي، چې د چا نه پوله وي نه پټى، نه سواد نه سفارشي رقعه. هغه بايد اته لكه ولور څنګه پوره كړي، چې ناموس يې خوندي شي. استاد غضنفر وايي اوريدلي مې دي، چې په كندهار كې يوه زورور په تير عمر بل واده وكړ! له ما سره سوال پيدا كيږي: محترمه استاده! كه د مقر د جمعه خان غوندي زلميان نه شي كولاى ولور پرې كړي او زورور سپين ږيرى هم بل واده كول بد كار وبولي نو دا مليونونه پيغلې د پلار په كور سرونه سپين كړي؟

له وطن سره مينه كوم ځانګړيتوب نه دى، د هوا مرغان هم په خپل ټاټوبي مين وي. خو عزت نفس هم مهم دى. كله، چې خلك پورې وهل كيږي، محروميږي، پخپل كور كې رټل كيږي، حق يې خوړل كيږي، په تيارو كې محروم ساتل كيږي بيا نو خلك د لارې په ميندلو تښتي. په هره خوا، چې يې مخه وكړه. ښه لار او بده لار هم نه سنجوي، پښې سپكوي. بده لا دا، چې دا حالت دايمي نه وي. بيا ليونتوب په خلكو حاكم شي. دليل او منطق كډه وكړي. انسانان تر يوه بريده ځوړند سر بې انصافي زغمي، له هغه وروسته شاته مخ اړوي. كله، چې په يوه ټولنه كې خبره تر دې ځايه ورسيږي، دا نو بيا ډير بوږنونكى حالت وي. كه څوك ځان پرې خبرول غواړي نو له روسېې نه واخله تر فرانسي پورې دې د انقلابونو تاريخونه وګوري. له دې سره تر څنګ دا موضوع يو بل اړخ هم لري او هغه دا، چې د ظلم په ډيريدو عذابونه نازليږي. اسماني عذابونه...او اسماني عذابونه، چې د اشرافو لحاظ هم نه كوي. عوام او خواص ټول ورته يو وي. ځيني اشارې تر سترګو كيږي، چې موږ ورسره په ورځني ژوند كې مخ يو. ځيني، چې په ګوته شوي دي، داسې دي، چې وايي، لكونه خپل او پردي بريتور به ټوپك په اوږو ګرځي خو د يوه عادي غله مخ نيوى به نه شي كولاى. دكانونه او بازارونه به تر خولې له خوړو  ډك وي خو خلك به له لوږې مري. له چارواكو واخله تر عادي خلكو ټول به يوه په بل بدګمانه وي. هيڅ به نه وي شوي خو هر چا به تندى تريو نيولى وي. هر زورور به له وس سره سم ظلم كوي او ځان به تر هر چا مظلوم بولي ...بس دغه وخت وي، چې له رشتينو مظلومانو نه د يوه نه يوه سوړ اسويلى پاس عرش ته رسيږي او بايد د هر چا دې ته پام وي، چې خالق تعالى د بې وسو فرياد ډير ژر اوري، ځكه هغه داسي پاچا نه دى، چې د سيمنټو ديوالونه يې له ځانه تاو كړي وي، بلكې هغه داسې څښتن دى، چې د غاړي له رګ نه هم نږدې دى.