داوړۍ به كله شړۍ كيږي
نورمحمد سعيد
نن سبا په ټوله نړۍ كې دچاپيريال دككړتيا دمخنيوي په هكله ډيرې هلې ځلې كيږي . په دې هكله دتيركال ددسمبر په مياشت كې دډنمارك په كوپن هاګن كې يونړۍ وال كنفرانس هم ترسره شو چې د۱۱۰ هيوادونو مشرانو پكې ګډون درلود .كه څه هم له دودسره سم دكنفرانس له ختميدو وروسته دايوګټور كنفرانس وبلل شو خو له دې سره ديوشمير پرمختلونكو او وروسته پاتي هيوادونو مشران له دې كنفرانس نه ګيله من هم ستانه شول.دوئ په پرمختلليو هيوادونو تورونه ولګول چې دشين كوريزو ګازونو( چې دهوادتودوخې سترلامل ګڼل كيږي )دتوليد كمولوپه لړكې ناغيړي كوي .بل لورته ځينې پرمختلونكي هيوادونه بيا داسي فكر كوي چې پرمختللي هيوادونه چې دصنعتي پرمختګ اوج ته رسيدلي دي ،غواړي دشين كوريزو ګازونو دلږولو په بهانه ددوئ دپرمختګ مخه ونيسي .په نړۍ واله كچه كه په دې لړ كې هرڅه كيږي خوپه خپلو پولو كې دننه په دې لړ كې هر هيواد څه ناڅه هڅه او هاند ضرور كوي .په پرمختللې نړۍ كې خو په دې هكله ډيركار كيږي مثلا دچاپيريال دخونديتوب اړوند قوانين جوړيږي او پلي كيږي ان تردې چې په امريكا او ډيرى اروپايي هيوادونو كې دخلكو دګڼې ګوڼې په حايونو كې په سګريټ څكلو هم سخت بنديزونه لګول شړي دي .دونو او نورشنيلې كرنې او پالني ته ډير اهميت وركول كيږي او داسي نور...په صنعتي توګه دپرمختلليو هيوادونو ترڅنګ دعربي اماراتو په څير هيوادونه چې حكومتونو يي خپل مسئوليتونه درك كړي دي په دې توانيدلي دي چې دخپل هيواد په طبيعې اب وهوا كې هم بدلون راولي دهيواد په عادي وګړو كې دچاپيريال ساتني په هكله دلږ معلومات سره سره
دعربي اماراتو ټولواك شيخ زيد بن سلطان النهيان يو وخت ددې هيواد په صحراګانو كې نيالګي كينول ،په هيوادكې يي دتيلو څاګانې وي خو په ګاډو كې يي دكارولو لپاره دطبيعې ګاذ بېشميره مركزونه پرانستل پايله يي داشوه چې اوس په هغو سپيرو صحراګانو كې ګڼ بارانونه اوري .دلته زموږ په هيواد كې كه څه هم ددرانه صنعت دنه شتون له امله دشين كوريزو ګازونو غوندي پيچلې ستونزې نشته خو په دې برسيره هم كه سړى دې لورته پام وكړي نو څه داسي انځور يي ترسترګو كيږي چې پكې دهيواد پاى تخت كابل دنړۍ له ترټولو ككړو ښارونو نه يو شميرل كيږي .دافغانستان د كرنې وزارت د يوه راپور پراساس د هېواد ۵۰ په سلوكې ځنګلونه وهل شوي دي . د عامې روغتيا وزارت ديوې شمېرنې له مخې په ۲۴ ساعتونوكې اته تنه او هركال يوازې په كابل ښاركې له درې زرو څخه ډير وګړي د ناپاكې هوا له وجې په تنفسي او د زړه په ناروغۍ اخته كيږي او له امله يې خپل ژوند له لاسه وركوي. . كه څه هم دولسمشري په كچه دكابل ښار د هوا د ككړيتا په اړه فرمانونه او كميسيونونه جوړ شوي دي چې ددې كار لپاره ګامونه او تدابيرونيسي خو داسې كوم عملي كارنه ترسترګو كيږي . حكومتي چارواكي ايله دومره منلو ته تيار دي چې دښار دهوا دككړتيا لاملونه په ښار كې دزړو ګاډو شتون او دغيرمعياري تيلو كارول دي .په دې توګه دوئ شايد داثابتول غواړي چې له دې ورهاخوا په نورو لاملونو ددوئ سر نه خلاصيږي او يا پرې سترګې پټوي .دوئ دانه وايي چې كابل په اساسي توګه دپنځه سوه زره خلكوداستوګنې لپاره جوړ شوى ښاردى چې اوس پكې نږدې پنځوس سوه زره خلك (ميشت)دي .ددغه ښاردترانسپورټ اړتيا نږدې نهه زره ګاډي پوره كوي چې پخپله دچارواكو نوي كروزينونه اودجمعه خان ۱۹۶۸ ماډل روسى واز هم پكې شميرل كيږي .دغه نهه سوه زره ګاډي چې هر سهار دكابل له خامه كوڅو دښار په خامه سړكونو ورمخه كړي نوپه دوړو يي لمر پټ شي .دكابل ښاريان هره ورځ نږدې دوه زره ټنه كثافت دښار په ځمكه شيندې خوښاروالي يوازي د څلور سوه ټنه كثافت راټولولو او خوندي كولو ظرفيت لري .دښار په حمامونو كې دتودوخي لپاره زاړه ټايرونه كارول كيږي .دتركمنستان دتيلو په بازار كې دافغانستان لپاره هغه تيل ساتل كيږي چې ترټولو ټيټ كيفيت لري .داهغه نورلاملونه دي چې كه چارواكي يي په ګوته كوي او كه نه، خو دحل كولو لپاره يي بيا هم سترګې حكومت ته اوړي .كه دكاناډا دټورنټو دښاردچارواكو په څيردښاردښكلا او پاكي له پاره دولس كلن پلانونه زموږ له امكاناتو دباندي وي نو داماراتو دشيخ زيد غوندي ونې خو كرلاى شو .دهمدغه هيواد عربي اماراتو نه راغلي هغه مرسته خو په ځاى لګول كيداى شي چې دكابل دسړكونو دبياررغونې لپاره يي كړې ده .دښار دپراختيا لپاره شفاف او اسانه پلانونه ،دسون لپاره دمعياري موادو انتخاب ،دزړو او نويو پاركونو جوړول ،دكوڅو پخول كه په تيږو هم وي ،او له ونو دښارډكول هغه لارې چارې دي چې كه حكومت له زړه وغواړي نوپه شته امكاناتو كې به هم كابل دژوند تيرولو جوګه كړي او كه نه ګومان نه شي چې داوړۍ دې شړۍ شي .