داپريل ۲۳ مه اوپه افغانستان كې دكتاب ناورين

نورمحمد سعيد

 

داپريل 23 مه په نړۍ واله توګه دكتاب اودتاليف دحقونو دورځې په توګه نمانځل كيږي .كه څه هم په نړۍ كې اوس كمپيوټراوپه تيره انټرنيټ دكتاب چاپ كونكي له يولړستونزو سره مخ كړي دي خودكاغذ په مخ دكتاب چاپ او دهغه دلوست اهميت لاهم په خپل ځاى دي .په اروپا او امريكا كې سره له دې چې نږدې هربشركمپيوټراو انټرنيټ ته لاس رسى لري، لاهم لكونه كتابونه چاپ كيږي اودميلونونو په حساب پلورل كيږي .په دې لړكۍ هلته په پرله پسي توګه دكتابونو دلوست لپاره خلك تشويق كيږي دكتابتونونو له خواداسي پروګرامونه پرمخ بيول كيږي چې لوستونكي دبريښنايي ليك لوست اودوديزكاغذي هغه ترمنځ انډول وساتي .په دغه ورځ له ليكوالوغوښتنه كيږي چې نور كتابونه وليكي ترڅودلوستونكو معلومات تازه اوبشپړشي .داخوهرڅوك مني چې كتاب حقايقو ته ته درسيدو سرچينه ده نوپردې بنسټ هره ټولنه چې دحقايقو څومره دقيقې اوپراخې سرچينې ولري دوګړيو علمي اومعلوماتي كچه يي په هماغه اندازه لوړتيا مومي .كوم ملتونه چې دخپل كلتور اوفرهنګ خونديتوب ته پاملرنه كوي په راتلونكې كې يي فرهنګ دنورو په پرتله په زياته چټكتيا وده كوي .د۲۳ اپريل يوه بله ځانګړنه داهم ده چې دغه ورځ دانګلستان دنامتو ليكوال ،شاعر وليم شكسپئر(۲۶ اپريل ۱۵۶۴ -۲۳ اپريل ۱۶۱۶ )دتلين په توګه هم نمانځل كيږي .شكسپئرله لندن نه ديوه عادي ډرامه ليكوال ، لوبغاړي په توګه كارپيل كړاوبيا داسي وخت راغى چې دده ليكلې ډرامې دنړۍ دبل هرليكوال ترليكلو ډرامو ډيرې نندارې ته وړاندې شوي .دنړۍ په نږدې هره ژبه يي څه ناڅه اثاروژباړل شول .دبريټانيا ملي شاعر ونومول شو.انګريزانو دشكسپير هرليكلى تورى خوندي كړ،نه يوازي دابلكه دهغه دشخصيت او ليك په اړه يي دنورو ليكنو ته هم په درنه وكتل اوپه خپلو كتابتونونوكې يي دتل لپاره خوندي كړل .له كتاب سره مينه په افغانانو كې هم له پيړيو دود ده ډيرو افغانانو بې شميره كتابونه وليكل اوداسي چې هريو له يوې علمې خزانې كم نه و.خويوشميرنورو بيا پرې بخارۍ تودې كړي يايي دپيښور په كبابيانودچپلي كباب دنغښتلو لپاره خرڅ كړل .اوزموږ دبدمرغي پيل هم له دغه ځايه كيږي چې دكتاب پاڼه مودبخارۍ دتودولو لپاره وكاروله شوه. افغانستان هم يو وخت ملي كتابتون درلود چې په كابل كې يي په مركزي كتابتون برسيره دوه ښاخونه نورهم وو.په دې كتابتون كې دموجودو كتابونو شمير اويازره جلده اټكل شوى وو .بيا يو وخت له (ځينو)داسي واوريدل شول چې په دغه كتابتون كې شته كتابونه دكمونست حكومت دوخت دي ،ځكه نو اوس چې په هيواد كې يو اسلامي حكومت دي د دغه كتابونه په درد نه خوري .خوبيا له دغو كتابونو نه ډير دښارنو دپارك شاوخوا دزړوكتابونو په هټيو كې پلورل كيدل ،ياان دامريكا او اروپا ترشخصي كتابتونونو پوري ورسيدل .كه څه هم اوس دملګرو ملتو په مرسته دافغانستان حكومت هلې ځلې كوي چې ملي كتابتون بيرته فعال كړي .خوكه له يوې خواپه دې وطن كې هرڅه دبيافعاليدو په طمعه دي نوبله خوا دنفوسو احساييې داهم په ګوته كوي چې نور نو، په يوه ګل نه پسرلى كيږي .دافغانستان دعلومو اكاډمۍ كتابتون هم زموږله علمي خزانو نه يوه وه چې دجګړې نجس اور يي دكتابونو لويه برخه په يوڅوشيبوكې وخوړه.دغه رازدكابل پوهنتون كتابتون يووخت نږدې يومليون كتابونه درلودل .ددې كتابتون يوه مشر  له ساړه اسويلي وروسته وويل (له جګړې وروسته يوازي شل زره كتابونه راپاتي دي)ملګري ملتونه ،مرستندويه ټولنې اوبيلابيل هيوادونه هڅې كوي دافغانستان ددغه تالاشوي علمي باغ په بيا سمسورتيا كې مرسته وكړي خودغه كتابونه چې له پيښوره تركراچۍ او ډيلي پوري پرې دزړو كتابونو دپلورلو هټۍ ګانې ډكې وي ،راټولول اسانه كار نه دي .دپوهنتون دكتابتون دادارې يو تن كاركونكى وايي دولت هر كال دپوهنتون دكتابتون لپاره دكتابونو په رانيولو نږدي يونيم لك افغانۍ لګښت په غاړه اخلي .كه ديوه جلد كتاب قيمت لږترلږه دوه سوه افغانۍ اټكل كړو،نوله دې حسابه له دې كتابتون نه ګټه اخستونكي بايد ديارلس سوه كاله انتظار وكړي چې كتابتون دكتابونو پخوانۍ ذخيره بيرته ترلاسه كړي .دكابل پوهنتون دكتابتون له ورانيدو وړاندي هم په افغانستان كې په كتاب باندي نورناورينونه تير شوي وو.د۱۳۵۷ م دثور له كودتا وروسته دكابل په شخصي كتابتونونو كې داسي ډير نايابه او قيمتي كتابونه وو چې دكتابتونونو څښتنانو له دې ويرې چې كه په تلاشيو كې يي له كورنه ترلاسه شي اودحكومت په طبع برابر نه وي نو سرخوږى به ورته جوړكړي ،ضايع كړل. يولړنور كتابونه بيا دجګړې په كلونو كې ديوې مړۍ په بدل كې له شخصي كليكسونونونه بازارونو ته ورسيدل .

بې له شكه وركه مو شوې ده ،اوستره ده .خواوس مهال دكابل پوهنتون دكتابتون عضويت پاڼې ترشلوزرو واوښتې، دابياهغه څه دي چې دراتلونكې هيله مرګ ته نه پريږدي .كتابتونونه جبراووحشت وران كړل اوجبراو وحشت داكارلومړى ځل نه كوي .هلاكوچې په بغداد ورننوت نولومړى كار يي همدغه كړى وچې،دبغداد ټول كتابونه يي په سيند لاهوكړل .خوداچې لاهم دكتاب مينه زموږپه مېنه كې ژوندۍ ده دروښانه راتلونكې زيرى دي .