ډرامه
لنډه کېسه :ليکوال نورمحمد سعيد
30.01.2010 15:38
د جلالي بابا دزيارت له د بانديني ديوال سره سرترسره يوه اوږده چوتره وه ، چې خلک پکې تاوده پيتاوي ته ناست وو. دسند ايالت ددغې سيمې ساړه هم دګرمي په څير له سړي نه څرمن باسي ،او بده يې لا داده چې دزيارت شاوخوا سيمه ټوله دجوارو او پنبه کرونده ده ،داسيمه بحيره عرب ته نږدې ده نو دبحرد تروو اوبواثر هم ترسترګو کيږي . ددغې کروندې په منځ کې هم ځينې ځينې برخې سيم وهلې دي چې کال دولس مياشتې پکې دګاډي درډيټرداوبو په څېر زنګنې اوبه ولاړې وې او ژمی دوبی دماشو او نورو حشراتو هم ښه توده ميله پکې جوړه وي .زيارت ته ډېری ليوني راوړل کيږي او دخلکو داسي عقيده ده چې دغه ليوني دلته په سد کيږي .تردانږدې وختو پوري به ځيني ډېر زيات ليوني دلته دمزار دروازې ته مخامخ په يوه ستنه پوري تر مياشتو مياشتو تړلي و ، خو بيا حکومت داليوني له دې ځايه لري کړل . او اوس دمزار سره په څنګ کې داوسيدو لپاره کوټې جوړې شوي دي چې دغه ليونيان او خپلوان يې پکې اوسي. دبرنډې په سرکې ناست وم او دخلکو ننداره مې کوله چې زيارت ته ننوتل او ځني راوتل .يوه پيغله نجلۍ له زيارت نه راووتله او زما خواته راغله .مخامخ ديوال ته يې ډډه ووهله او سريې ښکته وځړاوه .شيبه وروسته يوه سپين سرې ښځه په منډه له زيارت نه راووته ،سترګې يې په نجلۍ وې او په ځغاسته يې خواته راتله خو دچوترې نيمايې ته چې راورسيده نو نوک نيولې شوه او په دې کې يو سپين ږيرې سړی هم راپيداشو دښځی خواته ورغی او په ټيټ غږ يې ترې وپوښتل (څنګه ده؟)سپين سرې چې لايې هم نجلۍ ته کتل ورغبرګه کړه (ښه ده ، کراره ده ! )او بيا دواړه دبرنډې له اوسپنيزې کټارۍ سره ودريدل او په عاجزي يې نجلۍ ته کتل .
ګلالۍ پيغله وه،تورې غټې غټې سترګې به يې کله کله راپورته کړي او مخامخ به يې نظر په ما ولګيده ، بيا به يې زر بله خوا وکتل .په سترګو کې يې دليونو غوندي ويره ، تره ،يا وحشت بيخې نه معلوميده .په زړه کې مې وويل (دهيسټريا مريضه به وې چې مور او پلار يې دليونتوب ګومان پرې کړی او په زيارتونو يې ګرزوي )دهيسټريا په هکله مې اوريدلي وو چې داناروغي هغو پيغلو نجونو ته چې په کورونو کې تر روحي فشار لاندي ژوند تيروي ،او يا هم ځينو هغوته چې تر ډېرعمره بې واده پاتې وي ورپيښيږي ، او کله کله دومره زيات شي چې ان په ناروغې دورې راځي ، وهل ټکول کوي ،او ځان ته له زيان رسولو او ځان وژنې هم دريغ نه کوي .په همدې فکر کې وم چې نجلۍ يوځل بيا سر راپورته کړ خو چې ما ورته وکتل داځل دنجلۍ دسترګو رنګ بدل و ،لکه ويشتلې غرڅه چې دمرګ په شيبه کې خپل ښکاري ته ګوري له سترګو يې دويرې او کرکې سپرغۍ باديدې .وبوږنيدم او منډې ته مې ځان چمتو کاوه چې نجلۍ داسي لکه مرغۍ چې دالوتنې لپاره وزر خلاص کړي دواړه لاسونه پورته کړل او يوه داسي هيبت ناکه چيغه يې له خولی ووته چې ګومان مې وکړ په چوترې پروت دپزي بام راپريوت ،خدای خبر څنګه پاڅيدم ،او څنګه مې داوسپنيزې کټارۍ بلې خوا ته ټوپ کړل .يوازي دومره پوه شوم چې له کټارۍ نه داوښتو پر مهال چا دشا له خوا له کميسه ټينګ ونيولم ، خو چې لاندي په خاورو کې ورغښتم نو له راکيناستو وروسته مې وليدل چې دکميس شاتنۍ لمن مې په کټارۍ پوري پاتې وه .نجلۍ مور او پلار ترلاس نيولي بيرته زيارت ته څکوله ، او ولاړو خلکوبه کله په خفګان دنجلۍ خواته ورکتل او کله به يې ماته وکتل او موسکي به شول .په ځان مي نالت ووايه او خپلې کرايه کړي کوټي ته راستون شوم . بل سبا سهار وختي له خوبه پاڅيدم .زړه مې و چې داودس لپاره هغه نهر ته ، چې دزيارت شاته دلوی سړک په څنګ کې چې له کراچۍ نه تر بدين پوري غزيدلی او ترډېره ځايه ورسره دغه نهر هم جوړه پروت دي ولاړ شم .دختيځ خواته داسمان پرلمن تيته سپينه رڼا دخپريدو په حال کې وه.دپټو دپولو واښه په پرخه لانده خوشته وو سوکه سوکه پرې تېريدم ځکه لارڼا لږ وه او ډېری پټي له اوبو ډک و .دنهر دغاړې ونې پلو پورې ولاړې وي او په تياره کې له لرې لکه تور ديوال داسي معلومېدې . سوکه سوکه ونو ته ورنږدې کيدم او بالاخره ديوه اوږده پټي په پای کې چې ځمکه له پټې نه لږ هسکه وه دلاس په لګولو وروختم .دادنهر له غاړې سره يوه نرۍ لار وه چې بزګران پرې کروندې ته ځی راځي او يا پرې په يو قسم لرګينو ګاډيو کې چې په غوايانو يې څکوې دخپلو کروندو محصولات تر سړک پورې وړي. لږ وړاندي دالار ښي لاس ته تاو شوي ده او دنهر دپاسه له يوه واړه پله نه تيره شوي ده ،او بيا نو سړک ته ورګډېږي دې ځاي ته چې ورسيدم رڼا يو څه زياته شوه او پله ته له ورتاويدو سره سم مې وليدل چې په پله برسيره يوه ښځه غوټه په لاس کې ولاړه ده .زما دښکالو په اوريدو يې مخ راواړه .نږدې و چې له ډاره نهر ته ور ټوپ کړم خو ځان مې راټينګ کړ .هماغه ليونۍ وه چې پرون يې دزيارت په چوتره کې پرې راټوپ کړي و او نيم کميس مې داوسپني په کټارۍ کې ورپرې ايښی و.خو اوس نو له پېښې تېښته نه وه ، او دبيرته ګرځيدو وار هم تير و ځکه دپله په نيمايې کې وم .په لړزانده قدمونو يې تر شا تير شوم . غلي غوندي مې شاته وروکتل نجلۍ هم په ماپسي کتل ،زر يې مخ بله خوا واړاوه خو په سترګو کې يې پرونی وحشت نه و .نانګاره ولاړه وه . ما هم دخدای (ج) شکر وايست خو بيا مې زر پام شو او له ځان نه مې وپوښتل چې داليونۍ په داخړ سهار دلته دنهر په پله څه کوي ؟
ځواب مي هم په زړه کې راوګرځيد چې دامسکينه خو له ځانه بې خبره ده نو کيدای شي په شپه کې راوتلې وي او تردغه ځايه به رارسيدلې وي .اندېښنه راولوېده چې داسي نه ،اوبو ته ځان واچوي او يا په کومه بله بلا ځان اخته کړي ،بايد وروګرځم او هرڅنګه چې وي له دې ځايه يې لري کړم ، او يايې مورپلار پرې راخبر کړم .په همدې فکر کې وم چې پاس له سړک نه يو موټرسايکل په ډېره تيزې راتاو شو ، سم په ما مخامخ راغی خو چې دچلونکي نظريې راباندي ولګيده نو ټکنی شو .دلارې يوې غاړې ته شوم ترڅو لار ورکړم ،ښايستوکی زلمی و کونډي بريت اوځرځې سترګي ،په درناوي يې سلام راوچاوه او څنګ ته مې تير شو . پله ته چې وخوت . نيمايې ته له رسيدو سره سم دليونۍ شاته ودريده ،ليونۍ په خپل ځای کلکه ولاړه وه ،او زه هم اک اريان ولاړوم ، کوښښ مې کاوه چې وپوهيږم څه پيښه ده ، چې په دې کې ليونۍ يو عجيبه کار وکړ ، په يوه لاس يې کالي سره ورونغښتل او په بل يې غوټه سمبال کړه او په موټرسايکل يې داسي پښه واړوله لکه کاوبوايان چې په اسونو سپريږي. زما خواته يې مخ راواړاوه او په خندا يې وويل (زما دډرامې په وروستۍ برخه کې دي پرون کميس څېرې شو ....بښنه درنه غواړم )او له دې سره هلک دموټر سايکل غوږ په زوره تاو کړ له سايلنسر نه يې يوه توره لوخړه راووته او شيبه وروسته دواړه له موټرسايکل سره دتيارې په غيږ کې پناه شول . . .