څه شوي هغه تورې سترګې او تور زلفان
څه شوه هغه زما دهر مرض درمان
سپوږمۍ ته خو ړنده نه يی ښه يی وينې
په کوم پالنګ کی ويده ده راته وايه کوم له تانه دا پرسان
زه يی وينم دشرابو په پياله کې راته انځور کيږي
هغه زما روح،زمادين او زما ايمان
راشه راشه درب لپاره زما څنګ ته
زما مينه ريښتيانۍ ده نور دي غمازان
باده ولاړ شه دسوی زړه حال می ورته يوسه
مرګ ولاړ ده دروازه کی روح می اخلی ستا دېدن اخير ارمان
راشه خدائ لپاره دزنکدن په حال کی راته وګوره
پټوم لدې فاني نړۍ څخه زه چشمان
کاشکی ړوند وائ زه په غبرګو سترګو باندی
نه به ليدلائ ما نه ښکلا اونه دښکلی حسن خاوندان
لورپه لور به می ټکولي خپلې امسا وائ
شپه او ورځ به ما ته دواړه وائ يو شان
نه به مينه او نه جفا وائ زما په خيا ل کی
زه او تياره به دواړه وائ څنګ په څنګ سره روان
کاشکی ګونګئ وايه په ژبه هم به خوښ وم
محبوبي ته به می نه شو پرانيستائ دزړه داستان
ائ خاليقه ولی دي بيلتون او مينه سره يو ځائ کړی
بيلتون تل دميني په شا پسې وی روان
ائ سيده زرمتيه چوپ شه دخدائ لپاره ګيلی مه کړه
په يويشتمه کی نه محبت شته او نه شته دعاشقا ن