د نورمحمد سعيد لخوا خپرې شوې لیکنې
زړه کيسه او نوي کيسه
زړه کېسه او نوې کېسه ليکوال :نورمحمد سعيد دتاریخ په پاڼو کې له ويړو پرتو کيسو نه یوه کيسه څه په داسي ډول ده،چې وائې په فرانسه کي یو ښار و ،چې ورسائې یې باله په دې ښار کي یوه ورځ بې شمېره وږي، تږي لوڅ لغړ،خلک راټول شوي وو.اوله چارواکو نه یې غوښتل چې نور نو ددوئ دصبر کاسه ډکه شوي ده اوباید دخوړو او څښاک غم یې وشي ،او که نه حکومت باید خپله شړۍ ونغاړي.چارواکو ددې په ځای چې دخلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي له یوه بل نه دا پوښتنې کولې چې دابدرنګ خلک له کومه راپيدا شوي دي ،او باید په
بي بي زره
بي بي زره دشنوبنګو بوی رانه غی دکوچۍ په ټټر ناڅې دلونګو بوی رانه غی بي بي زره ړنګه بنګه دسپېرې صحرا ملنګه بي بي زره دډول لښته دګلونو پر سر څرښته بې بې زره ليونۍ وه په غمونو کې بې باکه په خندا او په سندرو يې چوه دسوي زړه تڼاکه بي بي زره بې سالو وه لکه رنګ په الواته وه په خبرو کې وه تيزه \په سندرو کې اوبه وه بي بي زره يوه شپنه وه له خندا نه تکه شنه وه چې باران به ښه زړه سوړ کړ دچنګښو به کورړی و لکه لښته تاويدله زړه يې يار پسي سوری و زه هم وړ وم هلک وم بي بي زرې نه
غزل
غزل نن په بلۍ د سالو والې نجلۍ پته نه وه شايد چې ستورو ته به هم د سپوږمۍ پته نه وه رښتيا هرچاوې اړولې په ټوپکو باندي په ټول هيواد کې دثبات د شپيلۍ پته نه وه چې پښتونخوا ته يې راووړ پخوا دامن پيغام
دپنځو زامنو مور
ډاکټر محمد ناصر فګار ۴/۱۰/۱۳۸۸ کابل وزیر اکبر خان ښاغلی څپه او د پنځو زامنو مور! تیره ورځ په افغان ادبي بهیر کې ګران اسمعیل څپه خپله یوه لنډه کیسه نقد ته وړاندې کړه چې ما ته یې یوه ورځ وړاندې راسپارلې وه اوغوښتنه یې وکړه چې زه یې هم مطالعه او څه پرې ولیکم، دادې ما هم
درڼا تناب
درڼا تناب ته یی سپیڅلې ! ته اروا دمریم ته لکه پرخه په ګلپاڼو باندې ته لکه وړانګه پاکه ته دبلبل اوښکه یی روح دې مینځلی دزمزم په اوبو ته یو احساس،ته عاطفه یی ګلې! ته له ګناه پاکه یی خو دلته هرپلو ګناه ده ګناه لکه چې ته دلته بې وخته راغلې لاخو کینې دي، لاخوکرکې خورې لاخو دمینی جامي رنګ دي دګناه په وینو لادقابیل هابیل کیسه ده دهرچاپه ژبه او
ورک ارمان
ورک ارمان زه پر اغزیو باندې اوسم او دا هیڅ نه وایي مینه ارزانه ورته ښکاري،اشنا هیڅ نه وایي زه چې یې سترګو نه دورک ارمان پوښتنه کوم یایې په ټنډه ګونځې راشي او یا هیڅ نه وایې چې راته ګرانې نه دې ،مینه پسې مړې دي زما چې په ما ګرانه ده،هغه دلـــــــرب
مور مې مريضه ده
لیکوال : محمد اسمعیل څپه د پنځو زامنو مور د کور په دروازه چې ننوتلم ټولو ماشومانو پاکې جامې اغوستې وې . ماشومان مې رانه چاپیره او زه یې په منځ کې په ټوکو ټاکالو تر کوټې ورسیدو لا ناست نه وم ، چې د ماشومانو مور راته د چایو پیاله کیښوده . او راته یې وویل: ـ ته ګوره ! د مور پوښتنه خو به دې کړې وه. - ولې ؟ په ابۍ مې څه شوي دي ؟ ـ نه هسې ، ډېر وخت کیږي ما ویلې پوښتنه به دې کړې وه
دبيلتون شپه
شعر ګلزار ژباړن نورمحمد سعېد دبيلتون شپه هغه شپه چې تابه غېږ کي ونيوله په للو،دښکلو شونډو په سينه به دې وېده کړه تېراوه دې ورته نکل ټول، له سره بيا تر پايه هغه شپه ،چې روږدې کړې دې وه شوخه نن په کټ کې ژاړي پړمخې پرته ده
غزل
ورځ راله غاړي شي چې شپه له غاړي واړه ومه زوړ غـــــــم تازه شي چې تازه له غاړي واړه ومه زلفي كړي،سترګې ګولې ،شونډي غوټي دجـــــانان خــــــــــــــــدايه زه كومه واقعه له غاړي واړه ومه غزل شومــــــــــــه په ژړا چې نن مې وليده كلي دبا با چې نن مي ولـــــــــــــــــيده هــــــــــغه پخوانې مينه هم نه وه اوس شورپكې ژړا چې نن مـــــــــــــې وليده وچ زمونږ دكــــــــــــــلي دګودر كاريز ټــــول جـــــدا جـــــدا چې نن مي وليده كـــــــور دجـــــــانان هم
غزل
نن يې دنظر په مورګه ناست داسې دشک غبار لکه شنه کنډو باندې راپورته شې غمبک غبار پېښ چې په رقيب شو رنګ شو تيت دزړه ور اشنا ښه جوت شي شپه کې بل څراغ ته دسړک غبار قهر او سرخۍ يې په شدت اننګي ونيول ګډ شول دګلابو په اوبو کې ځرورک غبار هله به يو بل ته شو ملګرو په ا
غلا
له کزاکستان نه د(رويتر)په يوه راپور کي ويل شوي چې دشپې ناوخته دکفن پلورلو يوه دکان ته غله ورغلل، او ددکان نوکر سېرېک سرسينبايوف يی تر هغې واهه چې بې هوښه يې کړ. اوبيا يې په يوه تابوت کي بند کړ ،او تر هغې يي هلته بې هوښه ساتلی و ،ترڅو چې يي په دکان کي پیسې او نور قيمتي شيان لټول.دا ناوړه پیښه دکزاکستان پلا زمېنې الماتې ته په څېرمه ښار تېمېرتو کي رامنځته شوه .سېريک هاغه وخت د تابوت له بند نه خوشی شو کله چې
ژوند کان دشپو او ورځو
ژوند کان د شپو او ورځو عجیبه سوداګر یم په هیڅ باندې یې پلورم په تمه باندې پروت یم اوږدې اوږدې مې هیلې یوه هیله مې دا ده چې اسمان دې هم لیلام شي ټول په بیه باندې اخلم مینه کرکه په کې کرم چې دا شین غرور یې مات شي ټوټې ، ټوټې ، توټې شي او له خاورو لا بتر شي محمد اسمعیل څپه
غزل
غزل جاويد اوربل زما ياد درسره پاتي دی که نه دی ځای می ستا دزړګي خوا ته دی که نه دی اې چې زړونه دي پلو کي په شا کړي زما زړه دې هم وشا ته دی که نه دی
داستاد علم ګل سحر غزل
غزل خدایه چې غواړم یی، هغه راځنې لیرې ګرځي ټول رانژدې دي، خو یوه راځنې لیرې ګرځي
سوګند
سوګند ډير تیر شوي اخترونه او تیریږي بس جانان ده په ما ګران نه مې هیریږي کله کله چې رایادې یې وعدې شي دا ماشوم زړګی زما پسې ژړیږي خدایه ته یې زړه دمخ په شاني سپين کړي د جانان زړګی شو کاڼې لا سختیږي په وړو وړو خبرو سوګند اخلي چې هر وخت کې د خبرې را یادیږي زما يار داسي یاغي او&
لونګين
کله کله مي په سر کي شي خپاره زهر د کرکي خوچې کله داسي وشي زرد فکر مزي پرې کړم دوجود کيږدۍ کړم ټوله ستا دخيال چم ته کډ وال شم ترهغې پکي دېره يم تر څو بيرته لونګين شم نور محمد سعيد
دوست ته
دوست ته زموږخواته کروندې کیږي دارنګ په ښورنو ځمکو هم کرو لونــګ دسندرو کاروانونه يې شي پایــله چې توديږي دځونډي او رباب جنګ ژوروالی دګړنګ غرور دڅوکو داسي رنګ لري دهسکو غرو اهنګ شمله وره په داخپل خویي دي مین یم مه خان کیږه نه دي غواړمه ملنګ په میراث مورچل مي کينه تربوریه له بلبل نه د غزل اخله قـــــــــــلنګ
ژړانده سترګې
ژړانده سترګې دا ژړاندې ښکلې سترګې ولې دي له اوښکو ډکې څه یې غم دې لویه خدایه چې راګوري هکې پکې تل خورې چې یې وي زلفې هیڅ یې نه سموي خدایه زه حیران یم زه حیران یم زما زړه دا ستا له غمه جنګ ځ
نقاب
نقاب عبدالباري جهاني که يو ځل خلګو رشتيا وويله يوځلي وسپړيدل پټ رازونه يوځل رسواسوې دروغجني ميني يوځلي خلګو سره وکتله ويې ليدل ترنقابونو لاندي پټ مخونه او ددوستۍ په پوښ کي پټ نغښتي شيطاني نيتونه هغه بېځايه
دکابل عجائب
لکه څنګه چې افغانان په فکري توګه له ماشومتوبه بوډاتوب ته ټوپ وهي دغه راز يي هيواد هم له فقر بيوزلۍ او غربت نه په يوه واراو ناڅاپه پانګه والۍ ته ټوپ وهلي دي . په کابل کي د پخوانيو خټينو ګوډلو تر څنګ نوي نوي ماڼۍ چې ددوبۍ او سنګاپور په ډول جوړی دي تر ښايسته زياتي عجيبه ښکاري .داسي بريښې لکه پيړيو چې يوې بلې ته غيږ ورکړي وي . په ميرويس ميدان کي د دغسي يوه ودانۍ ترڅنګ تيريدم چې بې شميره دکانونه ترې ﻻندي جوړ شوي و او د پاکستان له پاپړو واخله د هن