ورک ارمان
زه پر اغزیو باندې اوسم او دا هیڅ نه وایي
مینه ارزانه ورته ښکاري،اشنا هیڅ نه وایي
زه چې یې سترګو نه دورک ارمان پوښتنه کوم
یایې په ټنډه ګونځې راشي او یا هیڅ نه وایې
چې راته ګرانې نه دې ،مینه پسې مړې دي زما
چې په ما ګرانه ده،هغه دلـــــــربا هېڅ نه وایي
دملــــــــــــغلرو منځ کې ورشم،دیو تار په بڼه
تر سپینې غاړې یې چاپېر شم دالا هېڅ نه وایي
دزړه ازار لــــپاره راشي ،لکـــــه ته ولاړه شي
له ګل نه شته خوشبويي یوسي ،هوا هېڅ نه وایي
دخدای په میـــنه یې دسترګو تـــــــــلاوت کومه
دامې ګناه شوه ،که ثواب شو،ملا هېڅ نـــه وایي
امان الله !ستاغوندې نه دی چې به غم خوري زموږ
بس ګوزاره کوي،ژوندی دی ،پاچــــــا هیڅ نه وایي
هر سحــر غوږ یم ،بلبلان ذکــــــــــــــــر دګلو کوي
حیران په دې یمه،چې ښکلې له تا هیــــــــــڅ نه وايي
استاد علم ګل سحر ۱۶ /۴ / ۱۳۸۳