درڼا تناب

 

ته یی سپیڅلې !

ته اروا دمریم

ته لکه پرخه په ګلپاڼو باندې

ته لکه وړانګه پاکه

ته دبلبل اوښکه یی

روح دې مینځلی

دزمزم په اوبو

ته یو احساس،ته عاطفه یی ګلې!

ته له ګناه پاکه یی

خو دلته هرپلو ګناه ده ګناه

لکه چې ته دلته بې وخته راغلې

لاخو کینې دي،

لاخوکرکې خورې

لاخو دمینی جامي رنګ دي

دګناه په وینو

لادقابیل هابیل کیسه ده

دهرچاپه ژبه

او دبلقیس او سلیمان مینه

له ټولو هېره

ځمکه فساد نیولي

اسمان کي ورېځې دي دکرکې خورې

لاديزید توره

ریبي سرونه

لاخو دهرچازړه کي کرکه شنه ده

لاخو دهرچازړه کي بل               دانتقاماورورنه

لاخو په مینه هیڅوک نه پوهېږی

نو دامنې راسره؟

چې ته بې وخته راغلې

دې دنفرت نړۍ ته

ته چې دچازړه کي کینه وویني

داستا په سترګو کي دوير فصل

راوټوکيږي

تاته دزور او زرو سترګي ټیټی

ته دقارون،ته دپاچا،ته دجابر

له څنګه تېره شې

موسکۍ شې وایې

عجب ساده خلک دي

دومره په زور او زر مغرور ولي دي

ته دسندرو سیپارې

په مینه-مینه لولي

ته لکه زه په یوه ورکه پسې یتړې ښکارې

مینه،مینه،مینه!

اوه،نه پوهېږم

ښایي دا هم ستړې وي

ښايي چې مینه هم

تیارو کي سرګردانه ګرځي

دیوه زړه په لټه

داسي یو زړه چې کرکه نه پېژني

چېرې به وي؟

نهپوهيږم،نه پوهیږم

           *****

ته يې سپېڅلې!

ته اروا دمریم

ته یوه پاکه فرشته یې ګلې!

ګوره ابلیس میني ته خاوري شیندي

دفرښتو دلارښونې

خوب یې بیا لیدلی

ابلیس دمیني دښمن

فرښتې تاته وایم

لهخپلو ښکلو شونډو

دولاحولو توري مه غورځوه

ابلیس لباس دي

کله-کله په بدل لباس کي

راشي دکرکې او ګناه تخمونه وشیندي،ځي

په لباسي خندا یې مه غولیږه

چې ولاحولودرنه هېره نه شي

ایت دمینی تل په ځان چوف کوه

ابلیس په سپین لباس کي راشي

فرښتو ته لار ښونه کوي

ابلیس دمار زهر

دمیني په پیالو کي راوړي

نو

فرښتې تاته وایم

اعوذ بالله او ولاحولو

تل پر شونډو لره                                        

                      *******                             ته یې سپېڅلې !

ته اروا دمریم

ته یې دنور لارښوده

زه دې چې سترګوته په ځېرګورمه

ماخپل ارمان ورک کړی

زه دي په ښکلو شرابي سترګوکي

درڼالارې ګورم

او

زما دعقل بېړۍ

داستادښکلو سترګو

دسمندرپه توپاني څپوکي

غرقه ښکاري

اوزه تیارو کي بندي

په تروږمۍ کي

له برهوت څخه فریادکومه

ته په وړانګینو لاسو

دادرڼا تناب راخورکړه

مادرواخله ښکلې

چې دې نفرت- نفرت جهان کي مې

نور زړه تنګ شوی

 

۲۹ جون ۲۰۰۴ وزېر اکبرخان مېنه

 

 

یوازې ستا لپاره

له زړه مي ټولې کرکې وایستلې

اوس مې له ښکار ځنې توبه کړې ده

اوس له کارېز نه بغدادي کوترې نه کټوم

او بس تمامه ورځ لګیا یم

په دامونو کي مرۍ پېيمه

سپینو کوترو ته پيزېب جوړوم

اوس دبې موره وري له اوښکونه

شراب جوړوم

اوپه سخت زړو یې ارزانه پلورم

چې یې له زړونو کینې کډه وکړي

له زړه مي ټولې کرکی وایستلې

اوس مساپر په کاڼو نه ولمه

اوس ګلان نه شکوم

له لارو نه اغزي ټولوم

په لاره تلونکی ماشوم ښکل کړم

دسپین ږیري بوډالاس ونیسم

له زړه مي ټولې کرکې وایستلې

اوس له دښمن نه کسات نه اخلمه

اوس دغومبسو کور په خټه باندي

نه پټوم

په مار دکاڼي ګوزار وکړم

خو خطا یې ولم

بس هسي ځان ترې ژغورم

هغه هم هسي درحمان* دیارانې په خاطر

اوس له خوبونو مرور یم

ټوله شپه په تلاوت تېروم

او دقران زرینو پاڼو کي

یو نوم لټوم

له زړه مې ټولې کرکې وایستلې

اوس مي ټوپک پر اوږه نشته

او له میل نه یې شپېلۍ جوړه ده

په کي دمیني ترانې غږوم

داټول دا ستا لپاره

ځکه دوئ وایې

په جنت کي حورې ستا غوندې دي

                       ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  • زموږ په سیمه (زرمت)کي خلک په دې باور دي ،چې که څوک مار وویني،باید حتمادکاڼي ګوزار پرې وکړي،کنه رحمان بابا خپه کیږی دوئ وایې چې رحمان بابا په دې اړه فرمائلي دي

چې څوک وویني مار- او پرې ونه کړي ګوزار-هغه نه دی زما يار.