غزل
جاويد اوربل
زما ياد درسره پاتي دی که نه دی
ځای می ستا دزړګي خوا ته دی که نه دی
اې چې زړونه دي پلو کي په شا کړي
زما زړه دې هم وشا ته دی که نه دی
ته وا شپه ده ! نا اشنا روغبړ دی وکړ
مخ مي ستا دمخ رڼا ته دې که نه دی
چی لاس پورته کړم هر څه جانان ته غواړم
چی هغه اړ زما دوعا ته دی که نه دی
ماته سم دښاپېري غوندي ښکارېږي
دا انځور ورته رشتيا ته دی که نه دی
چې روان شمه نارې راپسي راشي
اوربليه ! زړه دې پاتي دی که نه دی