نصيحت

 

سپينې سپينې مه وايه تنها به شې
ګرانه ليونی به شې رسوابه شې

مه کړه په دې چم کي دبدلون کیسې
یاره زوروره دخـــــــــــندا به شې

ستا د بيا راتګ لارې تر ما راځي
هر چيرې چې لاړ شې بيرته رابه شې

هرڅومره مغرور که یې پښتون خو يې
در به ننواتی شم پخلا بـــــــــه شې

کله کله وځه  د صحرا په لــــــــور
ما غوندي له درد سره آشنا به شي

نورمحمد سعيد