په افغانستان كې هم اوس د نورو په تقليد د ځانګړو ورځو په مناسبت په لمنو، لمنو درواغ او رښتيا دوړيږي. د مارچ اتمه، چې د ښځو نړيواله ورځ ده دلته هم نمانځل كيږي. كوم څوك، يې چې نمانځي هغه ټول په نس ماړه او په تن پټ دي. د چا په نوم، چې دا هر څه كيږي، هغه د ځان په وير اخته دي، په دې كېسو يې سر نه خلاصيږي. دلته په غونډو كې په دې خبرې كيږي، چې ښځو ته بايد په پلانۍ او بستانۍ اداره كې څومره ونډه وركړل شي، خو هلته ښځې له ژوند نه هم بې برخې كيږي. له ژوند نه د بې برخه كيدونكيو شمېر يوه، دوې سل او يازر هم نه دى، مليونونه دي. ملګري ملتونه مني، چې د زيږون پر مهال د ميندو د مړيني له لحاظه افغانستان د نړۍ د هېوادونو په كتار كې په دويم مقام كې دى. ټايم مجله بيا ځكه د پوزپرې كړې افغانې انځور په پښتۍ خپروي، چې په لوېدېځ كې له دې نه په لږ د چا توجه نشي ترلاسه كيداى. د افغانستان د نفوس نيمايي همدغه كم نصيب مخلوق دى، چې كتار، كتار د نالوستيو ډاكټرانو د كلينكونو دروازو ته ناستې وي. په ټنونو تاريخ تېر زهر د درملو په نوم پرې خرڅيږي. لوېدېځوالو رسنيو ته په كتو زموږ خپلو بړيڅو هم عجيب او غريب نومونه او اصطلاحات جوړ كړي دي، بلكې غلا كړي يې دي. كه سړى پرې لږ غور وكړي خندا ورځي، خو چې ځان ته يې پام شي، نو په مخ يې اوښكي رغړي. د ښځو په وړاندې تاو تريخوالى او دهغه مخنيوى.

 زموږ د وطن ډېر لوفر هلكان هم د ښځو په وړاندې سګريټ نه څكوي، په كليو كې نارينه ښځو ته په لار مخامخ نه ورځي او د لوڼو په وړاندې پلرونه بې ادبه نه غږيږي، خو خدايزده چا دا فتوى جارى كړې ده، چې په تقليد يې د كابل د يوه خصوصي تيلويزن وياند هم فرمايي(( په افغانانستان كې  د ښځو په وړاندې ډېر تاو تريخوالي شتون لري)). دې خداى شرمولي ته اوس څوك ووايي، چې د ښځو په وړاندې تر بل هر ځاى زيات تاو تريخوالى د بشري حقونو په ستر ډنډورچي هېواد امريكا كې شتون لري، په افغانستان كې په نېشت حساب دى. افغانان په دې باور دي، چې جنت د مور تر پښو لاندې دى، دلته يو بل مصيبت شتون لري، چې هغه بې وزلې ده، فقر ده او بې سوادې ده. دا مصيبتونه د يوه او بل له ګيډي زيږيدلي دي او تر څو، چې له دغو نه يو له منځه نه وي تللى، نو تر هغې به نه يوازې افغانه ښځه بلكې په دې خاوره مېشت هر انسان ښه ورځ ونه ويني او دې ته مو هم پايد پام وي، چې تش د خولې په ناپړيتو نه په بل هيچا ښه ورځ راغلې او نه به هم پر موږ راشي.