د پروړې د پله كيسه

د ځينو نورو سيمو په څېر د كابل د نوم په اړه هم  ډېرې په زړه پورې كيسې او ځنې  حقايق شته. له دغو  ډېرو كيسو نه يوه  د پروړې د پله كېسه  هم ده. دا هم ښه ډېره مشهوره ده. داسې ويل کيږي، چې و نه و يو پاچا و، دې زړه  سواند پاچا يو پل جوړ كړ، بيا يې پله ته ښه ښاېسته کاګل ورکړ. له همدې امله وايې  پل او د پله خواو شا سيمه كاه پل، يعنى د پروړې پل يا هغه پل، چې د پروړې پلستر وركړل شوى،  وبلله شوه.
وروسته بيا وايي د وخت له تېرېدو سره د كاه پل نوم په كابل واوښت. تر دې ځايه پورې دا كېسه رښتيا هم يوه كېسه ده، چې هسي د خوند اخېستو لپاره ويل كيږي او اورېدل كيږي، خو دكابل د نوم علمي اړخ  علامه رشاد بابا راپيژني او په دې اړه داسې  فرمايي((  په ژبپوهنه  كې د عاميانه رېښو پلټنو ته فوک ايتمولوژي وايي او دا د کاه پل   کېسه هم د همدې فوک ايتمولوژي شاهکار دى)).
د كابل د نوم په اړه هم ډېرو تاريخپوهانو له خپلو معلوماتو سره سم راز راز خبرې كړې دي. مثلاً ځني وايي، چې په كابل ښار كې، چې دا اوس مهال له خړو اوبو او كثافاتو ډك لښتى بهېږي،  وايي دا دكابل سيند دى او د ريګويدا په سرودونو كې همدا سيند  د " كوبها " په نوم ياد شوى دى او په ځنې نورو  متونو كې بيا دا د "كوفن" او يا د "كوفس" په نومونو  هم نومول شوى دى.
په يو شمېر ليكنو كې د  تاريخ د پلار هيرودت  يادونه كيږي، چې وايې  "كسپاتيروس"  يې بللى دى. په ځينو نورو  لرغونو ليكنو كې د "كاوفو"، "كار وارا" او "كابورا "  نومونو هم دهمدې سيمې په تړاو ياد شوي دي.، خوارواښاد علامه رښاد بيا په دې اړه په  وړاندې ځي او په اړه  يې تاريخي کره ثبوتونه راوړي. د ده په وينا د کابل لومړى نوم، چې په ليکلي بڼه ثبت دى کوبها دى. کوبها په رګويد کې ليکل شوى دى، رګويد د ويدونو ډېر مهم او لومړى جز دى. ياده دي وي، چې رګويد له نن نه نږدې ٤٠٠ کاله پخوا ليکل شوى دى.
علامه زياتوي، چې له نن نه نږدې ٢٠٠٠ کاله وړاندې  د ميديترانې دبحيرې د غاړې يوه جغرافيه ليکونکي سترابون په خپل کتاب کې بيا  د کابل لپاره د کابورا نوم ليکلى دى.  تاريخونه كاږي، چې کابل ته د اسلام د مبارک دين له راتګ نه وړاندې په دې سيمه باندې دکابل شاهانو حکومت و. داسې ويل کيږي، چې د کابورا نوم د( ر)  په ( ل)  باندې د اوښتو له امله د همدې کابل شاهانو په زمانه کې له کابورا نه په کابل بدل شو.
استاد رشاد که څه هم دامني، چې اداري حدود د تل لپاره ټاکلي نه وي، خو د ده په وينا د چيني سيلاني هيون څانګ له يونليک نه داسې څرګنديږي، چې  کله نوموړى سيلاني له پېښور نه ننګرهار ته را اوړي، نو له هغه ځايه بيا تر کابل پورې ټوله سيمه د کاپېسا په دولت پوري تړلې بولي. د استاد رشاد په وينا ډېره موده دا سيمه نږدې هېره وه.
څانګ په خپله ليكنه كې د كاپل سيمه ډېره زياته مهمه نه بولي او لكه څنګه، چې استاد رشاد يادونه كړې، نور هم ډېر تاريخپوهان هم په دې آند دي، چې سيمي ته د څانګ دراتګ پر مهال كابل ته څېرمه د بګرام او كاپيسا په سيمو كې د كوشانيانو ډېر ستر تمدن تېر شوى و، ځكه نو  څانګ هم د نورو په څېر كابل  ډېر مهم نه بولي. له هغه وروسته، چې پلازمينه له بګرام نه كابل ته انتقال شوه او هغه  ستره كلا ودانه شوه، چې د خټينو ديوالونو ځنې برخې يې اوس هم پاتې دي نو دكابل اهميت ورځ تر بلې په زياتيدو شو. بيا له دې وروسته هم يوه اوږده موده داسې راغله، چې كابل د خلكو له ذهنونو ووت، خو د استاد رشاد په وينا بيا د احمد شاه بابا په دور کې ورته ډېره  پاملرنه وشوه. استاد وايې په احمدشاهي دوره کې سردار جان خان د کابل والي يا نايب الحکمه و، چې په کابل کې يې يو شمېر ودانيز کارونه تر سره کړل. له دې وروسته بيا په تېمور شاهي دوره کې، چې  کابل دافغانستان د پلازمينې په توګه ټاکل کيږي، نو له هغه وروسته  دكابل د اهميت نوې کېسه پيل کيږي.