د hairan hairan لخوا خپرې شوې لیکنې
د مړي واده
کال نولس سوه څلور اتيا و او واده د قوماندان ګلاب دين و. د باجوړ ايجنسۍ د مهاجرينو په هغه کېمپ کې چې مونږ پکې اوسېدو خواوشا دولس سوه کورنۍ مېشت وې او په هره برخه کې به خامخا يو يا دوه قوماندانان وو چې ځينې يې لږ او ځينې ډېر مشهور وو خو قوماندان ګلاب دين د کېمپ ټولو خلکو پېژنده. وجه يې د هغه دا عادت و چې هر ځاى کې به يې د هر چا په کار کې کار لارۀ. دا کار يې د ځينو خلکو خوښ و او د ځينو لپاره د ناخوښۍ سبب و نو ځکه د کېمپ هر تن به يا د هغه دوست و او يا دښمن. خو کله نه چې يې خپله کونډه خور وژلې وه
يوه ناروا غوښتنه
پښتو کې د خپرېدونکو ورځپاڼو او مجلو شمېر اوس د خداى فضل دى د ګوتو د شمېر څخه راوتلى او ښه زيات شوى دى. ورسره د تلويزيونونو، راديوګانو او وېبپاڼو کار هم چټک روان دى او د لا پرمختګ په حال کې دى. خداى دې وکړي چې زمونږ پښتو ژبه دومره غني شي چې د پښتنو ارمانونه پوره کړي. خو کومه خبره چې زه يې کوم د ځينو خپرونو ځينې ناروا غوښتنې دي. زه خو دا مهال داسې يوه پښتو خپرونه هم نه پېژنم چې ليکوالو ته دې حق الزحمه ورکوي. حق الزحمه د ليکوال يواځې حق نه دى بلکې د يوې
کره کتنه بلاګ څخه د بي بي سي غلا
هسې خو نن سبا له خېره ډېرو خلکو اسان کار موندلى چې بس بې شمېره خپرونې دي، له پرنټ خپرونو څخه شيان غلا کېږي انلاين خپرېږي او د انلاين هغه بې پوښتنې او بې اجازې په ورځپاڼو او مجلو کې خپرېږي. مګر د بي بي سي په څېر يوې سترې نشراتي ادارې څخه دا تمه بېخي نه کېدله چې په غلا کاپي شوې ليکنې په خپله وېبپاڼه خپرې کړي ځکه ما فکر کاوه دغه اداره ډېر لوى مسئوليت لري، خو دا ځل چې يې د پښتو پاڼې ته ورغلم نو د استاد اصف صميم په يوه ليکنه مې سترګې ولګېدې چې چا هدايت الله هميم بېخي ټکي په ټکي کاپي کړې ا
ښکاري سترګې (په تېر پسې)
په تېر پسې او غږ کۀ اوس د خبرو يا خندا هم و نو په هغۀ د توپ د ډزو پشان لګېدۀ ځکه چې د بې خوبۍ، ستړيا، وېرې او وارخطايۍ په وجه يې په سر درد و. څو دقيقې وروسته ډزې کرار کرار کمې شوې او دوى بېرته کوټې ته راوختل. ابراهيم او ملغلره، چې نيم ژوند يې په دغه غار او د ډزو په باران کې تېر کړى و، کوټې ته په راختو سره يې خندا پېل کړه. خو د ګلاب شاه په سترګو کې نور
بايللې مينه
لنډه کيسه : هاجره محسن ---- ژباړه : عبدالهادي حېران زه يوه ځوانه او ځيرکه زده کوونکې وم، چې تل به په خپلو کتابونو، لېکچرو او ازموينو کې بوخته وم. څرنګه چې زه يوه ځوانه نجلۍ وم او په لېليه کې
ښکاري سترګې (ناول)
عبدالهادي حېران (١) په تکه توره تياره شپه او هغه کوټه کې چې ګلاب شاه پکې پروت و داسې ښکارېده چې نړۍ د ورانېدو اخري مرحلې ته رارسېدلې ده. دا جلال اباد ته د هغۀ اولنى راتګ و او د ترور په کور کې يې اولنۍ شپه وه. هغۀ سوچ کاوه چې د ورځې خو دومره بد حال نۀ و، دا د شپې څه تندر راپرېوتى دى چې دومره ډزې دي. داسې معلومې
لۀ ديبله تر کابله (٢)
لۀ ديبله تر کابله (١) په درويشتم نومبر رياض تسنيم راته فون وکړو چې هلکه سبا اووۀ بجې بس اډې ته ځان رارسوه او رښتيا موبايل آن ساته. ټکټونه او سيټونه کليئر دي. محمد خان عندليب به اډه کې موجود وي. د عندليب د نوم په اورېدو زۀ پوي شوم چې رياض تسنيم پوخ کار کړى دى. ولې چې د رياض رابطې پخې وي او په داسې موقعو خو بېخي سر دوباره شي.
غزل (جمشېد مومند)
جمشېد مومند دشته ده او تنده ده منډې دي سراب پسېپښې ږدم په ازغو باندې ګرځمه ګلاب پسې زه د خپل ژوندون کتاب پاڼه پاڼه لولمهڅومره زړه چاودون کوم ستا د سوال ځواب پسې څاڅکو د باران ورله تنده ماته نه کړلهاوس تږى نظر ګرځي چرته لوي درياب پسې مونږ يې په ارزو د مخ دواړه سترګې بيه کړېلاس کې کټوري نيسو مونږ يې آب و تاب پسې
لۀ ديبله تر کابله (1)
ارماند کابل ليدل زما غټ ارمان و او هر هاغه ارمان چې پوره شوى نۀ وي د لاشعور نه په مختلفو موقعو په مختلفو صورتونو او شکلونو کې راولاړېږي او فنا کېږي. د دې ارمان لۀ ټسه زۀ ډېر ځله په خوبونو کې کابل ته تللى وم ولې چې راويښ به شوم نو حقيقت به بل رنګه و. دا زما پوخ يقين و چې زۀ به کابل ته ځم، زۀ به کابل خامخا وينم. ولې دا مې سوچ نۀ و چې دومره زر به زما دا ارمان پوره کېږي. ما چې د اسد دانش او امجد شهزاد سره د تګ پروګرام پوخ کړو نو تاسو يقين وکړئ چې تر ټاک
د رڼاګانو له ښاره د پښتو رڼا
په کتابونو کې مو لوستلي چې کراچۍ په يوه زمانه کې د رڼاګانو ښار و، خو کوم وخت چې مونږ ورغلو رڼاګانې يې له منځه تللې وې او د پخواني ديکتاتور ضياو الحق د پاليسيو په تلپاتې برکت ژوند د مستقل ماتم تور څادر اغوستى او کوڅه په کوڅه د عقيدوي، ژبنيو، او نسلي تضاداتو ترمنځ د باروتو اور ته يې وير کاوه. په دې اور کې د کراچۍ څلوېښت لکه پښتانه تر هر چا زيات سوځېدل ځکه چې دوى غربت دغه ښار ته مساپر کړي وو او له غربته زيات غټ مصيبت بل څه کېداى شي چې د پاسه پرې دا مصيبت هم راغى.
د "مېږي" کره کتنه وشوه
د دوشنبې ورځ، د دوه زره اوم کال د دسمبر اومه نېټه، د ساهو ليکونکيو مرکې اوه ورځنۍ غونډه کوز ماځيګر په اردو سائنس بورډ کې د ښاغلي حماد حسن په رياست کې پېل شوه. په اجنډه کې د تېرې غونډې روداد اورېدل، د طلبګار خوږياڼي په تکل تنقيدي بحث کول، غېر طرحي مشاعره او د پښتو د درېو مشهورو شخصياتو په مړينه د غمرازۍ قرارداد وړاندې کول شامل وو. د تېرې غونډې ګزارش د ګزارش ليکونکي جمشېد مومند د نه راتلو په س
انسان څومره بدرنګه دى!
د ګران صېب د شعر ددې بېت چې "انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى" مطلب دادى چې انسان په يو وجود کې بدرنګه هم دى او ښايسته هم، خو دا چې کوم ځاى کې ښايسته دى مونږ ته معلومات نشته. دلته خو مونږ ټول عمر يواځې بدرنګه انسان ليدلى دى. هغه انسان چې د سياست موخه يې يواځې چوکۍ ته رسېدل دي، د عبادت کار يې تر ځان ښودلو پورې دى، د انسانانو وژل ورته يوه بېخي خبره ده او همدا وجه ده چې د خپلو اعمالو په ايينه کې هر انسان بل ته بدرنګه ښکاري. ايا دا مونږ په يوه متمدنه نړۍ کې اوسېږو؟ اي
شاعر سړى
ښاغلي يوسف هېواددوست راته په يو برېښناليک کې ليکلي چې د خپلواکۍ راروانه ګڼه نازکخيال شاعر پير محمد کاروان ته ډالۍ شوې او غوښتنه يې کړې ده چې په يو څو کرښو کې ورته د کاروان صېب په اړه يو څه وليکم. شپږ اته ورځې وشوې چې دا بريښناليک مې ترلاسه کړى خو تراوسه پورې مې څه ورته ندي ليکلي. ستونځه داده چې د کاروان صېب د شعر او خيال په اړه په يو څو کرښو کې ليکل څنګه کېداى شي! که په لنډو ځان خلاصوم نو
د تکل پېژندنه
تکل د انګليسي ژبې د essay او د اردو ژبې د انشائيې پښتو شکل دى چې اوس د پښتو د ادبي ژانرونو په منځ کې خپله پېژندګلو، ارزښت او محبوبيت لري. انګليسي ژبې ته دا ادبي ژانر د فرانسوي څخه راغلى او ويل کېږي چې لومړى تکل فرانسوي ليکوال ميخايل ډي مونټېن ليکلى دى. د تعريف له مخې تکل يوه داسې ليکنه ده چې د لنډې کيسې، کالم او عامو سياسي يا ادبي ليکنو څخه په توپير په يوه ځانګړې موضوع په خو
لور (تکل)
محمد اشرف غمګيند لور مترادف "طرف" دى. د سِمت لپاره هم استعمال کېدلى شي. د مستعمل مروج او عبارت مثال ئې داسې دى. اوښ روان دى، لور ئې معلوم نۀ دى. د شوو په پاڼو مئين دى، په کوم لور چې د شوو پاڼې ويني په هغه لور دانګ وهي. اوښ روان دى، اوږى دى، حرام حلال نۀ ګوري، د خپل زړۀ مني، زړۀ په سينه کښې لږ ګس لور ته وي. اخير به چې ښۀ ستړى شي، ګس لور ته به چو کېږي. پخوا به سمندري جهازونو د قطب نما په ذريعه خپل لور سمولو. رحمان بابا عليه الرحمة وائي:ننګيالي چې يو ځل مخ کړه په کوم لوريبيا ئې نۀ ګوري
پېژندګلو
ددې وېبلاګ د ليکوال لنډه پېژندګلو نوم : عبدالهادي حېران د پلار نوم : عمر خان د زېږون نېټه : ٢٧ اپرېل ١٩٧٩ ادرس: کلى جنګارک، ولسوالي قلعه زال، ولايت کندوز برېښناليک:
د امتياز مېړۀ
په يوه ورځپاڼه کې مونږ سره د صوابۍ يو ملګرى ؤ چې سايل منصبداري نومېده. ډېر غريب خو ډېر ژوندي زړۀ والا سړى ؤ. پخپله خو به يې کار نۀ کاوه خو اکثر به ورسره مونږ هم له کاره وتلي وو. کله به يې ټوکې کولې او کله به يې داسې شعرونه ويل چې که قافيه رديف دې ترې ليرې کړي واى نو هغه هم ټوکې وې. يوه ورځ يې زما په لاس کې الفت، ورځ، نوښت،
"بې سره ژورنالستان"
څو مياشتې وړاندې ما په افغانستان کې د مطبوعاتو د پرمختګ په اړه يوه ليکنه کړې وه. په ليکنه کې يو ځاى د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې د يو راپور حواله راغلې وه. په يوه پښتو ورځپاڼه کې چې دغه ليکنه خپره شوه نو غلطۍ سره يې د يادې شوې ادارې نوم "د بې سره ژورنالستانو" ټولنه ليکلى ؤ. د يو "حد" پاتې کېدو ټول حدونه مات کړي وو، خو که رښتيا درته ووايم دا ځينې ژورنالستان خو رښت
کابل مې بيا وليدو
دا د پښتونخوا د نامتو ليکوال او شاعر ډاکټر شېرزمان تايزي د څو سفرونو هغه يادښتونه دي چې په نظم او نثر کې يې په روانه او خوږه پښتو کې ليکلي دي او په دې وروستيو کې يې په پورتني نامه د يو کتابګوټي په شکل کې خپاره کړي دي. لومړنى سفر د کندهار، دوهم د مزار شريف، درېم د کابل او څلورم د حج دى، د لومړنيو دواړو سفرونو يادښتونه په نظم کې او د وروستيو دواړو په نثر کې ليکل شوي، لومړني دواړه سفرونه دېرش کاله پخواني او
د غزل مشاعره که د پېريانو جاله (٢)
شمشېر هېواد ددې غزل مخ وګورئ چې دوئ ته په څټ مخ په نظر راتللو او يا ئې په څټ مخې سرچپه لوستلو: ښکلې مې په سترګو کښې ښکلا نيولې دهغاښ په سپينه خُلۀ کښې ئې برېښنا نيولې دهشوه ئې د راتلو سره په سترګو مې رڼادې پئ مخې څۀ رنګه رڼا نيولې دهشړک د تورو زلفو ئې ګوزار د تېرو تورومستې په کوم چل باندې ادا نيولې دهټال د ګلو څانګه چې وهي د ګل په داردا ئې لۀ ګلونو نه ګډا نيولې دهخُلۀ مې ترې اخيستې وه په وخت د مازيګرنن خو ئې روژه ځ